اسلامی

د فکري جګړې اصول !!

په اسلامي نړۍ کې د مېرمنو ازادي غږ پورته کولو د باطل لاندې درې سترې موخې دي:

مولانا اسمعيل ريحان د جامعةالرشيد کراچۍ

 د اسلامي تاريخ څانګې استاد

ژ: عبدالعزيز ابوبکر

وروستۍ برخه

په اسلامي نړۍ کې د مېرمنو ازادي غږ پورته کولو د باطل لاندې درې سترې موخې دي:

۱): د اسلامي خويونو او ټولنيز ژوند له منځه وړل: د اسلامي ټولنيز ژوند او د هغه لوړو ارزښتونو غربیان پر حسد اخته کړي و چې بيا هغه د اسلامي خويو نو او ټولنيز ژوند له منځه وړلو ته امادګي ونيوه.

۲): اسلام ته د نامسلمانو د ميلان مخنيوی: په مسلمانانو کې دود د پاک لمنۍ او بې ګناهۍ بې ساري نظام (له خپلې مانا) خالي کولو ته له دې امله هم غربيان تياری وښود چې د اسلامي ټولنې لور ته د نا مسلمانو د ميلان امکان له منځه لاړ شي.

۳): د مسلمانو مېرمنو د بازري توکو په توګه جوړولو پخوانۍ آرزو: مسلمانې مېرمنې له۱۳پېړيو راسې په پرده کې وې، غربيانو ترې د خپلو هوسونو پوره کولو لپاره د هغوی فکر بدل کړ، ترڅو هغوی يې خپله پر دام کېوزي.

د مېرمنو ازادۍ لپاره د پروپاګندونو کمپاين: د ښځو د ازادۍ ته ودې ور کولو او د مسلمانې مېرمنې فکر بدلولو لپاره چې غرب د پروپاګند کوم کمپاين پيل کړی؛ لنډيز يې دا دی چې په اسلام کې له مېرمنې سره زور زياتی شوی، په هره معامله کې د سړيو تر رحم لاندې وي او غرب اسلام د مېرمنې د بنسټيزو حقونو غاصب مذهب ګڼي (العياذ بالله !). په دې لړ کې لاندې ځانګړي ټکي را اخلي:

۱:- په اسلام کې مېرمن په کور کې بنديوانه شوې.

۲:- مېرمن د ځان له کفالته او د ګټې وټې لپاره د باندې له وتلو منعې شوې.

۳:- اسلام مېرمنې کم عقلې او ناپ،هې ګڼلې دي.

۴:- اسلام په ميراث کې مېرمنې ته له سړيو کمه برخه ور کوي.

۵:- په اسلام کې د طلاق حق يواځي يواځي دسړيو دی.

۶:- سړيو ته پر يو مهال د څلورو، څلورو ودونو اجازه شته، خو ښځه دا اجازه نلري.

۷:- د مېرمنې شاهدي د سړي د شاهدۍ نيمه ګڼل کېږي.

د دې نيوکو پر تبليغولو له خالصو اسلامي ارزښتونو د مسلمانې مېرمنې اړولو کار نږدې يوې نيمې پېړۍ راسي روان دی.

پر۱۹۱۳زېږديز کال د يوې رسمي دسيسې له مخې د عيسويت داسي مېرمنې را وړاندې کړل شوې چې پر عام محضر يې نقاب لرې کړ او برقه او ټيکری يې لرې وغورځول. په مصر کې هدا شعراوي لومړنۍ ښځه وه چې د پردې پر وړاندې يې غږ پورته کړ.

پر۱۹۲۳زېږديز کال د ايټاليا په روم ښار کې د مېرمنو شورا پر نوم د ښځو نړيواله غونډه تر سره شوه چې پکې يادې مصرۍ مېرمنې برقه وغورځوله، تر پښو يې لاندې کړه او پر ځمکې د هغې له موښلو سره يې اعلان وکړ: له دې وروسته د پردې دود پای ته رسېدلی او هره مېرمن چې څرنګه غواړي هغه جامې دې واغوندي.

د مېرمنو ازادي ډنډوره چې په پينځو پړاوونو کې د بې پردګۍ بلنه کوي:

لومړی پړاو: مخ لوڅول: د قرآنکريم د اياتونو او هم د مبارکو احاديثو پر ناسم مفهوم اخيستلو سره مېرمنې مخ لوڅولو او بُرقې اچولو ته هڅولې کېږي.

دوهم پړاو: له نامحرمو سړيو سره اختلاط: له سړيو سره د مېرمنو د ليدو کتو او ګډو ناستو ولاړو کې ګډون ته هڅولې کېږي. لومړيو ټولګيو کې پر ګډ کېنولو سره د ماشومان او نجونې پر اختلاط آموخته کول کېږي.

درېيم پړاو: له کوره د باندې وتل: بيا له کوره د باندې د مېرمنې وتلو سره هغې ته د نړۍ د نندارې بلنه ور کول کېږي چې د عياشو مسلمانو مشرانو مېرمنې د نمونې پر ډول ورته ښيي.

څلورم پړاو: له سړيو سره اوږه پر اوږه چارې ترسره کول: په ګډوډ چاپيريال کې وخت تېر کړې مېرمنې له له سړيو سره ګډ د چارو ترسره کولو ته ډېرې زر اماده کېږي او له زدکړو، سوداګرۍ او سفره د پوځ، پوليسو او ډيپلوماټانو تر ليکو پورې له سړيو سره ګډ کار کوي.

پينځم پړاو: فرهنګي هنرونو او د ښکلا بازار ته راتګ: په پينځم پړاو کې د ډېر راتګ او شهرت پر لالچ مېرمنې نمونې، هنرمندې، ګډاګرې او فاحشې ګرځول کېږي.

د بې پردګۍ زيانونه

پرده د شريعت امر او د الله تعالی پېرزوينه ده چې بې شمېره ګټې پکې نغښتې دي، تر ټولو ستره ګټه يې دا چې مېرمن له شهوت پرستو ژغوري، سرچپه د بې پردګۍ بيا زيانونه بې شمېره دي چې يو څو يې په لاندې ډول دي:

– د شهوت پرستو پر پام ور اوښتو د مېرمنې خونديتوب له ګواښ سره مخ کېږي.

– د ناروا اړيکو شونتا را منځته کېږي او د شک له امله يې د خاوند او مېرمنې ترمنځ بې باوري را ولاړېږي.

– پر بې باورۍ رامنځته کېدو له کورنۍ د مينې او محبت چاپېريال له منځه ځي.

– له مينې بې برخې اولادونه پرېشان حاله کېږي.

– کورنۍ د ټولنې بشپړتيا ده، چې کورنۍ ګډوډه شي؛ بشپړه ټولنه ورسره له منځه ځي.

– په بې پردې چاپېريال او له پاکۍ سره نابلده ټولنه کې کورنی سيستم له منځه ځي.

– د مجازي عشق سيلونه، له کورونو د نجونو تېښتې، د مور او پلار رسواهۍ، د پاکدامنۍ له منځه تللو او د غيرت پر نوم وژنو زرګونه پېښې وګورئ چې د زياترو پيل د مېرمنو له بې پردګۍ او د سړيو له بدنظرۍ ښودل شوی.

په غرب کې مېرمنې څه ترلاسه کړل؟

په غرب کې د مېرمنو ازادۍ تشو نارو حقيقت څرګند شوی، هلته مېرمنې اوس هم د مېړونو له زورزياتي سره مخ دي، د زنا له قانوني اجازې سربېره د زور زنا د زرګونو په شمېر دوسيې هر کال ثبت کېږي، په مکتبونو کې د کم عمره نجونو مور ګرځېدو پېښې دومره زياتې دي چې اوس د هغوی لپاره جلا مکتبونه جوړ شوي.

د دې زيانونو پر کتو د اروپا په پام کې نيول شويو حقلو کې ازادې مېرمنې بېرته کورنۍ مېرمنې ګرځولو خوځښت پيل شوی، ترڅو د کورنۍ خيال بېرته راژوندی کړای شي.       پای

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *