اسلامی

د حج مراسمو د ښه مدیریت په پار د سعودي عربستان د حج وزارت له استازو سره د ویډیو کنفرانس د لارې غونډه وشوه

د حج لپاره د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا ترتیب شوی پلان د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ غړو د سعودي عربستان د حج او عمري وزارت او د دغه هېواد د هوانوردۍ ادارې له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې بحث او خبرې وکړې.

د حج لپاره د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا ترتیب شوی پلان ‏د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ غړو د سعودي عربستان د حج او عمري وزارت او د دغه هېواد د هوانوردۍ ادارې له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې بحث او خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې ارشاد، حج او اوقافو وزارت په استازولی د وزارت مالي او اداري عمومي رئیس مولوي عبدالولي حقاني د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت استازي بدر بن محمد السلمي ته د ښه راغلاست وویلي او نوموړي سره د غونډې اجنډا شریکه کړه.

په پیل کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هغو سهولتونو او اسانتیاوو برابرولو په هکله د سعودي عربستان له حکومت او په ځانګړي توګه دسعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له چارواکو څخه مننه وکړه چې دوی د نړۍ او په ځانګړي توګه افغان حاجیانو ته وړاندې کوي.همدارنگه ښاغلي حقاني د راتلونکي کال د حج لپاره د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا ترتیب شوی پلان او د تېر کال د حج په بهیر کې ځينې نیمګړتیاوې او مشکلات بدر بن محمد السلمي سره شریک کړل او زیاته یې کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکي ۱۴۴۵هـ ق کال ‏د حج مراسمو لپاره پوره او هر اړخیز پلان چمتو کړی، چې په کې د افغان حاجیانو لپاره هم په کور د ننه او هم په سعودي عربستان کې ښوونیز پروګرامونه په پام کې نیول شوي.ورپسې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت استازي بدر بن محمد السلمي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له کاري برنامو او پروګرامونو څخه هرکلی وکړ، او ژمنه یې وکړه چې د راروان کال د حج موسم په جریان کې به د افغانستان د ارشاد،حج او اوقافو وزارت لخوا چمتو شوي پلان په عملي کولو کې د ارشاد،حج او اوقافو وزارت سره مرسته وکړي او د افغان حاجیانو سره به هېواد همکاریو ته دوام ورکړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *