د امریکا ولسمشر جو بایډن دا خبره رد کړه چې ګنې د امریکا متحد ایالتونه له جنوبي کوریا سره د ګډې اټومي مانورې په اړه خبرې کوي.پرون د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول له چوسان ایلیو ورځپاڼې سره مرکه کې وویل، له امریکا سره د یوې ګډې پوځي مانورې د کولو پر امکان په خبرو بوخت دی. هغه همدا راز ویلي چې په دې مانوره کې به د اټومي وسایلو په شمول له راز راز جنګي وسلو څخه کار واخیستل شي. ده د دې مانورې موخه د مخنیوونکو اقداماتو پیاوړتیا بللې ده. خو د یون د مرکې له خپرېدو وروسته پرون خبریالانو په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بایډن څخه د دې موضوع په اړه پوښتنه وکړه، ده په ځواب کې وویل، چې په دې اړه له جنوبي کوریا سره خبرې نه دي شوي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن