د بلخ په دولت آباد ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په هاشم آباد کلي کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه روغتیايی مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په هاشم آباد کلي کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه روغتیايی مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بلخ د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله توانا، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول خپل مسئولیت وباله او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
توانا زیاته کړه، چې دغه مرکز د خلکو په غوښتنه د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي، چې چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به ۷ زره کسان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
ورته مهال د دولت اباد ولسوال مولوي کمال الدین زاهد د عامې روغتیا ریاست له لوري د بلخ اوسېدونکو په ځانګړي ډول د دولت آباد ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه خوښي وښوده او ویې ویل، چې د هاشم آباد کلي اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به یې ستونزې حل شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي هم د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو خوښ دي او وايي چې په دې برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.