افغانستان

د امیرالمؤمنین په فرمان د ټولو دولتي شرکتونو خپلواکه اداره جوړه شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره یوه خپلواکه اداره جوړېږي، چې وکولی شي د ټولو دولتي شرکتونو چارې په ښه ډول ترتیب او تنظیم کړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره یوه خپلواکه اداره جوړېږي، چې وکولی شي د ټولو دولتي شرکتونو چارې په ښه ډول ترتیب او تنظیم کړي.

په همدې موخه د دولتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه غونډه رابللې وه، چې د ریاست الوزارء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون پکې کړی و.

ملا عبدالغني برادر غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې دولتي شرکتونه تر یوې ادارې لاندې راټولول د امیرالمؤمنین یو مدبرانه تصمیم دی خو پکار ده، چې د مدیریت او رهبریت لپاره یې وړ کس وټاکل شي.

د هغه په وینا، دولتي شرکتونه د خصوصي سکټور سره د سالم رقابت، د احتکار د مخنیوي، د سالمو خدماتو وړاندې کولو او د حکومت له مالي بودیجې سره د مرستې په موخه رامنځ ته کېږي او زیاته یې کړه: «د افغانستان دولتي شرکتونه تر ننه د یادو موخو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلي دي. چې عمده لامل یې د اشخاصو له لوري د اجرایوي او رهبرۍ چارو پر مخ وړل و».

د دولتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي مشر احمد جان بلال وویل، چې د دولتي شرکتونو سمون او ښه مدیریت، د ملي عوایدو لوړول او په بازار کې د انحصار او احتکار مخنیوی، د نوې خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو بنسټیزې موخې بلل شوي دي.

بلال دغه راز زیاته کړه، چې د امیرالمؤمنین په فرمان کې د امارتي شرکتونو رهبري پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په شپږو میاشتو کې رامنځته کېدونکې ادارې ته د ټولو دولتي شرکتونو د لېږد زمینه برابره کړي.

هغه وویل:« د دغې ادارې لپاره په راغلیو لارښوونو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د شرکتونو سکتوري کول، په اداري جوړښت، تشکیلاتو، صلاحیتونو، مسئولیتونو، بشري سرچینو او نورو اړینو برخو کې کار کول دي».

د نوموړي په وینا، د نوې جوړېدونکې ادارې لپاره په کاري برخو کې د کړنلارو جوړول او ټولو دولتي شرکتونو ته د عصري ځواب ویونکو عصري مالي او نورو سیسټمونو برابرول هم شامل دي.

ښاغلي بلال دا هم وویل، چې تر دامهاله د دولتي شرکتونو لپاره یو بشپړ قانون نشته چې د دوی ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي خو په وینا یې، تر دې وروسته به دغه شرکتونه یو قانون ولري او ټولې چارې به یې د یوه مرکز له لوري مدیریت کېږي.

د هغه په باور، تر یو چتر لاندې د شرکتونو راټولول به، چې له دې وړاندې پاشلي او له مختلفو ادارو سره وو، په کار کې مثبت بدلون راولي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې ادارې په ایجاد سره به په بازار کې سالم رقابت رامنځ ته او د انحصار او احتکار مخه به ونیول شي، چې په دې سره به ولس ته غوره خدمات وړاندې او هم به د توکو په کیفیت کې ښه والی راشي.

بلال واک ته د اسلامي امارت له راتګ وړاندې د دولتي تصدیو په اړه په څرګندو ټکو وویل، چې د اشغال په تېرو دوه لسیزو کې د تصدیو او شرکتونو ډېری جایدادونه د زورواکو له لوري غصب شول او د وخت واکمنو د ځینې دولتي سهامي تصدیو او شرکتونو ملکیتونه د خپلو انتخاباتي کمپاینونو لپاره په غیر قانوني ډول بلا عوضه ځينو اشخاصو ته ووېشل، چې دولتي شرکتونو او تصدیو ته یې سخت زیان واړاوه.

وروسته له هغې چې دولتي تصدۍ په دولتي شرکتونو بدل شول، په ټولیزه توګه د دولتي تصدیو حقوقي شخصیت شرکتونو ته واوخته خو له دې بدلون سره سره ډېری شرکتونو د پخوا په څېر کار کاوه او ویې نشو کولی چې په خپلواکه بڼه د یو شرکت په څېر خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

د ښاغلي بلال په باور، ښايي یو لامل یې د شرکتونو لپاره جوړ شوی قانون د بهرنیو قوانینو کاپي پیسټ و، چې د افغانستان له وضعیت او حالت سره یې سر نه خوړ.

هغه زیاته کړه، چې د یادو شرکتونو د بیا فعالولو، له کاره لوېدلو فابریکو د بیا رغولو او کار ته د چمتو کولو لپاره د یوې خپلواکې ادارې د رامنځ ته کېدو پر سر هوکړه وشوه، چې د ولس، هیواد او نظام لپاره ترې لازمه ګټه پورته شي.

د یادولو وړ ده، چې د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري او د غونډې نورو ویناوالو د ‏دولتي شرکتونو د ښه مدیریت، اغېزمن کار، با کیفیته تولیداتو او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره، تر یوې ادارې لاندې د دولتي شرکتونو د راټولولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه دغه فرمان ګټور وباله.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *