افغانستان

خلیفه سراج الدین حقانی: افغانان د پاکستان په داخلي ستونزو کې لاس نه لري

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانانو جبري ویستنې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان دغه کړنه د اسلامي او نړیوالو قوانینو خلاف ده.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانانو جبري ویستنې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان دغه کړنه د اسلامي او نړیوالو قوانینو خلاف ده.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانان د پاکستان په داخلي ستونزو او ننګونو کې لاس نه لري او د ګاونډی هېواد یې غوښتي، چې په خپلې کړې پرېکې بیا کتنه وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو لپاره استفاده کړي.نوموړي زیاته کړې؛ پداسې حال کې چې د اسلامي امارت ابتدایي مراحل دي، د ګاونډي هېواد دا پریکړه غېر مناسبه او د خواشینۍ وړ ده، چې له خپلې خاورې زمونږ افغان کډوال په زور وباسي او هغوی سره زور زیاتی کوي.د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د اسلامي او نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو پرته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *