اجتماعی

د افغانستان کانونه، استخراج او اړتیا یې!

یوه نیمه لسیزه وړاندې د نړیوالو سروې گانو ښودلې وه، چې د افغانستان د کانونو ارزښت یو ترېلیون ډالرو ته رسېږي؛ خو په افغانستان کې اوږدمهاله جگړې د دې کانونو د استخراج مخه نیولې وه. افغانستان د سرو زرو، سپینو زرو، پلاتینیم، اوسپنې، یورانیم، کوټ، تاتینیم، المونیم، ډبرو سکرو، طبیعي ګاز، تېلو، زمردو، لاجوردو، سرب، جست او مسو کانونه لري. د دې سربېره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو گڼ کانونه هم لري، چې ډېر یې تر اوسه لا سپړل شوي نه دي او پر خپل ځای پاتې دي. د افغانستان د کانونو په اړه لا هم داسې دقیقه سروې نه ده شوې، چې د دې کانونو اصلي ارزښت وښيي؛ خو افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونه څخه دی چې پراخه طبیعي زېرمې لري او په استخراج سره یې ډېر ژر د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی شي.

یوه نیمه لسیزه وړاندې د نړیوالو سروې گانو ښودلې وه، چې د افغانستان د کانونو ارزښت یو ترېلیون ډالرو ته رسېږي؛ خو په افغانستان کې اوږدمهاله جگړې د دې کانونو د استخراج مخه نیولې وه. افغانستان د سرو زرو، سپینو زرو، پلاتینیم، اوسپنې، یورانیم، کوټ، تاتینیم، المونیم، ډبرو سکرو، طبیعي ګاز، تېلو، زمردو، لاجوردو، سرب، جست او مسو کانونه لري. د دې سربېره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو گڼ کانونه هم لري، چې ډېر یې تر اوسه لا سپړل شوي نه دي او پر خپل ځای پاتې دي. د افغانستان د کانونو په اړه لا هم داسې دقیقه سروې نه ده شوې، چې د دې کانونو اصلي ارزښت وښيي؛ خو افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونه څخه دی چې پراخه طبیعي زېرمې لري او په استخراج سره یې ډېر ژر د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی شي.

د روانې وږي میاشتې په ۹مه د افغانستان د کانونو وزارت له جلا جلا کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۶مېلیارده او ۵۵۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل، چې ورسره به زرگونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به هر کال د حکومت خزانې ته مېلیونونه ډالر راځي. دغه کانونه د لنډ مهال او اوږد مهال لپاره په قرارداد ورکړل شوي. په هېواد کې لا هم سلگونه داسې کانونه شته چې تر اوسه لا کشف شوي نه دي.

د اوسنۍ نړۍ غوښتنه دا ده چې حکومتونه باید ډېره تکیه په طبیعي زېرمو ونه کړي، بلکې ډېره تکیه یې باید په صنعت، اقتصاد او نورو برخو وي؛ ځکه طبیعي زېرمې ختمېږي؛ خو که ډېر پام صنعت او اقتصاد ته وشي، هېوادونه ورسره لا پرمختگ کوي. په نړۍ کې گڼ شمېر داسې هېوادونه شته چې هېڅ طبیعي زېرمې نه لري؛ خو د ښه اقتصادي حالت او صنعت له امله په نړۍ راج چلوي. له بل لوري په نړۍ کې بیا هېوادونه هم شته چې پراخه طبیعي زېرمې لري؛ خو خلک یې تر ټولو ډېر سخت ژوند لري، چې افغانستان یې یوازې یوه بېلگه ده. دا چې اوسمهال له افغانستان سره د نړیوالو له   لوري مرسته نه کېږي،

حکومت ته پکار ده چې د بیارغونې، صنعت، برېښنا، زده‌کړو او نورو برخو لپاره له کانونو گټه واخلي. یو به د افغانستان دا پراخه طبیعي شتمني هم د ځمکې له تله راووځي، د هېواد اقتصادي حالت به ورسره ښه شي، خلکو ته به کار پیدا شي او ورسره به د حکومت خزانه هم نه تشېږي. له بل لوري په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله نړیوال د ځینو کاني توکو په استعمال هم د بندیزونو خبره کوي، چې یو یې د ډبرو سکاره دي او افغانستان بیا د ډبرو سکرو دومره کانونه لري چې په یوه پېړۍ کې به هم ختم نه شي.

مسلکي تړونونه:

عموماً په تړونونو کې دواړه لوري هڅه کوي چې ډېره گټه وکړي. یو شرکت چې خپل هېواد پرېږدي او په بل هېواد کې پانگونه کوي، حتماً ورسره د ډېرې گټې فکر وي. د افغانستان د کانونو وزارت باید دې ته ډېر پام وکړي چې په تړونونو کې د افغانستان ډېره گټه په پام کې ونیسي. ځینې شرایط پرې کېږدي. د بېلگې په ډول: کارکوونکي یې باید افغانان وي، ټولې چارې یې باید د هېواد دننه ترسره شي، چې د هرات د اوسپنې په تړون کې دغه ماده هم ذکر کړې ده، چې د اوسپنې ټولې چارې به د هېواد دننه کېږي. د سړکونو پخول، برېښنا برابرول، د کانونو د استخراج د بهیر پرله‌پسې څارنه، له بهرنیو سره اوږه پر اوږه د ژمنو افغانانو گمارل او گڼې داسې نور مسئایل شته چې باید دې برخې ته پام وکړي.

اړتیا یې:

له دې هېڅوک هم سترگې نه‌شي پټولی چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د کانونو چور روان وو. د دې ملي شتمنو گټه یوازې د څو کسانو جېبونو ته تلله او حکومتونه پرې خبر هم نه وو. دا چې اوسمهال په ټول هېواد کې امن دی. الحمدلله. د حکومت هر ځای       ته لاسرسی کېږي، باید د کانونو د ناقانونه استخراج مخه هم ورسره ونیول شي.

افغانستان د نړۍ یو شتمنو هېوادونه څخه دی؛ خو خلک یې هغسې ژوند نه لري چې څومره یې هېواد شتمن دی. افغانستان لا هم په گڼو برخو کې بیارغونې ته اړتیا لري. د هېواد ډېره برېښنا وراداتي ده؛ خو برعکس هېواد مو پراخه اوبه لري او په گڼو برخو کې پرې د برېښناکوټونو د جوړېدو اسانتیاوې شته. د لویو لارو سړکونه خراب دي، روغتیايي سیستم مو تقریباً فلج دی، د سیمې په کچه هم پوهنتونونه نه لرو، د زده کړو سیستم مو ډېر وروسته پاتې دی او سلگونه نورې ستونزې…

د دې ټولو ستونزو د حل لپاره اوس یوازې زموږ په لاسونو کې کانونه دي. په دې برخه کې باید کورني او بهرني نور شرکتونه هم را جذب شي او دې لېواله شي چې په دې برخه کې پانگونه وکړي چې گټه به یې دواړه لورو ته رسېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *