مصاحبه

دبیهقي کتاب خپرولو  ریاست مسؤلین:تېرکال ۲۶ډوله بېلا بېل کتابونه چاپ شوي   

داطلاعاتو اوکلتوروزارت دبیهقي کتاب خپرولو  ریاست مسؤلین وايي: تېرکال مو۲۶ډوله مختلف کتابونه چاپ کړی او۵۰ډوله بېلابېل کتابونه دچاپ لاندې دي،دامهال دري ډوله درسي تجویدي قرآن شریفونه شتون لري چې د هېواد خطاطانو په لاس لیکل شوي ،هغه زیاتوي چې لیک یې نړیوال حیثیت اولوړ معیار لري  د۱۲۰۰۰په شاوخوا کی چاپ او۳۰۰۰۰۰ لاکه به په راتلونکې نږدي وخت کښې دامیرالمومنین حفظه الله په ځانګړې پاملرنه اود ملاخیرالله خیرخواه او د رئیس لوزرا په حکم ترچاپ لاندې دی. 

سمیع الله مومند

داطلاعاتو اوکلتوروزارت دبیهقي کتاب خپرولو  ریاست مسؤلین وايي: تېرکال مو۲۶ډوله مختلف کتابونه چاپ کړی او۵۰ډوله بېلابېل کتابونه دچاپ لاندې دي،دامهال دري ډوله درسي تجویدي قرآن شریفونه شتون لري چې د هېواد خطاطانو په لاس لیکل شوي ،هغه زیاتوي چې لیک یې نړیوال حیثیت اولوړ معیار لري  د۱۲۰۰۰په شاوخوا کی چاپ او۳۰۰۰۰۰ لاکه به په راتلونکې نږدي وخت کښې دامیرالمومنین حفظه الله په ځانګړې پاملرنه اود ملاخیرالله خیرخواه او د رئیس لوزرا په حکم ترچاپ لاندې دی.

داطلاعاتو اوکلتوروزارت دبیهقي کتاب خپرولو ر‌ئيس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي  زاده دکابل ټایمز ورځپاڼې خبریال ته په یوه ځانګړې مرکه کې وويل((په تېرکال کې مو۲۶ ،فرهنګي ،اجتماعي،اقتصادي،تاریخي ټولنیز،ادبي،اسلامي،سیاسي اونورو برخوکښې مختلف کتابونه خپاره کړي دي.))

هغه زياته کړه: ((قرآن شریف موپه ۱۸ نسخو کښې ترتیب کړ اودلومړی ځل لپاره مو چاپ کړ،چې  په تېرو۱۴۰۰ کالونوکښې په افغانستان کښې قرآن شریف نه وچاپ شوي،دافغانستان په ملي ارشیف کې په سلګونه نسخې موجودي وي خوافغان مومن اولس نشوکولاي چې له هغې نه استفاده وکړي، زمونږ د ریاست په نوښت یو افغان لیکوال په لاس ولیکل شو،په نوي رسم الخط په افغاني چاپ او په افغانستان کښې چاپ شواو په همدې ترتیب کابلي تفسیرچې دافغانستان علماءلخوا پخوا ژباړل شوی و،دنوموړي تفسیر څخه سعودي عربستان ،ایران او پاکستان اخذ کړي و،خو اصلي نسخه یې چا نه وه چاپ کړي په لومړي ځل په دری ژبه چاپ شوچې لګښت پری ۴۰۰۰ افغانۍ راغي اومونږپه ۲۵۰۰افغانۍ بازار ته وړاندی کړ،ترڅوخلکوته ورسیږي،اودکابلي تفسیرچاپ په پښتوژبه کښې دعلومواکاډمی څخه په املاءاوانشاء کې مرسته وغوښته په نږدې راتلونکي کښې ۶جلده په لوړ معیارچاپ شي همداشان کابلی تفسیر دپښتودری ترڅنګ په مروجو افغانی ژبو ژباړل شوي.))

مفتي زاده وویل، دماشومانو نوراني قاعده په پښتوژبه ۴۰۰۰۰ټوکه اوپه،دري،ازبکي،پشه یي اوپلوچي ژبوباندې هم خپاره کړه اودماشومانودادب لپاره نوروکتابونه هم خپاره شوي اواینده لپاره دنوردخپرولوپلان هم شته .

همدارازهغه وایي: ((دتالیف اوژباړی آمریت چې نوي دبیهقي کتاب خپرولوپه ریاست کښې ایجادشوي دامهال یې په ۷ مختلفو ژبو اینګلیسي،جرمني،فرانسوي، عربي، روسی،دری اوپښتوڅخه اړیني ژباړي کوي.))

مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده څرګنده کړه، چې په تېر یوه کال کې ۱۴دکتاب نندارتونونه  په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې  جوړ کړي چې،  په پنجشیر،بامیانو،میدان ښار،ننګرهاراودکابل طبي پوهنتون ترڅنګ دکابل په ګڼ میشتو سیموکې  کښې جوړکړي و،دکتاب نندارتون څخه هدف داو چې خلکوکې د مطالعي ځواک پیداکړي اودمطالعي فرهنګ ته وهڅول شي،په همدې ترتیب زمونږځیني ځوانان دمطالعي  سره دومره مینه نه لري،مونږغواړوچې کتابونه په ارزانه بیه وپلورو،اوکتاب په ښه کیفیت چاپ کړو،اوځوانان وهڅووچې دکتاب مطالعه وکړي، نوموړي نندارتونونه  د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.)

مفتي زاده زیاته کړه: دامهال دکابل ښار په ډېروسیموکښې ۱۴کتاب پلورولوغرفي شتون لري اودالړۍ به دهېواد ۳۴ ولایتونوته هم وغځیږي چې سږ کال به بیهقی ۱۴ ولایاتو کې خپلې پلورنځۍ پرانیزي،موخه مودیاودوغرفوڅخه داده چې دبیهقي دکتاب خپرولو ریاست او دولتي ارګانونو ،کتابونه اخبار او رسالې  دښاراوولایتونووګړولاس ته ورسیږي په همدي ترتیب دپلور آمریت دخصوصی کتاب پلورنځیو او دناشرانوکنترول مدیریت ترسره کوي.

دنوموړي ریاست ریس وایي، دقرآن شریف اونورکتابونه چې مونږخپاره کړي،ډیجټلیي سیستم باندې کار روان دي،اوهمداسې یوسایت هم جوړه و،اودکابل ښارپه زړه کښې مو یوه غرفه تیاره کړیده چې خلک کولای شي چې فلش،سی ډی اونورو پواسطه څخه په انځوریز اوغږیزډول زمونږقرآن شریفونه اوکتابونه ترلاسه کړي ،چې په نږدي وخت کې به په فعالیت پیل وکړي.

د هغه په خبره دکتاب دخپرولوارګانونه یاناشرانوسره مونږه په بشپړډول همکاریو،کله چې یوکتاب خپریږي دکتاب لپاره چې کوم معیارونه په نظر کښې نیول شوي هغه باید طی مراحل کړي اوکوم کتابونه چې په غیري معیاري ډول چاپ کېدی دهغه مخنیوي موکړی دی اودبې ارزښته کتابونودمخنیوي په خاطر د بیهقي کتاب خپرولو ریاست یومدیریت جوړکړی،دټولوناشرانولپاره یو واحد مرکز جوړوو چې ځای مو ورته هم انتخاب کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې له بهر څخه هېواد ته د واردېدونکو کتابونو د کتنې او څېړنې په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري کمېسیون جوړ شوی او په تېر یوه کال کې سلګونه ټوکه داسې کتابونه راټول کړي، چې د نورو دینونو لپاره پکې تبلیغ شوی و او همدارنګه د افغانانو تر منځ د نفاق خپرولو موضوعات پکې ځای پر ځای شوي .

مفتي زاده زیاته کړه: په افغانستان کښې دولتي اوخصوصي مطبعې زیاتي شوي،اوپه خصوصي مطبعوکې احمد اوبهیرپه نامه مطبعې په داسې معیاراوسټنډردکتابونه اونورشیان چاپوي چې په ایران اوپاکستان کې یې هم سارۍ نه لیدل کیږي.

په همدې ترتیب په دري ژبه د عالیقدرامیرالمومینین شیخ هبة الله حفظه الله د فرمانونو ژباړه هم شوي ده، دشېخ صاحب هغه فرامین او ویناوې چې تاریخي بڼه لري ،هغه هم چاپوو،چې د تاریخ په ډول پاتي شي ،اود ۱۴۴۴ کال کلیزي دتوضیع اوخرڅلاو له درکه  د (۶۳۰۰۰) افغانۍ راټولي شوي،۳۰۰۰۰۰کتابونه وړیا ویشل شوي، ۷۰۰۰۰۰ پلور شوی ،دملکیتونو په شمول ۱۲لکه عواید راوړل شوی د تفسیر شریف څلورم او پنځم ټوک په پښتو ژبه د (۱۴۲۸) مخونو په درلودلو سره بیا کتنه،د قرآن کریم د چاپ او تصحیح د جواز  اخیستل،د کابلي د تفسیر شریف په پښتو ژبه (۷۵) سلنه  بشپړ شوی دی.

همداشان مفتي زاده وایي: دکابل په ښار کې یوګرځنده کتاب پلورنځي جوړه وو، هرچیرته چې غونډي جوړیږي  هغې ته کتابونه  ورورسوي،همدا ډول هیله یې څرګنده کړه چې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په یو اکاډمیک مرکزباندې بدل شي .

مفتي زاده همدارنګه وویل، چې د وزارت له لارې يې ټولو ولایتونو ته مکتوبونه لېږلي، تر څو غوره ليکوال او غوره کتاب دوی ته ور وپېژني، د دغو کتابونو د چاپولو لګښت به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ورکول کېږي او دلیکوالانو لویه غونډه جوړوی دکتاب چارو دسیمنار ترڅنګ مخکتنه دنستعلیق خط ارزونه او افغانی هنر دتثبیت په موخه دقرآن کریم دخطاطانو سیالی هم لری.

دبیهقي کتاب خپرولو ریاست مشر زیاته کړه:دامهال دري ډوله قرآن شریفونه لروتلاوتي او دوه ډوله یې تجویدي دي چې هر یوډول به یې تر سلوزرو ټوکوپه اندازه نږدي راتلونکي کښې چاپ شي،اودقرآن کریم دچاپ له درکه په کال کښې تقریباْ ۷۰مېلیونه افغانۍ عواید د دولت خزاني ته وسپارل شي.

مفتي زاده وویل: دطبع نشرآمریت چې دلسګونو کتابونو رسالو دچاپ ترڅنګ دسرمیزی، جیبي او دیوالي کالیزې چاپ او وزارتونو، ارګانونو، شرکتونو او خصوصی ټولنوته یی د۳۵۰۰افغانۍ په بدل کې  سافټ وړاندې کوي.

دکلنۍ امریت چې دهیوادټولو وزارتونو لاسته راوړنې او زیراو فیوګرافی هرکال کې چاپ او دتاریخ په ډول ثبت کیږی.

مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده زیاته کړه (( د۱۴۰۲هجري شمسي کال لپاره به ۵۰،فرهنګي، اجتماعي،اقتصادي،تاریخي ټولنیز،ادبي،اسلامي،سیاسي اونورو برخوکښې بیلا بیل کتابونه چاپ شي.))

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *