افغانستان

حماس: طالبانو امریکا ته ماتې ورکړه  او اسرائیل به موږ مات کړو

د حماس یوه مهم غړي ویلي چې اسرائیل به هېڅکله ونه توانېږي چې حماس له منځه یوسي.

د حماس یوه مهم غړي ویلي چې اسرائیل به هېڅکله ونه توانېږي چې حماس له منځه یوسي.

خالد مشعل د پنجشنبې په ورځ له العربیه سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم له اسرائیلو سره جګړه ستونزمنه ده، خو لکه څنګه چې طالبانو امریکا ماته کړه، همداسې به موږ هم اسرائیلو ته ماتې ورکړو.

د حماس د سیاسي دفتر پخواني مشر خالد مشعل په دې مرکه کې ویلي چې پر اسرائیلو د حماس برید یو بی سارې زړوره کارنامه وه. ده ویل چې د خپلو عملیاتو له پایلې خبر دي او عملیات بریالي ګڼي. ښاغلي مشعل د دې ډلې له خوا د یرغمل شویو کسانو د شمېر په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې په کافي اندازه اسرائیلي پوځیان یې نیولي.

هغه ټینګار وکړ چې موږ ځینو هیوادونو ته د ملکي بندیانو د سپارلو لپاره د خپل  چمتووالي خبر ورکړی او موږ چمتو    یو چې د اسرائیلو له زندانونو سره د اسرائیلي پوځي بندیانو

تبادله وکړو.

که څه هم ښاغلی مشعل د ملکي بندیانو د سپارلو او د پوځي بندیانو د تبادلې لپاره د حماس د چمتووالي خبره کوي، خو زیاتوي: “د اسرائیلو تر بمبارۍ لاندې بهرنیو بندیانو ته رسېدل شوني نه دي.”

د حماس دغه مشر وویل چې د بنیامین نتانیاهو حکومت د (الاقصی یهودیت) پروګرام لري. ده ویل چې که له اسرائیلو سره جګړه کوو، یا نه؛ هغوی مو وژني.

ده د عربي هیوادونو په اړه وویل چې د عربي نړۍ دریځ ورسره ښه دی خو د لازیات ملاتړ غوښتنه هم کوي. ده پر عربي هیوادونو غږ کړی چې د غزې ساتنه وکړي.

یاده کوو چې حماس د امریکا د ماتې او د طالبانو د بریا هرکلی کړی و او ویلي و چې په افغانستان کې د امریکا ماته او د طالبانو په لاس فتحه به د نورو مظلومو وګړو لپاره یوه بېلګه وګرځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *