مقالات

د اخلاقو فلسفه او ګټه

شاه محمود درویش اخلاقو سره آشنایي: اخلاق څه ته وایې ؟ آیا ښه اخلاق او بد اخلاق شتون لري ؟ که شتون لري څرنګه کولای شو د دواړو په توپیر و پوهېږو؟ د اسلام سپیڅلی دین د اخلاقو په هکله څرنګه لیدنه کوي.

 

شاه محمود درویش

اخلاقو سره آشنایي:

اخلاق څه ته وایې ؟ آیا ښه اخلاق او بد اخلاق شتون لري ؟ که شتون لري څرنګه کولای شو د دواړو په توپیر و پوهېږو؟ د اسلام سپیڅلی دین د اخلاقو په هکله څرنګه لیدنه کوي.

د اسلام په سپیڅلي دین کې درې ډوله لارښوونې شتون لري چې عبارت دي له:

1.عقاید

2.احکام

3.اخلاق

عقاید د انسان باورونه او عقیدې صحیح کوي، احکام د انسان کړه وړه تنظیموي او اخلاق د انسان د طبیعت او د ښو او بدو خویونو څخه بحث کوي.

د اخلاقو تعریف: اخلاق عربي کلمه ده او دانسان په خوی او طبیعت باندې یې اطلاق کېږي، مفرد یې خلق او یا خلق دی. په داسې توګه چې خلق ( د خاء په زیر او دلام په سکون ) د انسان د ظاهري بڼې په سموالي دلالت کوي، همدارنګه خلق ( د خاء په پیش) د انسان باطني حالت څرګندوي.

د اخلاقو د علم په اصطلاح کې (خلق ) د نفس هغه حالت ته ویل کېږي چې  اعتبار ولري او پرځان له فشار راوړلو څخه پرته صادرشي.

هرکله چې د چا خو او طبیعت داسې وي چې ښه څیزونه ورڅخه صادر شي، دې ډول څیزونو ته ښه اخلاق ویل کېږي او که په چا کې بد کړه وړه او خویونه ولیدل شي، بد اخلاق ورته ویل کېږي.

ښه او بد اخلاق: د نورو سره نیکي او مرسته، ښه ګاونډیتوب، میلمه پالنه، د اسلام خپرول، د ناروغو پوښتنه کول، د مسلمان جنازې ته حاضریدل، لویانو ته درناوی، د کوچنیانو سره شفقت او مهرباني، رښتیا ویل، سخاوت، عفو او تېرېدنه او دا ډول څیزونه د ښو اخلاقو له ډلې څخه دي او په مقابل کې یې : دروغ ویل، شومتیا او بخيلي کول، په نورو تیری، دوکه او چل، خبرې ټولول، د صله رحمي پریکول، بده ژبه خوځول، کینه ساتل، تکبراو لویې کول او داسې نور د بدو اخلاقو له ډلې څخه ګڼل کیږي.

هغه څه چې یاد شول له هغو څخه دا نتیجه اخلو چې نیک اخلاق د انسان ګاڼه ده، په دنیا کې خوشحالي او آخرت کې برلاسي لاس ته راوړي، په مقابل کې یې بد اخلاق داسې رنځ دی چې د تل لپاره یې څښتن ته کړاو او عذاب ورکوي او د نورو لپاره د ستونزو لامل هم ګرځي.

د اخلاقو فلسفه او ګټه : د اخلاقو علم د خیر او شر، نیکي او بدي څخه بحث کوي او دا بیانوي چې انسانان باید یو د بل سره څرنګه چلند وکړي او همدا اخلاق دي چې د دوی ګډه موخه او چلند تعینوي او دا را په ګوته کوي چې په کومه کړنلاره نیکمرغي ته رسیدای شو.

پرته له شکه اخلاق د هرملت  د هستۍ بنسټ او لومړنۍ ستنه ده، همداوجه ده چې پوهان او فیلسوفان په یوه نظریه دي چې اخلاق د ټولنې دهر وګړي لپاره واجب او اړین دی، څو وکولای شي چې دځان اوټولنې لپاره ګټوروي، ځکه څرنګه چې دروغ، کینه او ریا د یوشخص په شخصیت عیب واردوي اوهغه فاسدوي اونابودوي یې، هغه ټولنه چې د وګړوترمنځ یې دا ډول ناخوښه صفتونه خوروي هغه ټولنه فاسد اوبیوزله په حساب راځي.

په همدې وجه لومړنی څیز چې د فیلسوفانو او قانون جوړوونکو او ټولو هغه کسانو چې غواړي بشري ټولنه د نیکمرغي په لورې و خوځوي، توجه او پاملرنه ځان ته را جلب کړي، اخلاقي ښیګڼو ته د خلکو بلنه او ناخوښه اخلاقو څخه د خلکو ژغورنه ده، ځکه ښه او خوښ اخلاق د هرې روغې ټولنې ستنه او بنسټ ګڼل کیږي، شاتوبریان هیڅ مبالغه نه ده کړې چې وایې: (اخلاق د هرې ټولنې ستنه او بنسټ دی) له همدې کبله د ټولو پیغمبرانو رسالت ښو او خوښو اخلاقو ته پرتشویق او ترغیب باندې ډیر تاکید کوي او قرانکریم هم د نیکو اخلاقو په مراعاتولو او په ښو اخلاقو د مومنانو په ستاینه ټینګار کوي ځکه همدا ښه اخلاق دي چې په آخرت کې د الله د نعمتونو د لاس ته راوړلو لامل کیږي.

د اخلاقو ارکان : آیا اسلامی اخلاق او اداب د وضعي ( یعنې د انسان په واسطه جوړ شوی) او نور ادیانو او مذاهبو د آدابو او اخلاقو سره یوشان دي او که توپبر لري؟ په اسلام کې د اخلاقو ستنې او ارکان څرنګه دي ؟ په دې لوست کې د اسلامي اخلاقو بنسټونه او ارکان تر مطالعې لاندې نیسو.

په اسلام کې د اخلاقو ستنې: د اسلام په سپیڅلي دین کې اخلاق او آداب په څلورو ستنو ولاړ دي چې د یوه مسلمان اخلاق او آداب له همدې څلورو اصلونو څخه سرچینه اخلي او مسلمان وګړي خپل کړه وړه او اخلاق د هغه په بنسټ عیاروي.

لومړی: اعتقادي او ایماني بنسټ:

د اسلام سپیڅلی دین د اخلاقو لومړنی تهداب او بنسټ عقیده او ایمان ګڼي چې د یوه مومن او مسلمان وګړي ټول معنوي او ظاهري خویونه او آداب له هغه څخه سرچینه اخلي، په دې معنا چې د مسلمان اخلاق د مسلمان د عقیدې او ایمان جزء دی، په دې هکله د اسلام د علماوو څخه یو تن د اخلاقو او عقیدې ترمنځ داسې ښکلی تعبیر کړی دی: عقیده له اخلاقو پرته د هغې ونې په څیر ده چې سیوری او میوه نه لري او اخلاق له عقیدې پرته د یو بې ثباته موجود په شان دی.

دوهم: علمي بنسټ:

علم د اسلامي آدابو او اخلاقو دویم رکن او بنسټ تشکیلوي، ځکه علم د ایمان سره په یوه ردیف کې دی او هیڅکله د صحیحو اخلاقو ارزښتونو سره تناقص او ټکر نه لري، بلکې کله چې علم او تکنالوژي  د اخلاقي ارزښتونو په واسطه توجیه نشي، ډیری وختونه د بشریت لپاره تباهي را منځته کوي، که چیرې موږ مختلفو علومو لکه د طب علم، انجینري، اقتصاد او نورو ته نظر وکړو وبه وینو چې هریو له دې علومو څخه اخلاقي ارزښتونو ته اړتیا لري او د اخلاقي ارزښتونو له مراعاتولو پرته  علوم نشي کولای د انسان لپاره واقعي خدمت وکړي.

دریم: د مکافاتو او مجازاتو بنسټ:

د اسلام سپیڅلی دین اخلاقي ارزښتونه یو بې ګټې او اختیاري کارنه ګڼي، بلکې د نیکو اخلاقو لرونکي انسان لپاره په دنیا کې نیکه بدله او په آخرت کې ورته په اجر او ثواب قائلیږي او  برعکس د هغه انسان لپاره چې اخلاقي ارزښتونه یې له لاسه ورکړي، هغه لپاره یې په دنیا او آخرت کې سزا ګانې ټاکلي دي، ځکه اسلام ښیګڼې او بدۍ ، پاکي او پلیتي یوشان نه ګڼي لکه چې الله تعالی فرمایي:

ژباړه: یعنې هیڅکله نیکي او بدي یوشان نه دي.

او همدارنګه الله تعالی فرمایی: ژباړه: ووایه برابر نه دي پلیت او پاک.

او همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: یعنې څوک چې زمونږ سره دوکه او چل وکړي زما له امت څخه نه دی.

څلورم نفسي او انساني بنسټ:

اخلاقي ارزښتونه د نورو انساني غریزو په څیر په هرشخص کې پټ دی، اما د اسلام پاک او سپیڅلی دین دغه غریزې مثبت او معقول لوری ته رهنمایی کوي، څو د افراط او تفریط مخه ونیول شي، د بیلګې په توګه خوړل او څښل د هر انسان لپاره یوه د ژوندانه غریزه ده، خو په عین حال کې یو اخلاقي ارزښت هم دی، اوس که د خوړلو او څښلو غریزه په مینځنۍ او معقوله توګه ترسره نشي، هم انسان ته او هم نورو ته تاوان رسوي، نو بنا پردې داسلام اخلاقي نظام ډیر آداب او قوانین د خوړلو او څښلو د غریزې د توجیه او مړښت په برخه کې وضع کړي څو د هغه د منفي اغیزو مخنیوی وشي، د بیلګې په توګه قرآنکریم په دې هکله د اسراف څخه منع کړې او داسې لارښوونه کوي: ژباړه: خورئ او ځښئ او له حد نه تیری مه کوئ الله له حد نه تیری کوونکې نه خوښوي.

هرکله چې په انسان کې معنوي او روحي انګیزې ضعیفې شي، طبیعتآ مادي او نفساني غوښتنې او میلونه یې شدت مومي، په خوراک کې زیاتوا لی انسان داسې ځای ته کشوي چې د ژوندانه څخه موخه یوازې د مادي خوندونو څخه استفاده ګڼي او دهغه معنوي ځواکونه او روحي  صفتونه په داسې کچه ضعیفوي چې نیکۍ او قربانۍ او دنفس له غوښتنو لرې والی هیروي او ځان غوښتنه، زړه سختي او عیاشي کسب ګرځوي او دا ټول ددې لامل کیږي چې انسان د ټولنې داسې فاسد غړي په توګه رامنځته شي چې هیڅ فایده نه د ځان  د ترقي او پرمختګ لپاره، نه د کورنۍ او نه د هیواد لپاره په کې ولیدل شي په همدې توګه کله چې نور اخلاقي ارزښتونه تر مطالعې لاندې ونیسو، مومو چې اسلامي لارښوونو ددې ارزښتونو د هر یوه لپاره توضیحات او معین قوانین وضع کړي څو په معقول او ګټور لوري کې لارښوونه اوله هغه څخه استفاده وشي اودهغه افراط اوتفریط اوضررونوڅخه ځان او نوروژغورل شي.

د ښو اخلاقو نښې نښانې:

ښه اخلاق د انساني کمالاتو له ډلې څخه دي، څرنګه انسان کولای شي چې خپل ځان د عالي اخلاقو په ګاڼه ښکلی او ښایسته سنبال او د خلکو په منځ کې محبوبیت حاصل کړي؟ د ښو اخلاقو صفتونه او ځانګړتیاوې کومې دي؟

د ښو او خوښو اخلاقو تفصیلي معیارونه:

ښه اخلاق د ایمان نښه ده او بد اخلاق د منافقت نښه او دایمان بیوزلي او ضعف ګڼل کېږي، ټول هغه آیتونه، حدیثونه او آثار چې ښایسته اخلاقو(د اخلاقو ارزښتونو) ته بلنه کوي د ښو اخلاقو صفتونه او نښانې شمیرل کیږي، مسلمان په اخلاقو سره د نورو په وړاندې محبوبیت حاصلوي. په فردي او ټولنیز ژوندانه کې خوشحال او نیکمرغه وي او په اخرت کې هم د الله د بخښنې او محبوبیت مورد ګرځی.

اسلامي اخلاق د انسان ویناوو، اخلاقو او د ژوندانه ټولو اړخونو ته شاملیږي، پرانیستې ټنډه، ښه خبره، صبر او زغم، نورو ته خدمت او د بیوزلانو سره مرسته د خوښو اخلاقو له نښو څخه دي.

الله تعالی مسلمان مکلف کوي چې د نورو سره نیکي وکړي او د خلکو سره ښه خبره وکړي،  لکه چې فرمایي: ژباړه: له مور او پلار سره او له خپلو خپلوانو سره، له یتیمانو او مسکینانو سره غوره چار چلند کوئ او خلکو ته ښې خبرې کوئ.

همدارنګه الله تعالی مومن ته امر کوي چې په عمل او معامله کې د نورو سره په ښه چلند و چلیږي او بدیوته په نیکۍ ځواب ورکړي لکه چې فرمایي: ژباړه :  او ای پیغمبره ! نیکي او بدي یو شانته نه دی، ته د بدۍ مخنیوی په هغې نیکۍ سره وکړه چې هغه ډیره ښه وي ، ته به وګورې چې له تاسره چې د چا دښمني لویدلې ده، هغه دې لکه صمیمي دوست ګرځیدلی دی.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یو حدیث شریف کې ابوهریره رضی الله عنه ته په ښو اخلاقو نصیحت وکړ، حضرت ابو هریره پوښتنه وکړه ای د الله رسوله ! ښه اخلاق څه دي؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم و فرمایل: چاچې ستا سره اړیکې پرې کړې اړیکې ټینګې کړه او چا چې پرتا ظلم وکړ هغه ته بخښنه وکړه او چا چې ستا سره مرسته ونه کړه د هغه سره مرسته وکړه.

اما م غزالي د ښو اخلاقو صفتونه او نښانې داسې خلاصه کړي دی: ا خلاقي انسان حیا ناک، ضرر نه رسوونکی، نیک، رښتیا ویونکی، لږ خبرې کوونکی، ډیر کارکوونکی، او لږ ښوییدونکی وي، نیک انسان د روند با وقاره، زغمونکی، شکر ایستونکی، راضي، حکمت لرونکی، نرم خویه او خو اخلاقو لرونکی وي . د ښو اخلاقو لرونکی لعنت نه وایي، کنځلې نه کوي، خبرې نه ټولوي، غیبت نه کوي، د بیړې او عجلې څخه کار نه اخلي، کینه نه ساتي، بخیلي نه کوي او دښو اخلاقو  څښتن اسانی کوونکی وي، د الله په خاطر دوستی کوي او د الله په خاطر دښمني، د الله لپاره حلم او نرمي غوره کوي او د الله په لاره کې غصه کېږي، دا دي ښه او ښایسته اخلاق.

ماخذونه اوسرچینې:

–           د جمعې خطبې کتاب لومړی ټوک – کابل ۱۳۹۸ هجري لمریز کال.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *