اسلامی

د آنحضرت ص دمولود مسعود په مناسبت رسول الله مبارک د ژوند په سختو کړاوونو کې را سترشوی

سید المرسلین حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و اله وسلم د اسلام ستر پیغمبر د ربیع الاول په ۹ نېټه ددوشنبې په ورځ چې د ۵۷۰ میلادي کال سره یې سمون درلود په داسې حال د مکې معظمې په ښار کې وزېږید چې په عربي نړۍ کې جهالت تورتم خپل وروستي معراج ته رسېدلی و .

حیا ت الله حلیم

سید المرسلین حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و اله وسلم د اسلام ستر پیغمبر د ربیع الاول په ۹ نېټه ددوشنبې په ورځ چې د ۵۷۰ میلادي کال سره یې سمون درلود په داسې حال د مکې معظمې په ښار کې وزېږید چې په عربي نړۍ کې جهالت تورتم خپل وروستي معراج ته رسېدلی و .

ابن سعد د بې بې امنې له خولې روایت راوړی چې هغه

بي بي وویلي ول ، دمحمد ص زېږون پرمهال مې له بدن څخه یو داسې نور ووت چې د شام قصرونه یې رڼا کړل ، همدارنګه امام احمد بن حنبل هم روایت کوي چې د جناب رسول الله مبارک د زیږون پرمهال داسې عجیبې پېښې را منځ  ته شوې چې دیوه لوی بدلون زیری یې ورکاوه ، له دې جملې څخه د مداین د ایوان څلورګنګرې پر مځکه را ولوېدې په فارس کې د زردشیانو لوی اورتون چې دزرو کالو په شاوخوا کې لګېدلی پاته شوی و ، خاموش شو، دساوې ددریاچې کنشتونه (یهودي معابد) د اوبو د وچوالي له امله ړنګ او په بېرانه بدل شول ، دا ټولې هغه پېښې وې چې د جناب رسول مبارک د زېږون پرمهال یې په فقهي کتابونوکې سجل پاته شوي دي .

عبد المطلب د آنحضرت نیکه د خپل لمسي په زېږون ددې لپاره زیات خوشحاله شوچې دزوی عبدالله په مینه یې چې اوه میاشتې د مخه وفات شوی و، د یادګارپه توګه نارینه اولاد وزېږېد نوی زېږدلی ماشوم یې دکعبې خونې ته بوت او دالله دربارته یې شکرانې مراسم  ادا کړل او محمد نوم یې ورته خوښ کړ .  لومړنۍ ښځه چې له خپلې مور بي بي آمنې وروسته یې محمد ته شیدې ورکړې د ابو لهب مینځه (سویبه ) وه چې هغه هم د مسروح په نوم ، تي رودونکی ، ماشوم درلود ، یادې ښځې له دې دمخه د جناب رسول الله مبارک کاکا حضرت حمزه ته هم شیدې ورکړې وې .

دا وخت د عربوپه قبایلوکې عادت وچې د نویو زېږدلیوماشومانوته به یې د ښاري ناروغیو نه د نجات په خاطردشیدو ورکولو لپاره کلیوالي ښځې موندلې نو

عبد المطلب هم خپل لمسی لپاره د بي بي حلیمې په نوم یوې رضاعي مور چې دبني سعد قبیلې ته منسوبه وه د شیدو ورکولولپاره وموندله چې یادې بي بي دا وخت د عبد الله بن حارث او انیسه بن حارث په نومونو د جناب محمد ترڅنګ دوه نور، پۍ خواړي ، هم درلودل . بي بي حلیمه د (ماشوم) له تحویل اخیستلو وروسته له داسې برکاتوسره مخ شوه چې هغه یې له حیرانی سره مخه کړه خو بیا هم سمه پوهېده چې دا ټول برکات د جناب رسول الله له وجې دي نو یې د هغه په پالنه او روزنه کې لا پسې زیارایسته .

دوه کاله تیرشول محمد دیوه سالم او چالاک ماشوم په بڼه را څرګند شو د ژمنې له مخې بي بي حلیمې هغه د عبد المطلب کورنۍ ته د سپارلولپاره  را ووست خو زړه یې نه کېده چې محمد دې له هغوی نه ګوښی شي ، د هغه موربي بي آمنې ته وویل:  ښاري چاپېریال تل له ناروغیو سره مخ وي ، څه کېږي چې زه محمد د مکې د احتمالي ناروغیو له بېرې بېرته له ځان سره بوزم ، څه به لوی هم شي ، بي بي آمنې ورسره ومنله او محمدص  یې بېرته د هغه په لاس ورکړ.

کله چې دوی بېرته بني سعد قبیلې ته را وګرځېدل څو میاشتې نه وې تیرې شوې چې د شق صدر پېښه را منځ ته شوه ، مسلم له انس څخه د پېښې په اړه روایت کوی چې آنحضرت له ماشومانو سره له کوره د باندې لوبې کولې چې ناڅاپه جبرئیل راغی د هغه سینه یې وڅېرله او څه شیان یې ترې وایستل د هغه سینه یې د زمزم په اوبوچې په یوه تشت کې یې ورسره را وړې وي ومینځله اوسینه یې  بېرته یې وروتړله آنحضرت ته یې وویل : چې دا ستا په وجود کې د شیطان برخه وه چې ما وویستله .

هغه ماشومان چې له ده سره یې لوبې کولې ددې حالت په لیدو سره وارخطا شول او ژر یې د بي بي حلیمې په لور را منډه کړه وویل : محمد یې وواژه ، کله چې حلیمه د هغه خواته ورسېده نو ویې لیدل چې آنحضرت په الوتلې  بڼه ولاړ دی په غېږه کې یې را پورته کړ له ځان سره یې پریکړه وکړه چې محمد ژر خپلې موراو نیکه ته ورسوي چې خدای مکړه کومه بله ورته پېښه را منځ ته نشي په سبا یې هغه د مکې معظمې په لور روان کړ څو بي بي امنې ته یې وسپاره  خو بي بي حلیمې د انحضرت د رضاعي مور ابدي لقب د خپل ژوند په لوح نقش پرېښود .

جناب آنحضرت تر ۶ کلنی پورې د خپلې مور بي آمنې په خوا پورې پاته شو، دا وخت بي بي آمنې د خپل خاوند د قبرلیدو لپاره د یثرب په لورله خپلې مینځې ام ایمن اوعبد المطلب  سره  ر وانه او محمد یې هم له ځان بوت ، دوی په یثرب کې یوه میاشت تیره کړه او د بازګشت پرمهال بي بي آمنه د مکې معظمې او مدینې منورې ترمنځ د ابوا په سیمه کې ناروغه او وفات شوه ، انحضرت سخت وځورېد خو دا د الله ج پریکړه وه چې په تقدیرکې تیره شوی وه ، آنحضرت  له خپل نیکه عبد المطلب سره مکې معظمې ته را وګرځېد ، د عبد المطلب په زړه کې د آنحضرت په وړاندې د پخوا په پرتله د عطوفت او مهربانۍ ولولې اوجذبې نورې هم زیاتې شوې هغه یې ډېرنازاوه ، خوقضای فلک چې آنحضرت د اتوکالو او دوو میاشتو په عمر شو نونیکه عبد المطلب یې هم وفات او دې ده پالنه خپل کاکا ابوطالب ته تکیه شوه چې هغه د ۴۰کالو په موده د آنحضرت کلک پشتیوان او ملاتړی و ، ترهغه چې جناب رسول الله مبارک د حرا ه په غارکې په پیغمبری مبعوث شو او خپل رسالت یې پیل کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *