افغانستان

په بادغیس کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو ۱۰ قومي شخړې حل شوې

د بادغیس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د یاد ولایت په مرکز او ۳ ولسوالیو کې د ۱۰ قومي شخړو د حل خبر ورکوي.

د بادغیس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د یاد ولایت په مرکز او ۳ ولسوالیو کې د ۱۰ قومي شخړو د حل خبر ورکوي.

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمیر د باخترآژانس خبریال ته وویل، دغه قومي شخړې چې له تېرو څو کلونو را هیسې د آبکمري ولسوالۍ او د ولایت په مرکز پورې اړوند دروېش محمدي سیمه کې د خپلمنځي وژنو لامل شوی و د یاد ریاست ، د سیمې مخورو، علماوو او قومي استازو په همغږۍ حل شوې دي.

د نوموړي په خبره د یاد ولایت په مقر او غورماچ ولسوالیو کې هم د قومي جرګو په ترسره کولو سره ۸ حقوقي قضیې حل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې ضمیر د یاد ولایت په نورو ولسوالیو  کې هم د قومي شخړو د حل په موخه د ګړندیو هڅو ډاډ ورکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *