افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان کې دې د افغان کډوالو نیول او ځورول بند کړل شي

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ‹خپلسره نیول او ځورول› بند کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ‹خپلسره نیول او ځورول› بند کړي.

دغه سازمان دا غوښتنه د جون ۲۰مې یا د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسبت رپوټ کې کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي دغه افغانانو پاکستان ته پناه وړې، خو هلته هم خوندي نه دي‌ پاتې.

په رپوټ کې راغلي،‌ چې‌ له دوی ډېر افغانان په عادي‌ ویزو پاکستان ته تللي، هلته یې اوس د کډوالو په توګه د ثبتېدو پروسه پام وړ ټکنۍ ده، او دا چې د ویزو وخت یې اوښتی دی.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیالې مشرې ‹دینوشیکا دیسانایکه› وېيلي: «دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته اړین نړیوال پام نه ور اوړي.»  هغه زیاته کړې چې دغه افغانان اوس له داسې ناممکن وضعیت سره مخامخ دي، چې نه پاکستان کې د پاتې کېدای شي او نه هم بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي.

د اغلې دیسانایکه په وینا «مبهم حقوقي وضعیت او د کډوالۍ یا درېیم هېواد ته د لېږدېدو پېچلو پروسو دوی [افغان کډوال] نور هم زیانګالي‌ کړي‌ دي.»

د بښنې نړیوال سازمان رپوټ‌ کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «یو‌اېن‌ایچ‌سي‌ار» سره د کډوالو په توګه د دغو افغانانو د ثبتېدو او همدا راز د پاکستان حکومت لخوا یې د ویزو د نوي کېدو پروسې ډېر وخت اخلي او دغه ځنډ پاکستاني پولیسو ته دوی ځورول او نورو چارواکو ته له دوی د پیسو شکول اسانه کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي‌ د سند، کراچۍ، پېښور، چمن او کوټې په ګډون یې د پاکستان له لروبر د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورول کېدو ګڼ رپوټونه ترلاسه کړي‌.

دغه سازمان په دې لړ پاکستان کې له یو شمېر مېشتو افغان کډوالو سره مرکې هم کړې.

له دوی د حسن په مستعار نوم افغان پناه غوښتونکي وېیلي پولیسو یې اسلام اباد کې د شپې له مخې کور پلټلی او له شاوخوا ۲۰ نورو افغانانو سره یې یو ځای د پولیسو مرکز ته بیولی دی.

نوموړی وايي «له موږ یې پاسپورتونه او جیبي بکسې واخیستې، څو ځله یې تالاشي کړو. ان هغه کسان یې هم ونیول چې ویزې او پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد یې درلودل.»

حسن وايي د نیول کېدو پر سهار د ۳۰ زره کلدارو ‹جريمې› بدل کې بېرته خوشی شوی، خو پولیسو یې نه نیول کېدو لامل روښانه کړی او نه یې هم د جریمې پاڼه ورکړې ده.

پنځو نورو افغان کډوالو هم د بښنې نړیوال سازمان ته وېیلي چې تر نیول کېدو وروسته ترې د پنځو او ۳۰ زرو کلدارو ترمنځ پیسې اخیستل شوې.

د یادونې ده چې په پاکستان کې افغان سفارت مسوولینو هم د روانې جون میاشتو لومړیو کې تایيد کړه چې پاکستاني امنیتي ادارو په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې لسګونه افغانان نیولي دي.

پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو د بې برخلیکه وضعیت له کبله احتجاجونه هم کړي

پاکستان کې میشت افغانان د اسناد نشتوالي له کبله د سیمکارتونو د موندلو، بانکي حسابونو د پرانیستلو او ان د لنډمهاله وسېدو لپاره د کورونو په کرایه کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیاله مشره دغو ټولو ستونزو ته په اشارې وايي دغه افغان کډوال او پناه غوښتونکي له هره اړخه ستونزه سره لاس ګریوان دي او سملاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

د «یو اېن اېچ سي آر» د مالوماتو له مخې پاکستان کې په ټوله کې له ۳ اعشاریه ۷ میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي، چې له دوی یوازې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه رسماً راجستر شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي د پاکستان له حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ یې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او ځورول کېدو په تړاو غبرګون غوښتی، خو ځواب لا نه دی ورکړ شوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *