سیاسی

فلسطين؛ تمدني کشاله او د لېبرالېسم ونډه!

وحيدالله مصلح په کشمکش کې بېلابېل لوري وي او کله چې ته په کې لوری يې نو طبعاً به د مخالف لوري پر تنقيد صرفه نه کوې، د تمدنونو د کشمکش په وروستيو لسيزو کې دوه تمدني ټکرونه په مد او جزر کې دي؛ غربي او اسلامي، د شوروي تر سقوط وروسته د ناټو د پاتې کېدو او بقا لپاره بايد منطق موجود وای، دوی دا منطق په اسلامي تمدني حوزه کې وکتلو او دې لپاره يې د تندلارو/ترهګرو، سنتپالو او منځلارو وېش ته وده ورکړه. په دې حساب تر شوروي وروسته دوه لوی لوري رامنځته شول، دا لوري يو اسلامي تمدني حوزه وه او بل لبرال غرب و، زه اسلامي تمدني حوزه ځکه وايم چې دلته لکه د غرب کوم دولتي کيان نه شته، خو د اسلامي تمدني حوزې په مقابل کې ځواک دی، دولتونه دي او حتی د اسلامي حوزې حکومتونه هم د دې حوزې هغه خوړونکي ښاماران دي چې غربي تمدن را ايله کړي دي.

وحيدالله مصلح

په کشمکش کې بېلابېل لوري وي او کله چې ته په کې لوری يې نو طبعاً به د مخالف لوري پر تنقيد صرفه نه کوې، د تمدنونو د کشمکش په وروستيو لسيزو کې دوه تمدني ټکرونه په مد او جزر کې دي؛ غربي او اسلامي، د شوروي تر سقوط وروسته د ناټو د پاتې کېدو او بقا لپاره بايد منطق موجود وای، دوی دا منطق په اسلامي تمدني حوزه کې وکتلو او دې لپاره يې د تندلارو/ترهګرو، سنتپالو او منځلارو وېش ته وده ورکړه. په دې حساب تر شوروي وروسته دوه لوی لوري رامنځته شول، دا لوري يو اسلامي تمدني حوزه وه او بل لبرال غرب و، زه اسلامي تمدني حوزه ځکه وايم چې دلته لکه د غرب کوم دولتي کيان نه شته، خو د اسلامي تمدني حوزې په مقابل کې ځواک دی، دولتونه دي او حتی د اسلامي حوزې حکومتونه هم د دې حوزې هغه خوړونکي ښاماران دي چې غربي تمدن را ايله کړي دي.

کله چې مونږ د غزې په روان بې توازنه جنګ کې لېبرالېسم تنقيدوو دا يو داسې بحث دی چې لېبرالېسم دلته د ظلم او بربريت له دريځه درېدلی، البته لېبرالېسم د خپلو ارزښتونو له اړخه تنقيدول جلا مبحث دی او هلته يې پر ښو او نيمګړتياو بحث کېدلای شي، خو د غزې او فلسطين په شخړه کې چې څه مهم دي هغه د لېبرالېسم د مالکانو دوه ګونی برخورد دی، تاسو بايد دا وګورئ چې په غزه کې د يو انسان قېمت له يوه غربي انسان نه څومره توپير لري، د دوی د حقونو په اړه هم دغسې واټن شته، نو د لېبرالېسم دا دوه ګونی تعامل د هغوی د پټې اجنډا ښکاره شاخصونه دي هغه چې دوی په کې د تمدني ټکر وحشي رويه اختيار کړې ده.

د تمدني بحث په ترڅ کې په دې خبره کېدای شي چې غربي مدنيت نړۍ ته کومې ښېګڼې ورکړي او کومې يې ترې اخېستي، په تمدني بحثونو کې دا مهمه ده چې د يو مدنيت لاسته راوړنې وګڼل شي، خو په غزه کې په يوې سترې او نامتوازنې جګړې کې د يو مدنيت د وژونکې ونډې خبره ده، دلته دوه تمدني تقابلونه دي، يو يې د خپل هويت، حقونو او جغرافيې د دفاع جګړه کوي او بل لګيا دی له اروپا او غرب نه دلته بېګانه پر پردۍ زمکې انسټالوي، د نورو خلکو پر ژوند لوبې کوي، بمونه پرې غورځوي، کورونه يې ړنګوي، ښځې يې وژني، کوچنيان يې وژني او زمکې يې اشغالوي، دغه بېرحمه دښمن د نړيوال لېبرالېسم په حمايت کې حتی د غزې پر ولسي روغتونونو بمونه غورځوي، برېښنا پرې قطع کوي، درمل پرې بندوي او په پای کې چې روغتون بمبارد شي نو د کوڅو سپي مطهر جسدونه خوري، په غزه کې د جګړې او وژنې دا مدنيت غربي لبرال نظام دی، بس دلته د وحشت او مظلوميت جګړه ده، او اسلامي حوزه خپل مظلوميت ګټي.

غزه لومړۍ او وروستۍ سيمه نه ده خو د غزې شخړه تازه ده او د خلکو د فوکس لاندې ده، نو ځکه دلته بايد د لېبرالېسم ماهيت او ارزښتونه چېلنج شي. که نه تر غزې مخکې ټول منځنى ختيز په لېبرال طراحۍ کې ړنګ شوى او لا هم د اور دغه سيمه سړه شوې نه ده.

تاريخي کشاله او د لېبرالېسم ونډه!

د فلسطين قضيه خپل تاريخي شاليد لري، په دې تاريخي شاليد کې کله چې فلسطين د انګليس تر قيموميت لاندې وو، صهیونېستانو طرحه جوړه کړه او انګليس ورته په خپل قيموميت کې د فلسطينيانو زمکې ورکولې، له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته لېبرال ځواکونو د زرګونو کلونو پخواني بې ځايه شوي يهودان له شرقي اروپا راټول کړل، اساساً دغه يهودان په نسبي لحاظ هغه يهودان هم نه وو چې زرګونه کلونه مخکې له فلسطين نه تللي وو.

د فلسطين تاريخي شاليد له لرې تاريخ نه تر دې دمه د فلسطيني ولس تاريخ دی، دې ولس په تاريخي لحاظ په هيڅ جګړه، هيڅ فتحه او هيڅ ماته کې فلسطين نه دی پرېښی، دا خو ییود وو چې په هره شخړه او هره تجارتي هڅه کې يې فلسطين پرېښی، دا نن چې په غزه کې پر مسلمانانو کورونه ړنګېږي او دوی ترې نه ووځي دا د همدې تاريخي شاليد تسلسل او د خاورې د مالکيت دعوه ده.

په فلسطين کې د جګړې معاصر محرکات ټول د برېتانوي قيموميت نه راشروع شوي او په بېلابېلو مرحلو کې د غربي لېبرال قوتونو په حمايه کې اوسنۍ اشغالي مرحلې ته رسېدلي. په فلسطين کې شخړه داسې ده چې فلسطين په کې د تمدنونو د ټکر محراق ګرځېدلی، په دې محراق کې اسرائيل تنها نه دی، د لېبرالېسم مالک غرب اسرائيل په هره جګړه، هره مذاکره، هره معاهده، هره ډيپلوماسۍ او هر ډګر کې حمايه کوي.

لېبرال غرب په اکثريت نه بلکه په اتفاق سره د اسرائيل حمايتګر دی. نو د فلسطين په قضيه کې تعميم اصلاً نه شته، او يوازې غزه هم نه ده، افغانستان، عراق، ليبيا، يمن، سوريه او ټول منځنی ختيز د ليبرال غرب د خوني مداخلو سيمې دي، اوکراين هم پرې سرباري بربادي ده… دا ټول کشمکش زموږ مخې ته پروت دی او ګورو يې.

غزې او په مجموع کې فلسطين ته تر زرګونو کلونو وروسته د يهودو په نوم مذهبي جنون راواردولو ريښه په سويس کې د صهيونيستي پروټوکولونو او مجلسونو پټو سندونو ته ورځي او په همدې پټو سندونو کې دغه د يهودو د غير قانوني مېشتېدنو معما پرته ده، لېبرالېسم ولې دا معما نوره هم پېچلې کوي؟ په داسې حال کې چې اصولاً د لېبرالېسم ارزښتونه بايد تر مذهبي شناختونو پورته د وګړو پر فردي حقونو راوڅرخي، خو دلته لېبرالېسم د وګړو تر منځ په ارزښتي بسته کې شوړې وهي او د يو جارح او قاتل ټبر په خوا کې د نورو انسانانو حقونه ترې تروړي.

د فلسطين او اشغال شوي فلسطين قضيې پېچلې دي او دا پېچلتيا د غربي قطب په صه-يونېستي لېبرالېسم او اسرائيل لابي شبکو کې لاپسې پېچلې کېږي، نو ځکه خو دا پېچلی حالت له لېبرالېسم سره غوټه خوري او ايډيالوژيکي سپڼسۍ د دې غوټې تارونه دي. که مو په ياد وي په روانه شخړه کې چې کله بايډن اشغال شوي فلسطين ته راغی نو نيتنياهو سره يې په خبرو کې وويل چې دا يهودي دولت دی خو ډيموکراټيک هم دی. په هر صورت که لېبرالېسم په يوه مذهبي دولت کې سېټ کېدای شي نو دا هم د سوچ خبره ده او ډېر مسايل به ورسره نور هم پېچلي او يا ډاګيز او د درک له پلوه اسانه شي.

د غزې په روانه شخړه کې د لېبرالېسم بې خاصيته او مقلد جوړښتونه ډېر کمزوری غږ لري، حتی د ملګرو ملتونو په کچه ستر جوړښت په کې اسرائيل او غربي قطب ته بې وسه دی، نو د دې راښکته سازمانونو حالت په ډېرو زياتو چېغو کې کڼو ته نارې وهل دي.

اسرائيل جنايت کوي، غرب ولې حمايت کوي؟

واقعيت دا دی چې شخړه په تشيال کې نه رامنځته کېږي، همدا خبره د ملګرو ملتونو مشر ګوتيروش هم وکړه هغه چې بيا پرې اس-رائيل په غضب شو او هسې دوی خو په غضب او مغضوبيت کې پخوانی تاريخ لري، دا مونږ او تاسو چې هر مانځه کې (غير المغضوب عليهم) وايو نو له دې هدف همدا طايفه ده چې د خدای په غضب ککړه شوې.

شخړه په ګراونډ ده او شخړه هم ډېره واضح ده، لومړی خو لبرال صهيونېسټان په دې باور دي چې په دې زمکه تر هغه مسيح عليه السلام نه راکېوزي چې دلته د يهودو بيا راستنېدنه او سلطه رامنځته نه شي، که نه د مسيحيانو او يهودانو شخړه د يهودو او مسلمانانو په نسبت ډېره ژوره او وژونکې ده، دا چې موږ وايو چې لېبرال مکتب د ښکاره مخ تر شا نور مخونه شته هغه په همدې پټو ديني او تمدني موخو کې ده.

دويم دا چې دوی دلته سليماني هيکل لټوي او دې لپاره يې د ټولو ديني او اخلاقي نورمونو خلاف په پټه د بيت المقدس لاندې زمکه کيندلې خو لا يې هم هغه هيکل نه دی پيدا کړی، نوموړی هيکل څو زره کاله مخکې بخت نصر ويجاړ کړی، خو صهيونېستان يې لا هم لټوي.

په فلسطين کې د لېبرال صهيونېستانو دريم تمدني تمځای دا دی چې دوی په دې باور دي چې دلته به ستره جګړه کېږي. دا د پروتېستانت مسيحيانو تصور دی او په غرب کې دغه پروتېستانت حاکم سوچ دی، که فکر وکړئ نو په امريکا کې جمهوري پالي او ډيموکراټان دواړه د اسرائيل په حمايت کې يو له بله سره تل توافق لري او په دې اړه اسرائيل ضد هره بيرونۍ مداخله د دوی لپاره سره کرښه ده.

اشغال او د مبارزې بڼه!

راځئ لرې تاريخ ته نه ځو، له همدې ۱۹۴۷ نومبر وېش کې به ايسار شو، په فلسطين کې ملګرو ملتونو د دوه هېوادونو طرحه ومنله، وروسته چې بيا اسرائيلي دولت د فلسطين څومره سيمې نيولي دي ملګرو ملتونو دغو سيمو ته اشغال شوې سيمې ويلي دي، او له اسرائيل غواړي چې ژر تر ژره له دې سيمو ووځي. په لسګونو مذاکرات وشول، د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره سره اسرائيل تيار نه دي چې دغه اشغال شوې سيمې پرېږدي، نو د يو ملت په توګه فلسطينيان بايد څه وکړي؟ ايا اشغال پر مدني حرکتونو ووځي؟ د مدني حرکت يوه بېلګه همدا کال دوه مخکې و، د فلسطين کډوالو خپلو سيمو ته تګ غوښته او په تشو لاسونو يوازې دغو لويو دېوالونو ته ورتلل، خو اسرائيل پرې ډزې کولې او په لسګونو يې شهیدان کر.

يا داسې اشغال چې له نيل نه تر فراته دعوه لري هغه به د مدني غږ په زير و بم کې ووځي؟ واقعيت دا دی چې اشغال پر زور ووځي، او يو ملت حق لري چې د خپلو زمکو د بيا اعادې او بيا تر لاسه کولو لپاره خپل ټول ظرفيتونه او ځواکونه بسيج کړي، دا د فلسطيني ولس حق دی او په دې حق کې دا مهال حماس ولس توجيه او رهبري کوي. نو ځکه بايد د فلسطيني ملت له ازادي غوښتنې او د خپلې خاورې د ترلاسه کولو مبارزې نه دفاع وشي او دا دفاع د ازادۍ په ارزښتونو کې د توجېه وړ ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *