اخبارافغانستان

په ۱۴۰۲ مالي کال کې د نږدې ۱۷۹ زره ټنه قاچاقي توکو مخنیوی شوی

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کې د مهمو اسانتیاوو رامنځته کولو سربیره، له فساد سره جدي مبارزه شوی او د ممنوعه، قاچاقي توکو په کلکه مخنیوی شوی.پر همدې بنسټ، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ځیرکو کارکونکو، په تېر (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال کې د هیواد په بېلابېلو ګمرکونو اړوند سیمو کې د ګڼ شمېر بي کیفیته او ممنوعه قاچاقي توکو مخنیوی کړی دی. د مالیې وزارت د ګمرکونو منسوبینو، د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې (۱۷۸)زره (۱۹۴) ټنه بي کیفیته او ممنوعه توکو لکه؛ طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشه یي مواد او داسي نورو، چې په قاچاقي ډول په غیر رسمي لارو له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې ډول له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل، نیولي دي او عاملین یې اړوند ارګانونو ته معرفي کړي دي. اوس مهال د هیواد په ټولو لویو لارو کې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیمونه په دوامداره توګه څارنه کوي او هڅ چاته اجازه نه ورکوي، تر څو قاچاقي او ممنوعه توکي په ځانګړي ډول هغه توکي، چې د کورني صنعت د ودې د مخنیوي لامل کیږي؛ وارد یا صادر کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *