اجتماعی

د تاریخ په اوږدو کې د کوه نورد الماس سرګردانه برخلیک

الماس ترټولوجواهراتوګران بیه غمی دی اونه یوازې داچې ارزښتونه پرې ټاکل کېږي اوساتل کېږي بلکې د صنعت په مختلفوبرخوکې د خپل کلکوالي له امله ډېرکارونه هم ترې اخیستل کېږي .

الماس ترټولوجواهراتوګران بیه غمی دی اونه یوازې داچې ارزښتونه پرې ټاکل کېږي اوساتل کېږي بلکې د صنعت په مختلفوبرخوکې د خپل کلکوالي له امله ډېرکارونه هم ترې اخیستل کېږي .

دا روښانه ده چې ارزښتونوتل په جواهراتوټا کل کیږې اود هرملک د کاغذې نوټونوبا نکې پیشتوانه همدا قیمتي جواهرت لکه الماس ، طلا، ورپسې صنعتې تولیدات اوکرنیزمحصولات دي خوترټولوډیر ارزښت په طلا اوجواهراتوټاکل کیږې ځکه تولیدات اومحصولات کله کله له زیان او انقراض سره مخ کېږي خو جواهرات تل پرخپل ځای موجود وي ، په جواهراتوکې ډیروړوکې غمۍ ډیره لوړه بیه لرې او آن داسې غمې هم شته چې د جسامت او وزن له لحاظه ډیر کو چنې خوبیه یې له طلا نه په سل هاووځله لوړه وی چې یو له دې غمیونه الماس دي  چې ترکیب له خالص کاربن نه دی اوزیاتره په بلورې شکل خوکله بې رنګه ، کله په شنه ، آبې ، سره اوتوررنګ په کانونوکې پيدا کیږې  .

د کوه نورپه الماس زموږ خبره را تکیه ده چې د تاریخ په اوږدوکې له کوم سرګردانه برخلیک سره مخ شوی او اوس چېرې دی ؟

پنځه زره کلونه وړاندې دهند یونامتو پهلوان چې د سوریا دلوي معبد څښتن اوساتونکې ؤ، یوجا دویي غمی درلود دا غمی یې ددغه معبد په ځانګړې برخه کې په خاص احترام اواهتمام ځای په ځای کړی و ، ګڼ پوښونه پرې غوړولې ول، د عبادت په خا صوورځوکې به ګڼ عبادت کونکې را ټول شول په ځانګړیوځایونوکې به د غمي د لیدلوپه انتظارکښیناستل ، له غمې نه به وروپه خاصومراسموپوښونه لیرې شول ، پړکا به شوه ، رڼا به شوه اوټول خلک به حیران شول ، دمعبد داغمۍ دویته یوه خدایي معجزه ښکارېده چې دغه معبد ته یې یوه خاصه ښکلا اوسپیڅلتیا هم وربخښلې وه اوپه ټاکلې وخت به د خلکوبهیردغه معبد ته را مات ؤ.

دغه غمی ته ، چې معجزه آسا بڼه یې درلوده ٬ هرچا درناوی اواحترام درلود د هیچا عقیدې اجازه نه ورکوله چې دغه درانه غمې ته په سپک نظروګورې .

دې غونډوته څوځلې یوځیرک اوزړه ور(غل) هم را غۍ غل زړه نا زړه ؤ ، آخریې پریکړه وکړه  هرڅه چې کیږې داغمی به غلا کوي ، ډیرې لارې چارې یې وسنجولې اوډیرې شپې یې رو ڼې کړې اوپه پای کې یوه شپه پرمعبد وروا وښت ٬ کولپونه یې مات کړل ورونه یې پرا نستل او ددغه غمې په غلا کولوبریالۍ شوپهلوان چې سهار معبد ته را غی غمی د تل لپاره له معبد نه وړل شوې و هرڅومره لټه یې چې وکړه ٬ نتیجه پرې مرتبه نشوه غمی د معبد ؟! له غیږې نه بیل شو .

دا د زرګونوکلونو پخوانۍ غمی اوس د کوه نورپه نامه بلل کیږې له معبد نه ترغلا کیدو ورو سته ډیر وخت د غلوپه لاس کې پاته شواوبیا یې د هندوستان د با چایانوپه خزانو سرورد ننه کړ، د با چاهانو د تاجونو زینت شو  اوددوی د خزانو ښکلا ،  له یوه باچا وروسته به بل ته په میراث پاته کېده اوله بل نه بل ته ، دا غمی یویشت سوه کاله وړاندې د هند (اوبه این ) نومې را جا په واک ؤ او شاهې خزانه یې پرې ښکلې وه ، له ده ورو سته په ده پسې را غلیو با چاها نوته پاته شو .

د کوه نور الماس بیا ورو سته د هند په شمال لوید یځ کې د مالوه کورنۍ پاچا ته ورسید او د شاهي خزانې ښکلا یې پرې زیاته کړه .

په څلورمه هجرې پیړۍ کې چې لودیان په هند کې خپلواکۍ ته ورسیدل  دکوه نورغمی هم له هندې با چایانو نه دوي ته په میراث پاتې شو او د سوریانو ترسقوط ورو سته دا قیمتې غمی د ظهیرالدین محمد با بر په مشرې د هند د مغو لې با چاها نو خزانې ته ورسېد او ددوي تاجونه یې وځلول اوورڼول ، له  ظهیرالدین محمد با بر ورو سته دا غمی همایون ته ورسید او له ده نه جلال الدین اکبرته پاته شو، له هغه وروسته شا عالم ته ورسید ، بیا د جهاندارشاه لاس ته ور غۍ او تر ده ورو سته محمد شاه ګورګانې ددې غمې خا وند شو،  ده له دې غمې سره ډیره مینه وښوده تل به یی له ځان سره ګرځاوه او کله به یې په خپله ځانګړې صندوقچه کې خوندې کاوه کله چې په ۱۱۵۲ هجرې قمرې کال ایرانې نادر افشارپه هند حمله وکړه ، لاهوراوډیلې یې ونیول نومحمد شاه له دې ویرې چې دا غمی د نادر افشار په لاس ورنشې هغه یې په خپل دستارکې پټ کیښود اوله خپل ځان سره به یې ګرځاوه خود ده یوې مینځې د نادرافشارمنشې ته خبرورکړ .

کله چې نادرافشارد لاهوراوډهلی له عام وژنې نه فارغ شو اودو لت ورته تسلیم شو،  نود هند له با چا محمد شا سره یې د رو غې یو مجلس جوړکړاویوه ورځ په یوه دو ستانه مجلس کې سره نا ست وه او په خپل قومې یوالې یې ویاړکاوه ، نود نادرافشارمنشې میرزا محمد مهدې له نادرافشارنه وغو ښتل : که اجازه را کړئ زه غواړم ددواړو لویوترکي شا هانوترمنځ سوغاتونه بدل کړم او په دې سره یې هیله وکړه چې د نادرافشار پرغمیو ډکه پسوللې خولۍ د محمد شاه پرسرکیږدی اود محمد شا ه ساده دستارد نادرافشار ته ورپه سر کړې او په دې توګه د زړو با چاهانو دود را نوی کړې .

دواړو با چاهانو څه ونه ویل ٬ خو په دې ادلون بدلون کې د کوه نورالماس د محمد شا له دستاره د نادر افشار سرته ولیږدول شو او په دې مهارت یې دا مهم الماس چې محمد شا ته ډیر ګران ؤ،  وا خیست او له هند نه ایران ته د نادر افشار په لاس را ولیږدول شو  .

کله چې نادرافشارله هندوستان نه په را ستنیدو کې د ایران د خراسان په خبوشان کې د خپلو سا تونکیو لخوا ووژل شو اویا غیانوغوښتل نا موس یې تار په تارکړې ، سرداراحمد خان چې دا وخت د قندهارې عسکروقو ماندان ؤ ٬ له پیښې نه خبر شو د یوه افغان په تو ګه یې له خپلو عسکرو سره د نادرشاه د حرم اونا موس خوندي وسا ته او له تیرې یې وژغورل ، دنادر مېرمنې سبا سهار د احمد شا ابدالې ددې میړانې په بدل کې د کوه نورالماس او ورسره ډیرنور جواهرات د سوغات په توګه ورکړل او په عین حال دا یو تجربه شوې فال هم ؤ چې ددې الماس خاوند به دواکمنې تاج په سر ږدې ، نو له همدې ورځې نه دده د با چا کېدلو هیلې هم را پیدا شوې اوډیرژرسردار احمد خان د احمد شا ابدالې په نامه د ایران ـ افغانستان او هندوستان ستر واکمن شو .

احمد شا بابا د خپل ټول اوږده حکومت په دوران کې د کوه نورالماس د افغانستان په شا هې خزانه کې خوندې وساته او څرنګه چې ده شا هانه فیشنونه نه خوښول نوهیڅکله یې په خپل دستاریا بازوبند دا الماس ونه ټومبه.

د احمد شاه بابا تر مړینې ورو سته کوه نور د لنډ وخت لپاره دده له کشر زوي

سلیمان شاه سره چې څه وخت با چا ؤ پاته شو خو تیمورشا درانې دواک له نیولو سره لو مړی له خپل ورور نه کوه نوراونوردو لتې جواهرات ترلاسه کړل  کوه نور یې هم پر ښې مټ وتاړه او پخپله ټوله دوه ویشت کلنه دوره کې کوه نورله خپل ځان سره سا تلۍ ؤ او کله چې محمودشاه با چا شو او زمانشا غو ښتل چې پشاورته ولاړ شې ، په ننګرهار کې د عا شق شینوارې په کلا کې محصور شو،  کوه نور ورسره ؤ او هلته یې ددې ویرې چې ددښمن لاس ته ونه لویږې د کلا ددیوال په دروازه کې خښ کړ چې ۱۴ میاشتې په همدې دیوال کې پاته شو د زمانشا د سکه ورور شاه شجاع له با چا کیدو سره عا شق شینوارې ووژل شو ٬ دده کلا ونړول شوه او د کوه نور الماس د شاه شجاع لاس ته ولوید، ده به هم داالماس له خپل ځان سره ګر ځاوه.

د کوه نورالماس دا وخت ۷۹۳ اعشاریه ۸ پر ۳ قیرا طه وزن درلود او تر دې وخته په خپل اصلې شکل پاتې ؤخو شاه شجاع چې له جواهراتو سره یې ډیره مینه درلوده یوه ایتالوې جوهر جوړونکې ته یې وسپاره چې ویې توږې او نوې بڼه ورکړې دا جواهرجوړونکې چې «هورتنزیو بورګ » نومیده په خپل کار کې دومره ماهرنه و او کوه نورالماس یې په خپلو توږلو سره لا پسې بدرنګ کړ او شاه شجاع هم ددې پر ځاي چې د توږلو حق الزحمه یې ورکړې هغه یې یو زر روپۍ جریمه کړ اوکوه نور یې د پخوا په شان له ځان سره وساته خو کله چې یو ځل بیا د شاه محمود له لاسه هند ته وتښتید دا الماس ورسره ؤاو د پنجاب واکمن رنجیت سنګهـ  تراوږدو هڅو وروسته د کوه نورالماس له فرارې شاه شجاع نه تر لاسه کړ او دا قېمتې الماس چې ۹۵ کاله وړاندې ددرانیانو لا س ته لو یدلې ؤ بیرته ددوي له لاسه ووت . د رنجیت سنګهـ تر مړینې ورو سته دا الماس د هغه د زوی هو لیپ سنګه لا س ته ور غۍ  خو بیا کله چې په هند کې د انګریزانو پښې ټینګې شوې اونوریې د سکانو ملا تړ ته اړه نه درلوده ، نو د پنجاب د سیکانو د واکمنۍ لمن یې ور ټوله کړه او د نورو شتمنیو په لړ کې یې د کوه نور الماس هم له سیکانو وا خیست ٬ لندن ته یې یوړ او شاهې خزانه کې یې ځاي ورکړ او د ملکې په تاج کې یې ځای پر ځا ی کړ . د کوه نور الماس او س هم د انګریزانو په دو لتې خزانه کې خوندې دي انګریزانو ۳۵ کاله وړاندې غو ښتل چې د کوه نور الماس د یوه لیلام په ترڅ کې وپلوري اوبیه یې خپله دولتې خزانه پیاوړې کړې ، خوترلیلام وړاندې په افغانستان اوهند کې ځینو خلکو ددې الماس په خرڅولو احتجاج وکړ اوخپل ملکیت یې وګانه، اوس هم دغه الماس له انګریزانوسره دی له هند نه دهند رازرازحکومتونه په لاس یو بل ته لیږدید لې دي خو افغانانو ته د میړانې په بدل کې د سوغات په تو ګه رسیدلې او ترهغه وروسته سیکانو اوانګریزانو بیا لو ټلې دی ، چې دعوه لا پرځای ده، افغانان یې ځان قانونې مالکان بو لې  وګورو انګریزان  چې دو لتې خزا نې او آر شیفونه یې د ملتونو په   غصب شویو مالونو او اسنادو ډک دی دې دعوا ته څه ځواب ورکوي؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *