سیاسی

اسلام اباد دې افغان کډوال دسیاست قربانی نه کړی

جمال کوټوال د تېرو څلورو لسیزو را په دېخوا چې اسلام اباد، کابل ته وخت په وخت د بربنډو لاسوهنو په لړکې کومې کرښې را ښکلي دي او د ښه ګاونډیتوب ټول بندرونه یې مات کړي دي، پایله یې دا وخت دا راختلې ده چې افغانانو د یومخې د پاکستان په وړاندې نفرت څرګند کړی دی او د ګوت څنډونو پرځای یې ګیلې کړي او اسلام اباد یې په غوږ وهلئ چې د ښه ګاونډیتوب اصول او معیارونه مراعت کړي او پټې دوښمنۍ پای ته ورسوي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

جمال کوټوال

د تېرو څلورو لسیزو را په دېخوا چې اسلام اباد، کابل ته وخت په وخت د بربنډو لاسوهنو په لړکې کومې کرښې را ښکلي دي او د ښه ګاونډیتوب ټول بندرونه یې مات کړي دي، پایله یې دا وخت دا راختلې ده چې افغانانو د یومخې د پاکستان په وړاندې نفرت څرګند کړی دی او د ګوت څنډونو پرځای یې ګیلې کړي او اسلام اباد یې په غوږ وهلئ چې د ښه ګاونډیتوب اصول او معیارونه مراعت کړي او پټې دوښمنۍ پای ته ورسوي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

اوس چې پاکستان په اقتصادي لحاظ په خطر ناک ګړنګ ولاړ دی سیاسي او امنیتي پاړسوب پکې اوج ته رسېدلی دی، د پخوا په شان یې بیا د افغان کډوالو په نیولو، ډبولو، بندي کولو او په زور سره د شړلو ماجراوې مخې ته راغلي دي.

په دې سربېره په پاکستان کې د مداخلې په نوم د ډول ډول تورونو د لګولو نوې لړۍ پیل کړې ده او په دغه هېواد کې د هر برید، هرې چاودنې او امنیتي ناخوالو زمه واري په کابل اچولې ده ، په داسې حال کې چې دا یې د هېواد په دننه کې د مخالفینو خپل کار دی او د اسلام اباد زمه وارې ده چې خپل امنیت په خپله ټینګ کړي او د خپل اقتصادي پاړسوب علاج په خپله وکړي، خو کابل یې په دې تورن کړی دی چې ګنې د پاکستان د طالبانو تحریک لمسوي، چې د افغانستان له خاورې نه هلته بریدونه او چاودنې وکړي او کابل ته یې کرښه را ښکلې ده، په داسې حال کې چې اسلامي امارت ورته په کراتو سپیناوی ورکړی دی، چې کابل نه یواځې په پاکستان کې د پوځي مداخلې نیت نه لري بلکې ګردې نړۍ ته یې ډاډ ورکړی دی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په ضد ونه کارول شي او دا یې په عمل کې ثابته کړې هم ده، خوبیا هم اسلام اباد د خره پښه نیولی ده او آن چې مشر تابه یې وخت پروخت د مداخلې د همدې سیاسي او امنیتي تورنو شخوند وهلی دی.

دې تورونو هغه وخت زور واخیست او د کابل او اسلام اباد مناسبات یې ترېنګلي کړل چې د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ چې سوچه پښتون دی په صفا ټکو کې وویل: چې د ټي ټي پي پارټۍ پوځي کسانو ته پوځي ترینیګ ورکول کېږي او د وران کاریو لپاره پاکستان ته را استول کېږي، په همدې توګه د کابینې ملکي او پوځي چارواکو هم په کابل د مداخلې د تورونو لګولو ته دوام ورکړی دی او په دې ټس کې په افغان کډوالو راباندې کړي او د ربړولو او شړلو لپاره یې بېلابېلې دسیسې جوړې او مهاجرت یې په سیاست بدل کړی دی.

که سړی د پاکستان اوسني سیاسي اوامنیتي صورت حال ته وګوري په یوې ماتې کېښتۍ کې سپوردی او ژغورنې لپاره هرڅه ته لاس اچوي خو لاس ته یې څه نه ورځي، همدا اوس چې د ټي ټي پي تر څنګ نور سیاسي غورځنګونه په قهرجنو لاریونونو سره په پښتونخوا او بلوچستان کوم توپاني او انقلابي لاره خپله کړې ده اسلام اباد ملامت نه دی، چې د ټولو سیاسي او پوځي خوځښتونو پړه په کابل واچوي او په سپین سترګی سره ورته د مداخلې کرښه را کاږي.

وايي څه چې کرې هغه به رېبې، پاکستان د افغانستان په وړاندې په تېره نیمه پېړۍ کې کومې بربنډې مداخلې کړي او کوم چلند کړی د هماغه سیاسي اوناکاره چلندونو عذاب اوس پرې نازل شوی دی، پښتانه او بلوڅ چې د هرې ورځې په تېریدو سره د انفلاق پړاو ته ورنژدې کېږي احساسات یې انقلابي کېږي او د پنجاب سره د حساب او کتاب کولو وخت را لنډېږي.

اسلام اباد اوس هم وخت لري، چې د افغانستان په هکله اویا کلنه بهرنۍ سیاسي تګلاره او ستراتېژي بدله کړی، د ښه ګاونډیتوب اصول مراعت کړي، د خپل بام واورې د بل چا په بام وا نه چوي د خپلواک او مضبوط افغانستان واقعیت دې ومني او د متقابل احترام په درلودلو سره دې تېرې سیاسي نادودې جبران کړي، په هغه صورت کې دښمني په دوستي بدلېدای شي او بیا کابل چمتو دی د یونېک ګاونډي په توګه ورسره په امنیتي او اقتصادي برخو کې څه یې چې دلاسه پوره وي همکاري وکړي او په سوله یزه فضا کې یو دبل په درد وخوړل شي.

افغانان هیله لري او خبر داری ورکوي، چې اسلام اباد دې په کابل باندې د ناحقه تورونو نه لاس واخلي افغان کډوال دې د سیاست قرباني نه کړي او په بندرونو کې تګ راتګ اسانه کړي او په ډالرو د ویزو د پلورلو په ځای دې د پخوا په شان په وړیا توګه اسانتیاوې راولي چې همدغه دښه ګاونډیتوب اصول او روایات هم دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *