اجتماعی

د معلولینو د نړیوالې ورځ په مناسبت له معلولینو سره باید هراړخیزې انساني مرستې وشي

د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې ۱۲ مه نیټه چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د دسمبر له ( ۳ ) مې نیټې سره سمون لري د معلولینو نړیواله ورځ ده او دنړۍ په ګڼ شمیرهېوادونو کې د همدغې ورځې په مناسبت بیلابیلې ناستې اوغونډې جوړیږي او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کېږي چې په ټولنیز بهیر کې د انساني کرامت له مخې ددغه متضرره قشرلاس نیوی او درناوی باید شي، ځکه په ټوله کې که نظرواچول شي دغه هېواد پاله وګړو په یو ډول نه یوډول په جګړه ییز بهیر کې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي معلول او معیوب شویدي، بناً په هراړخیز ډول ددوئ د حقه حقوقو مصونیت د دولت مسئولیت او  ددوئ د شخصیت درناوی د ټولنې په نورو وګړو هم لازمي دی، ځکه معلولین په واقعیت کې هغه وګړي دي چې دهېواد او هېوادوالو د دفاع او ساتنې په لاره کې یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي معلول شویدي.

البته دا هم یو رښتینی حقیقت دی چې جګړه په هر حالت کې په هره ټولنه کې خپلې ناخوالې پرځای پریږدي، نو نن سبا دا واقعیت ټولوته روښانه شوی او له دې حقیقت څخه هم سترگې نه شي پټیدای چې افغان مظلوم ولس په هېواد کې د تیرو کابو څه باندې څلورو لسیزو څخه را په دیخوا د جگړه یېزو تاړاکونو په لړکې هم ډیرې بدمرغي، دربه دري، ربړونې، ځورونې، مهاجرتونه او خورا ډیرې مرگ ژوبلې زغملي او په دې بهیر کې له شک پرته چې نه جبیره کېدونکي مالي او ځاني زیانونو سره هم مخامخ شویدي، ځکه چې په دې جگړه کې په ټولیزه توگه هېوادوالو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، همداشان ددغه جګړې په لړکې ګڼ شمیر هېوادوالو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي اومعلول  شوي او په دې توګه د ټولنیز ژوند په بهیر کې یې له بې شمیره ستونزو او کړاوونو سره لاس اوګریوان کړي دي، بنا له شک پرته چې د هېواد دغه قشر د هراړخیزې بشري مرستې او لاسنیوي مستحق دي.

د اسلامي امارت  اړوندارګانونه په خپلو کې سره په بشپړه همغږي کې معلولینو او یتیمانو د لاسنیوي ترڅنګ هغوی ته د دیني او عصري زده کړو زمینې په برابر تر یوه حده کارکړی او لاهم په دې موخه هڅې روانې دی، البته اړینه ده چې د اسلامي امارت اړوند مسئول ارګانونه باید معلولینو او ددې برخې نورو مستحقوکسانو ته له توپیر پرته لازمې مرستې ورسوي او دهغوئ وړتیاوو ته په پام دې ورته د کاري فرصتونو پر برابرولو کې هم فکر وشي.

دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې په هېواد د موجودو یتیمانو، کوندو او معلولینو سره د امداد، مرستې او لاسنیوي په اړوند، همداشان د زده کړې او کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې لومړی خو د حکومت د اړوندو ارګانونو مسوولیت دی او ددې ترڅنګ دهېواد ملي سوداګر، خیریه بنسټونه او… هم د اسلامي اخوت، هېواد پالنې، انسان پالنې او بشرپالنې له مخې مسړولیت لري چې له یتیمانو، کونډو، معلولینو او په ټوله کې د هېواد اړمنو خلکو سره بشري مرستو او لاسنیوي ته ور ودانګي، دغه راز اړینه ده چې په ټولنیز بهیر کې هم د انساني کرامت له مخې ددغه متضرره قشرلاس نیوی او درناوی باید شي، ځکه په ټوله کې که نظر واچول شي دغه هېواد پاله وګړو په یو ډول نه یوډول په جګړه یېز بهیر کې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي اومعلول شویدي، دغه راز د یتمیانو پلرونو او د کونډو میړونو هم په دغه هېواد کې وینې تویې کړي او شهیدان شویدي، بناً په هراړخیز ډول د دوئ د حقه حقوقو مصونیت د دولت مسئولیت او ددوئ د شخصیت درناوی د ټولنې په نورو وګړو هم لازمي دی، ځکه معلولینو خو دهېواد او هېوادوالو د دفاع او ساتنې په لاره کې یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي اومعلول شویدي، البته په ډیری خواشیني سره باید ووایو چې په ګران افغانستان کې د تیروکابو څه باندې څلورو لسیزو پرله پسی د پردیو له لورې تپل شوې جگړی دوام نه یوازی زموږ د هېواد مادي او معنوي شتمنۍ په سرو لمبو کې سوځولي او مظلومو افغانانو ته یې ډیرې ناخوالې په میراث پریښي دي، بلکې د همدغې جگړی د ناخوالو له امله ډیرې پتمنې افغانې ښځې کونډې شوي، گڼ شمیر گلالي ماشومان له پلارني خوږې او سپیڅلې مینې څخه بې برخې او یتیمان شوي او دغه راز په زیاته کچه پتمن هېوادوال مو هم معلول شویدي چې ورځنی ژوند یې له ځوریدونکې رنځ سره مخامخ دی، بنآ نن باید ډیر کوښښ وشي چې له هر ډول توپیر پرته ددوئ د کورنیو راتلونکې په پام کې ونیول شي، یعنې د هغوئ لاسنیوی دې وشي او په هر اړخیزه توگه دې بشرپاله مرستې ورسره وشي او هم دې له وړتیاوو سره سم کاري فرصتونه او زمینې دوئ ته برابرې شي تر هغه چې د ژوند په ورځني بهیر کې دوئ له هرراز بدمرغیو، کړاوونو او ستونزو څه وژغورل شي او د ټولنې د نورو وگړو په څیر تل دوئ ته هم د آرامه، هوسا، پتمن او آبرومندانه ژوند د پرمخ بیولو زمینه په تلپاتې ډول مساعده شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *