صحت

هېوادوال باید له موسمي ناروغیو ځانونه خوندي کړي

بشپړه روغتیا او سلامتیا په حقیقت د ژوندانه غوره پانګه اوستره شتمنۍ ده او ویل کیږي چې سالم عقل هم په سالم بدن کې وي، ځکه که چېرې یو شخص ناروغ وي، نو هغه نه دځان اونه هم د خپلې کورنۍ او ټولنې له پاره کار کولی شي.

شاه محمود درویش

بشپړه روغتیا او سلامتیا په حقیقت د ژوندانه غوره پانګه اوستره شتمنۍ ده او ویل کیږي چې سالم عقل هم په سالم بدن کې وي، ځکه که چېرې یو شخص ناروغ وي، نو هغه نه دځان اونه هم د خپلې کورنۍ او ټولنې له پاره کار کولی شي او نه هم د پاک الله (ج) عبادت په ښه توگه ترسره کولی شي، نو دا په ډاگه ویلی شو چې د هر انسان له پاره روغتیا او سلامیتا غوره سرمایه بلل کیږي اوهم انسان په دی مکلف دی چې باید د خپل ځان او دخپلې کورنۍ د هر قدرمن غړي د روغتیا اوسلامتیا په ساتنه او څارنه کې تل او په پرله پسې ډول جدي، هوښیار او هڅانده واوسي او هراړخیزه پاملرنه ورته وکړي، بنآ اوس مهال چې د تودوخې موسم دی او په تاوده موسم کې پرموسمي ناروغیو د خلکو د اخته کیدو احتمال زیات لیدل کیږي، نو له دې امله لازمه ده چې هر قدرمن هیوادوال باید دخپل اوسیدو ځایونو کې، چاپیریال ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي او هم باید دچاپیریال ساتنې  دسیستم پوره  رعایت ته په بشپړه توگه ژمن وي، ځکه چې په دې برخه کې د ناغیړیو له امله زیاتره وخت زمونږ یوشمیر هیوادوال په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي، خو له بده مرغه ځینې دغه ډول ناروغان د روغتیایي آسانتیاوو د نه شتون له امله آن خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي، اوس مهال له هروخته ډیره اړینه او ضروري بریښي چې د گران هیواد هر قدرمن وگړی باید په لازمي توگه د اسهالاتو، نس ناستی  او نورو موسمي ناروغیو په وړاندې ځان او دخپلې کورنۍ قدرمن غړي مخکې له مخکې وقایه کړي، یعنې هر څوک باید د نل، لاسي بمبو، د پاکو او سرپټو څاگانو، چینو او کاریزونو له اوبو څخه باید استفاده وکړي، ناپاکې او غیر صحي اوبه باید له جوشولو اویاپه اوبو کې د کلورینو له گډولو وروسته وڅښي، تازه میوې او ترکاري د کلورینو په اوبو یا پوتاشیم پرمنگناتو اویا پرمالگینو اوبو پریمینځي اوبیا دې ترینه استفاده وکړي، د اوبو لوښي باید ښه پریمینځي ترهغو چې پاک شي اوبیا ترینه استفاده وشي، البته د څښاک داوبو پرلوښو ناولي لاسونه مه وهئ او هم په دغه  ډول ناولو لوښو کې اوبه مه څښئ ترڅو ناروغ نه شئ، له رفع حاجت څخه وروسته او له ډوډۍ خوړلو څخه مخکې خپل لاسونه پرپاکو اوبو، صابون  اویا پر ایرو پریمینځئ ، دهغو خوړو له خوړلو څخه چې په کوڅو او بازارونو کې پلورل کيږي، خاورې او دوړې پرې غورځیدلې وي اویا خوسا وي ډډه وکړئ، دخپل کور او کوڅې  کثافات او اضافي توکي د اوسیدو له ځای او چاپیریال څخه لرې یوسئ ، بیا هغه په ځمکه کې خښ کړئ اویایې  وسوځوئ  ترڅو د حشراتو او حیواناتو په ذریعه د امراضو له انتقال څخه په امان کې و اوسیږي، همداراز خولې ته دلاسونو وروړل  کولی شي میکروبونه بدن ته ورداخل کړي، له غذایي موادو سره د ناولو لاسونو تماس کولی شي هغوته د میکربونو د لیږدیدو سبب وگرځي، دهغو ټولو څیزونو پاک ساتل ضروري دي چې دخولې له لارې گیډې ته داخلیږي او دا طریقه د ناروغیو د زیاتیدو او اسهال مخنیوی کوي، پتمنو هیوادوالو  پاک خدای (ج) دې وکړي چې پورته یاد شوي ټکي په ښه توگه رعایت کړئ ترهغو چې ستاسو او هم  ستاسې د کورنیود قدرمنو غړو روغتیا او سلامتیا له هرپلوه تامین او خوندي شي او دژوند په بهیر کې  د ډول ډول ناروغیو له گواښ سره مخامخ نه شئ او نه هم موسمي ناروغۍ  ستاسو د خپگان سبب وگرځي، پردې اساس کيدای شي چې ستاسو د پرله پسې کوښښونو او بیداري له امله ستاسو او ستاسې د کورنۍ د ټولو غړو دژوند غوره سرمایه چې بشپړه روغتیا او سلامتیا ده په هیڅ ډول زیانمنه نه شي، بلکې د تل له پاره ستاسو د ژوند په بهیرکې روغتیا او سلامتیا مو خوندي پاتې شي .

بناً ددی له پاره چې مونږ تل د ښه روغتیا اوسلامتیا څخه برخمن واوسو نو دا ډیره اړینه بریښي چې د خپل د ژوندانه چاپیریال باید تل پاک وساتو تر هغه چې د ژوندانه په پړاویزو شیبو کې تل خوښي او هوساینه مو په برخه او دهر ډول ناروغیو له ګواښ څخه د تل له پاره خوندي پاتې شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *