اجتماعی

د غور او بادغیس اوسېدونکي: ډالر ټيټ شوي، خو نرخونو کې بدلون نه‌دی راغلی

د غور او بادغیس یوشمېر اوسېدونکي د یاد ولایتونو بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

د غور او بادغیس یوشمېر اوسېدونکي د یاد ولایتونو بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

دوی وايي چې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت کمېدو سربېره لاهم بازارونو کې د توکو بیو کې ټیټوالی نه‌دی راغلی.

د غور او بادغیس دغه اوسېدونکي له اسلامی امارت غوښتنه کوي چې د یاد ولایتونو بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې کنټرول کړي.

د غور اوسېدونکي عبدالرحیم ته وویل: «کله چې ډالر پورته ځي، نرخونه هم ورسره پورته ځي، کله چې ډالر ښکته کېږي، نرخونه ښکته نه‌راځي. له ښاروالي غواړو چې نرخونه کنټرول کړي.»

په ورته مهال د بادغیس اوسېدونکی احسان‌الله هم پر مسئولانو غږ کوي چې د توکو بیې کنټرول کړي. «له اړوند مسوولانو غواړو چې پر توکو پام ولري، ځکه ډالر ښکته راغلي او سوداګرو باندې پام وکړي چې بیې راښکته کړي.»

بل‌خوا د غور او بادغيس يوشمېر هټيوال او سوداګر بیا وايي، دوى د خلکو د اړتيا وړ ډېری خام مواد له هرات څخه په لوړه بيه پېري او دغو ولايتونو ته يې رالېږدوي چې له امله یې اړ دي، توکي په لوړه بیه وپلوري.

د بادغیس یوه هټۍ‌وال محمدقربان وویل: «موږ هره ورځ د هرات له سترو شرکتونو پېر لرو، که هغوی یې ښکته نه‌کړي، موږ یې نشو ښکته کولی، کله چې هغوی ښکته کړل، موږ یې هم ټيټوو.»

بل لور ته بیا د قلعه‌نو او فیروزکوه د ښاروالیو مسئولان وايي، ښار کې یې د نرخونو کنټرول لپاره کمېټې جوړې او هڅه کوي چې د دغو ولايتونو په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې کنټرول کړي.

د بادغیس د «قلعه‌نو» ښاروال نظرمحمد وثیق وویل: «د قلعه‌نو ښاروالي د ښاري کمېټې له‌خوا هڅې روانې دي چې ان شاءلله کمېټه هره ورځ ښار کې تګ‌راتګ کوي او نرخونه کنټرولي او د بې‌انصافۍ مخه نیسي.»

د غور «فیروزکوه» ښاروال حمیدالله شریفي بیا دغه ولایت کې د ډالرو کمښت او د توکو لوړې بیې تاییدوي، خو وايي، د کنټرول لپاره یې کمېټه ټاکلې ده. «موږ د نرخونو کنټرول لپاره دوه کمېټې لرو چې یوه ادارې کې او یوه هم ولایتي ده چې هره ورځ پر دې موضوع کار کوي.»

د بادغیس او غور دغه اوسېدونکي داسې حال کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي چې د وروستیو څو اوونیو پرمهال د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت په بې‌سارې توګه راټيټ شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن