سیاسی

د ترکیې سفیر: له افغانانو سره همکارۍ ته چمتو یو

په افغانستان کې د ترکیې نوي سفیر سینک اونال پرون (دوشنبه) په یوه پروګرام کې وویل چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول همکارۍ او نظر ته چمتو دی.

په افغانستان کې د ترکیې نوي سفیر سینک اونال پرون (دوشنبه) په یوه پروګرام کې وویل چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول همکارۍ او نظر ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د ترکيې د ملي ازموينو د ادارې يو پلاوى د افغان محصلينو لپاره د کانکور د ازموينې د اخيستلو د سيستم د عصري کولو په موخه کابل ته راغلى، څو د دغه سيستم په بدلولو کار وکړي.

ښاغلي اونل په دې خپرونه کې وویل: موږ له افغانانو سره په هر سکتور کې همکارۍ ته چمتو یو او دا ارزښت ورکوو چې افغانستان نه یوازې په یوه سکتور کې بلکې په ټولو برخو کې پیاوړې اړیکې او پرمختګونه لري. موږ د ظرفیت لوړولو ته ارزښت ورکوو او ډېره تجربه لرو.”

له بلې خوا د ازموینو د ملي ادارې مشر وايي چې ترکیه کولی شي د یوې پیاوړې ادارې په رامنځته کولو کې چې د ازموینو نوي سیستمونه ولري، مرسته وکړي.د ملي ازموينو د ادارې مشر عبدالباقي حقانی وويل: ترکيه بايد په هره برخه کې د خپلو همکاريو سيستم په  ځانګړي ډول په تعليمي برخه کې وساتي.

د ترکیې د اوسیمې ادارې مشر په دې پروګرام کې وویل چې په هغه نوی سیسټم چې کار پرې روان دی غوره اسانتیاوې لري.

د اوسیم دفتر مشرې هیلیس ایګون چې کابل ته راغلی وویل: په ترکیه کې زموږ لپاره تر ټولو لویه ازموینه د کانکور ازموینه ده، چې هر کال شاوخوا درې میلیونه د ښوونځیو فارغان په کې ګډون کوي او هر کال پنځوس زره نوې پوښتنې ورته پیدا کیږي. . موږ چمتو یو چې د دې ادارې له مسوولینو سره د ازموینو د سیستم د سمون او د ملي ازموینو د څانګې د پیاوړتیا په برخه کې کار وکړو او خپلې تجربې له هغوی سره شریکې کړو.»

تر دې وړاندې د ملي ازموينو د رياست مشر ويلي و، چې دغه رياست په دې لټه کې دى، چې د کانکور ازموينې په سيستم کې بدلون راولي، څو د کانکور ازموينې پروسه لا شفافه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *