افغانستان

د اترا ادارې مشرتابه د انټرنیټ په نړیوال کنفرانس (WIC) کې ګډون وکړ

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم  د روان ۲۰۲۳ کال د نوامبر په ۸ نیټه د یو پلاوي په مشرئ د انټرنیټ نړیوال کنفرانس (WIC) د ګډون لپاره د چین هیواد ته سفر وکړ.

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم  د روان ۲۰۲۳ کال د نوامبر په ۸ نیټه د یو پلاوي په مشرئ د انټرنیټ نړیوال کنفرانس (WIC) د ګډون لپاره د چین هیواد ته سفر وکړ.

د انټرنیټ نړیوال کنفرانس (WIC-2023)     « د ټول شموله او انعطاف وړ ډیجیټل نړۍ رامینځته کول چې د ټولو لپاره ګټور وي، په سایبري فضاء کې د ګډ راتلونکي سره د ټولنې رامینځته کول»  تر شعار لاندې  د چین هېواد د ژي جيانګ ولايت په ووژان ښار کې د سرمشریزې د لسمې کلیزې په پار جوړ شوی و.

دا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې د انټرنیټ پراختیا اداره کولو او د نړیوالې انټرنیټ ټولنې لپاره د پرمختللي ډیالوګ پلیټ فارم رامنځ ته کولو لپاره ځانګړی شوی دی، چې په کال کې یوځل دایریږي او سږ کال د افغانستان په استازیتوب د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سیدبرات شاه آغا ندیم، د اترا ادارې تخنیکي مرستیال او افغان ټیليکام مرستیال په یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.

د غونډې په جریان کې 20 فرعي فورمونه ترسره شول، چې د نړیوال پراختیا نوښت څخه نیولې تر د ډیجیټل کولو او زرغونې پراختیا، مصنوعي ځیرکتیا، انترنتي شبکو، سایبري امنیت، د معلوماتو حکومتولۍ، د ډیجیټلي بې وزلۍ کمول، او د سایبر په فضا کې د کوچنیانو ساتنه او د انټرنیټ پراخ کارول او همدارنګه د نړیوال انټرنیټ ساینس او ټیکنالوجۍ نندارتون پرانیستل موضوعات پکې شامل وو.

د یادولو وړ ده چې د  انټرنیټ نړیوال کنفرانس (WIC) د یو نړیوال سازمان په توګه د 2022 کال د جولای په 12 نیټه تاسیس شو چې مرکزي دفتر یې د چین په بیجینګ کې دی. دا سازمان د مخابراتو نړیوالې ادارې (GSMA) ، د کمپیوټر ملي شبکې د بیړني غبرګون تخنیکي ټیم / د چین د همغږئ مرکز (CNCERT)، د چین د انټرنیټ شبکې معلوماتي مرکز (CNNIC)، علی بابا ګروپ، Tencent او Zhijiang لابراتوار لخوا په ګډه تاسیس او رامنځ ته شوی دی . دا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې د انټرنیټ پراختیا اداره کولو او د نړیوالې انټرنیټ ټولنې لپاره د پرمختللي ډیالوګ پلیټ فارم  لپاره ځانګړی شوی دی. په ټوله کې د نړۍ په شپږو لويو وچو کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو ۱۱۰ موسسې، سازمانونه، شرکتونه او اشخاص په دې نړيوال سازمان کې شامل شوي دي.

سږ کال د نړیوال انټرنیټ کنفرانس د WIC په چوکاټ کې د افتخاري سرلیکونو د ورکړې او د ځوانانو نړیوالي رهبرۍ برنامې د پرانیستلو شا هد وو. په دغه کنفرانس کې د ۱۷۲ هېوادونو او سیمو څخه نږدې ۱۲ زره ګډونوالو برخه اخیستې ده. د انټرنیټ نړیوال کنفرانس WIC) ) د روان 2023 کال د نومبر په 8 پیل او د 2023 کال د نومبر په 10 نېټه پای ته ورسید.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *