افغانستان

د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني لوري له هغه خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنيتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډيتوب خلاف اقدامات بولي.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني لوري له هغه خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنيتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډيتوب خلاف اقدامات بولي. د تورخم دروازه وروسته له هغه د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د يوې پخوانۍ امنیتي پوستې چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه پر

ترمیم بوخت وو. د تورخم لارې تړل د دواړو هېوادونو او سيمې سوداګري اغېزمنولی او د دواړو خواوو عام سوداګر له تجارتي او مالي زیان سره مخ کولای شي. تر دې وړاندې په بلوجستان ایالت کې د

افغان سوداګرو په اینځرو بار لارۍ چې د واگه بندر پر مسیر هندوستان ته پر لاره وه د پاکستاني پوليسو پوستې ته نږدې وسوځول شوه چې ‌لوی تشویش او بې اعتمادي يې را منځته کړه. همداراز په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د حساس لېست

(Sensitive List) په پلمه سلګونه کانټينر بار افغانی توکي او موټر درولي. متأسفانه د ټولو پخوانيو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانینو په چوکاټ کې د تعهداتو پرخلاف پاکستانی لوری ډېری وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځته كوي او د افغان کرنيزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو پرمهال په نه توجيه کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه يوازې د افغانستان او پاکستان سوداګري زیانمنوي بلکې د وروڼو ولسونو او هېوادونو تر منځ فاصلې زیاتوي او د ټولې سیمې سوداګري او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي. دا چې د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو برسېره په زيات شمېر مسافر ( ميرمنې،

سپين ږيري او ماشومان) بند پاتې دي په هېڅ ډول د توجېه وړ نه دي. د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د تفاهم او ډیپلوماتیکو خبرو له لارې د مسایلو هواري ته ژمنتيا باندې ټينگار کوي، د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست په نظر کې نیولو سره چې په سيمه کې د سوداګري او ټرانزيټ تسهيل يې اصل دی پاکستاني لوري ته وريادوي چې دغه ډول اقدامات يې د افغانستان او سيمې د سوداګرۍ ترڅنګ د پاکستان ملي اقتصاد چې اوسني وضعیت کې یې پر صادراتو اتکا لا ډېره ده هم زیانمنوي.

په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د سوداګرۍ ټرانزیت او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حللارې ولټوي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، سوداګري او آزاد تګ راتګ زيانمن کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *