اجتماعی

د مجرمینو نیول په ټولنه کې امن او ثبات رامنځته کوي

دا یوه ښکاره خبره ده چې په مختلفو ټولنوکې د ټولنیز ژوندانه په بهیر کې د یوشمېر انسانانو له لورې د مختلفو لاملونو له امله یو لړ جنایي پیښې او جرمونه را منځته کېږي، چې په دې بهیر کې زمونږ د هېواد دیو شمېر ولایتونو په په اړوند سیمو کې د بعضي مغرضو کسانو له لورې ځینې جنایي پیښې او جرمونه رامنځته کېږي چې دا بهیر د هېوادوالو اندیښنې را پارولي دي.

شاه محمود درویش

دا یوه ښکاره خبره ده چې په مختلفو ټولنوکې د ټولنیز ژوندانه په بهیر کې د یوشمېر انسانانو له لورې د مختلفو لاملونو له امله یو لړ جنایي پیښې او جرمونه را منځته کېږي، چې په دې بهیر کې زمونږ د هېواد دیو شمېر ولایتونو په په اړوند سیمو کې د بعضي مغرضو کسانو له لورې ځینې جنایي پیښې او جرمونه رامنځته کېږي چې دا بهیر د هېوادوالو اندیښنې را پارولي دي، خو دې ټکي ته مو باید پام وي چې د اسلامي امارت د امنیتي ارگانونو اړوند موظفین او ځواکونه له شک پرته چې شپه او ورځ ویښ او بیداره دي او په پرله پسې ډول په دې هڅه او هاند کې دي، چې په هېواد کې د هر ډول جرم او جنایت مخه ونیسي او عاملین یې د خپل ناوړه عمل د سزا په خاطر عدلي او قضایي ارگانونو ته ور وپیژني. البته د هېواد د امنیتي ارګانونو له لورې د مجرمینو د نیولو په لړکې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله په دې وروستیو کې ویل شوي چې افغــان سرحــدي ځواکونــو، په ننګرهار کې ۲۸ قاچاق وړونکي له نیشــه يي توکــو سره يو ځای نيولي دي.

همدارازپه پلازمینه کابل ښار کې هم د امنیتي ځواکونو له لورې د غلا په تور ۷ کسان نیول شوي دي. البته نیول شوي کسان دوه ډلې وو، لومړۍ ډله یې ۴ کسان وو چې په کابل ښار کې د موټرو دغلا په تور نیول شوي، دوهمه ډله یې ۳ کسان وو چې له خلکو څخه د مبایلونو، پیسو او د جیب وسایلو د غلا په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

دکورنیو چارو وزارت تردې وړاندې هم په مختلفو ولایتونو کې د جنایــي جرمونو په تور لسګونه کسان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دهېواد په یو شمیر سیمو کې د غلاوو او انسان تښتوونو پیښې او نور مختلف جنایي جرمونه ترسره شوي او خلک یې هم اندیښمن کړي دي، خو د اسلامي امارت امنیتي موظفین بیا ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به هغه ډلې ونیسي چې په غلاوو او یا نورو ورانکاره پیښو کې لاس لري.

البته ددې له پاره چې د اسلامي امارت امنیتي موظفین تل د مجرمینو په نیولو کې برلاسي وي باید د هېواد په گوټ  گوټ کې قانون ماتوونکو ته د هیڅ راز ناوړه کړنو او جنایاتو د ترسره کولو مجال ورنه کړای شي، یعنې دفعالو کشفي او استخباراتي تدابیرو په ترڅ کې د دوی هر ډول ناوړه موخې په ریښه کې باید شنډ کړای شي، بناءً خلک هم تل همدا غوښتنه اوهیله لري، چې که چیرې په ټوله کې جنایي مجرمین، انسان تښتوونکي او قاچاقبران د اړوندو امنیتي موظفینو له خوا نیول کېږي، نو د دوی پروړاندې باید له هیڅ راز زړه سوي او ترحم څخه کار وانه خیستل شي، بلکې د هېواد د عدلي او قضایي ارگانونو له لوری دې دوی ته سخته سزا ورکړای شي، تر څو نوروته د عبرت  درس وگرځي، همداراز د ډول ډول جنایي جرمونو، انسان تښتونې او قاچاق د سترو جنایاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي موظفینو ترڅنگ ټولو هېوادوالو ته هم لازمه ده چې د خپلو کورنیو د اړوند غړو په ځانګړی توګه د ماشومانو او تنکیو ځلمیانو کلکه څارنه وکړي او که چیرې شکمن کسان په خپلو اړوندو ساحو کې ویني نو باید اړوند امنیتي موظفین پرې خبر کړي، دا واقعاً ډیره ضروري ده، چې باید د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ هراړخیزه همکاري او همغږي تامین او لاپیاوړې شي ترڅو په دې توگه هیڅ مخرب، خاین او قانون ماتوونکی د قانون له منگولو څخه ونه ژغورل شي، ترڅو قدرمنو هېوادوالو ته د هوسا ژوندانه د پرمخ بیولو لپاره د بشپړ مصؤنیت فضا برابره شي، بناءً د اسلامي امارت امنیتي ارگانونه باید په نه ستړي کیدونکو هلوځلو سره مجرمین، قاچاقبران، انسان تښتوونکي او دټولنې دعامه نظم اخلالوونکي ونیسي او د خپل ناوړه عمل په سزا یې ورسوي، تر هغو چې په ټولنه کې د قانون په تطبیق سره د هر راز جرم او جنایت مخه په کلکه توګه ونیول شي او هېوادوالو ته دهوسا ژوندانه په موخه له هره پلوه د بشپړ مصونیت فضا مساعده شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن