اجتماعی

د فقید الامت!حقاني صاحب په جهادي، علمي او سیاسي کارنامو څو ټکي

دافغانستان اسلامي امارت دوږ ي په ۱۳مه ( ۱۳۹۷ل) (سپتمبر په۴مه ۲۰۱۸م )اعلان وکړ چې  بقیة السلف  ،قاید المجاهدین  الحاج  مولانا جلال الدین حقاني  دورپیښې ناروغۍ له امله داجل داعي ته  په لبیک ویلو  له فاني نړۍ نه دتلپاتي ژوند ( اخرت) په لور رحلت کړی   انا لله وانا الیه راجعون

لیکنه: ابوظهیر

دافغانستان اسلامي امارت دوږ ي په ۱۳مه ( ۱۳۹۷ل) (سپتمبر په۴مه ۲۰۱۸م )اعلان وکړ چې  بقیة السلف  ،قاید المجاهدین  الحاج  مولانا جلال الدین حقاني  دورپیښې ناروغۍ له امله داجل داعي ته  په لبیک ویلو  له فاني نړۍ نه دتلپاتي ژوند ( اخرت) په لور رحلت کړی   انا لله وانا الیه راجعون

۷۹ کلن  حقاني صاحب   دپخواني شوروي اتحاد یعنې د اوسنۍ روسیې داشغال په وړاندې په تاریخي او ستر افغان جهاد او جنګ کې دمجاهدینو د مهم قاید او غښتلي قومندان  په حیث پیژندل کیده .

هو! تجربه شاهد ده چې یوازي دکتابونو پر لوستلو سره دیو علم حقیقي ثمرات   او خواږه  ترهغه  پورې ټول  نه ترلاسه کېږي څو عالم شخص پر هغه دعمل لپاره  خپل ځان یومخ فارغ او وزګارنکړي ، هغه مهال چې دشوروي  اتحاد په مستقیم او غیر مستقیم لمسون دثور کودتاه رامنځته شوه حقاني صاحب نوی داسلامي علومو او فنونو له لوستلو فارغ شوی و او بیا د خدای ورکړي ذهانت ، ذکاوت  اود ژور علمي استعداد  لرلو په وجه  دآسیا دمشهورې اسلامي  جامعې (دارلعلوم حقانیه)  دشیوخو او مهتمم شیخ الحدیث مولانا عبد الحق   د ځانګړې لورینې   او پیرزوینې  سره سم په دارالعلوم حقانیه کې دمدرس  او استاد په حیث مقرر شو ی و ، ددارالعلوم حقانیې یو قابل استاد ،په یو وخت   دپښتو، فارسي، اردو او عربي ژبو  وتلي شاعر ارواښاد حافظ محمد ابراهیم فاني کیسه کوله په هغه کال چې افغانستان کې  دثور کودتاه  وشوه ما  (فاني)دلته (حقانیه کې) له حقاني صاحب نه  اصول الشاشي ویله،  د انقلاب  په راتلو  سره حقاني صاحب  شیخ الحدیث مولانا عبد الحق ته ورغی  او ورته ویلي: حضرت!    شاید  نور تدریس ونکړای شم  زموږ وطن کې دشوروي په  مټ کمونستان واک ته رسیدلي او علماوو دهغوی په مقابل کې جهاد پیل کړی  ماته اجازه راکړئ چې  جهاد ته لاړشم!

حقاني صاحب   ادراک درلود  چې کوم علم ما په ۱۵ـــ ۱۶ کاله حاصل کړی اوس وخت راغلی چې پر هغه دعمل کولو لپاره ځان له  نورو ټولو مصروفیتونو څخه وزګار کړم  او جهاد داسلامي شریعت  په حکمونو کې عظیم الشان  حکم دی  خو بدبختانه دڅو پیړیو راهیسې  د نیږدې ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو ورته په شاګرځولو ترک کړی  او  هیچا ته مهم نه ښکاري ضرورت دی چې  اول پخپله په دي حکم( جهاد) عمل وکړم او بیا نور مسلمانان هم  ورته را و بولم  هغه و چې حقاني صاحب  لومړی پخپله دمدرسې دتدریس نه  دجهاد ډګرته ودانګل او بیا یې نورو مسلمانانو ته  پکې دګډون بلنه ورکړه .

دحقاني صاحب او دنورو علماوو هڅو دومره رنګ راوړو چې ډیر ژر دکمونستانو دالحادي عقایدو پرضد دجهاد منظم صفوف  رامنځته شول او په لنډ وخت دکمونست رژیم پرضد  دمجاهدینو لخوا منظم عملیات پیل شول، دحقاني صاحب   مجاهدانه کردار  ددښمن لپاره دومره ځورونکی او له زغم بیرون و چې   یوې کمونستې محکمې هغه پر غیاب کې پر اعدام محکوم کړ؛ دکمونستي محکمې دا ګام که یو پلوته داسلام او وطن سره دهغوی  نه بښونکې دښمني…  او جفاپه ډاګه کوي بل پلو ته دحقاني صاحب  جهادي حقانیت ته یولازوال شرف  او ویاړ وربښي چې دمجاهدانه شخصیت څخه یې  دښمن دومره ډار درلود چې پر غایبانه اعدام سره یې محکوم کړ! بیا کله چې  دکمونستانو باداران  (شورویان) راغلل  هغوی هم  پخپل ټول ځواک کوښښ وکړ چې حقاني صاحب  یا ژوندی ونیسي او یایې  په شهادت ورسوي  خو داچې مرګ او ژوند  زموږ په عقیده دانسانانو له وس وتلی کاردی، حقاني صاحب  سربیره په دې چې د جنګونو دوامداره قومنده به یې  پخپله ورکوله ، الله تعالی دهغوی دغه ناوړه  ارزو پوره نکړه او پکې ترپایه دناامیدۍ  اوناکامۍ سره مخ ول.

هو!امریکایې ښکېلاک  دخپل شیطاني یرغل سره سم دارواښاد حقاني صاحب   په سر دملیونونو ډالر انعام وټاکه، د خپلې پرمختللې  ټیکنالوجۍ او وسائلو ترڅنګ په لوی شمېر پردیپال  افغانان هم  شپه او ورځ لګیا وو

چې څنګه  حقاني صاحب ومومي او ورته  ضرر ورسوي څو دامریکایانو ارزو پوره شي ، امریکایانو پخپله هم  دحقاني  صاحب د مندلو او په شهادت رسولو لپاره  درانه عملیات وکړل  لیکن  داچې  مرګ اوژوند دامریکایانو له وسه بیرون دی هغوی  دټولو کوښښونو او هڅو باوجود پاتې راغلل  او  الله تعالی حقاني صاحب  دهغوی له شرڅخه وساته .         نوربیا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *