اجتماعی

نهه منزله اقتصادی بلاک

هغه بله ورځ مې د افغانستان یو دانشمند سره چې  د سیمي د سیاسي او اقتصادي چارو ماهر هم دی دا خبره مطرح کړه چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو او د منځنۍ  آسیا په وچه کې د حصارو هیوادو له ازادۍ  وروسته ډېره تمه دا وه چې د دې سیمې هیوادونه(هندوستان، پاکستان، افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان،ایران، قزاقستان قرغستان)به د پام وړ اقتصادي پیشرفت ولري.

غلام نبي ګل

هغه بله ورځ مې د افغانستان یو دانشمند سره چې  د سیمي د سیاسي او اقتصادي چارو ماهر هم دی دا خبره مطرح کړه چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو او د منځنۍ  آسیا په وچه کې د حصارو هیوادو له ازادۍ  وروسته ډېره تمه دا وه چې د دې سیمې هیوادونه(هندوستان، پاکستان، افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان،ایران، قزاقستان قرغستان)به د پام وړ اقتصادي پیشرفت ولري. او د دې هیوادو په ډله کې به د پاکستان کردار له ټولو نه مهم وي، او هم به تر نورو هیوادو ډېرې اقتصادي او سیاسی لاسته راوړنې ولري. اما د تمې خلاف په افغانستان کې داخلي جګړو او پر افغانستان د امریکا حملې او د دې هیواد اشغال هر څه ګډوډ کړل، او د دې سیمې د هیوادو په ټولګه کې په ترتیب سره افغانستان، پاکستان او ایران ډېر زیان ولید. زموږ بحث پر دې وغږیده چې له موجوده فرصت نه چې امریکا له افغانستان نه وتلې څنګه ځان راجوړ کړو. او څومره ممکنه ده چې دا هیوادونه د ټول ګټو هیوادو په نوم یو اتحاد رامنځ ته کړي. د دې اتحاد او یا په بله معناد اقتصادي همغږۍ  په مخ کې یو خنډ دا په مخکې راغی چې پاکستان به د داسې یو اقتصادي بلاک جوړیدو سره موافقه ونکړي. په مجلس کې د ناست یو ورور دلیل دا و چې پاکستان له هند سره د کشمیر په مسئله اختلاف لري، او پاکستان دکشمیر له داعې نه نه تیریږي. د همدې ورور په خبره چې پاکستان د کشمیر داعیه او یا د کشمیریانو د حقوقو دفاع د خپل هیواد د وحدت یو سمبول ګڼي، او باور یې دا ده چې د کشمیر په مسئله کې پوځ او ولس یو خوله ده. دې ورور ته ما وویل چې ټوله نړۍ کې هیوادونه ورته مشکلات لري، یا په یو شکل یا په بل شکل یې اړیکې ترینګلې وي خو په نړۍ کې داسې هیواد نشته چې د خپل هیواد علیا اقتصادي ګټې له داسې یوې ارضي مسئلې سره وتړي. چې د لسګونو کلونو په تیریدو یې د حل لپاره کومه اراده موجوده نده. له بلې خوا که سړی دا وګڼي چې کشمیریانو نه په دې دلیل دفاع وشي چې مسلمانان دي بیا خو په ټول هند کې د ۳۰۰ میلیونو په شاوخوا کې د مسلمانانو دفاع چې همدا اوس د هندي ملتپالو تر مستقیم ګواښ لاندې دي څه ځواب لري. آروپا چې یو وخت په خپلو کې د سل کلنو جګړو شاهده وه اقتصادي ګټو متحده کړه. بریتانیا په همدې نژدې وخت کې د اقتصادي ګټو په خاطر له آروپایي اتحاد نه ووتله. عربانو د اقتصادي ګټو په خاطر د فلسطین موضوع ته شا کړه، پدې اخته دي چې د اسراییلو سره مناسبات عادي کړي.

تر کومه چې لیدل کیږي د اقلیمي بدلون ناوړه اغیزې چې په اقتصاد مستقیمې اغیزې لري تر ډېره افغانستان، پاکستان او ایران ته متوجه دي، امنیتې ستونزې هم تر ډېره همدا سیمې ګواښي. د اقلیتونو ناخوښي هم د همدې هیوادو یو بل شکل دی، پدې سیمه کې د وګړو ناوړه اقتصادي حالت او لدې سیمې اقتصادي مهاجرتونه او د مغزونو فرار د دې هیوادو مشترکه ستونزه ده. عاقلانه تصمیم به دا وي چې دا هیوادونه د اقتصادي رغاوي او امنیتي ستونزو ته د ځواب ویلو په خاطر یو اتحاد رامنځته کړي. د دې سیمې طبیعي زیرمو مناسب اقلیم،په خپله خیټه کی خامو موادو او مارکیټ ته په کتو باور دا ده چې دا سیمه به د ګوتو په شمار کلونو په موده کې یوه شتمنه سیمه شي. د اقتصاد له رغاوي سره به اجتماعي پیشرفت او د سړې سینې کلتور وده وکړي چې بیا به نه ارضي دعوې ته ځای پاتې وي نه آبي ته.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *