په خوشحالۍ که په ناورین وژاړم
نن پر هرات که فلسطین و ژاړم
وژاړم څومره لا په دې حالاتو
وطن په خاورو کې سو خوړین وژاړم
د فلسطین سوبو ته و خاندمه
که پر بمبار یې کړم زړه شین و ژاړم
هرات مې شوی کنډواله کنډواله
ورته سهار او که ماپښین و ژاړم
سترګې او زړونه دي حیران دې حال ته
له خوښۍ هم لکه مسکین و ژاړم
حنیف خندا کې شم ناڅاپه غمجن
خپل پر دعا وایم آمین و ژاړم