اجتماعی

د بدنظري اسباب، ناوړه پایلې او علاجونه

نن ورځ هغه ګناه چې ډېره عامه شوې ده او خلګ ورته د ګناه په سترګه نه ګوري؛ هغه بدنظري(دسترګو غلط استعمال) دی. اکثره هغه فتنې او فسادونه او د ځوان نسل بې لاريتوب چې زموږ ټولنه ترې کړیږي؛ د همدې ګناه پيداوار دي. نن که څوک نه غواړي بیا هم له دغه ګناه سره مخ دي؛ ځکه ددې ګناه ستر مرکز انټرنیټ دی چې نن ورځ هر څوك ورته اړتیا او لاسرسی لري.

نن ورځ هغه ګناه چې ډېره عامه شوې ده او خلګ ورته د ګناه په سترګه نه ګوري؛ هغه بدنظري(دسترګو غلط استعمال) دی. اکثره هغه فتنې او فسادونه او د ځوان نسل بې لاريتوب چې زموږ ټولنه ترې کړیږي؛ د همدې ګناه پيداوار دي. نن که څوک نه غواړي بیا هم له دغه ګناه سره مخ دي؛ ځکه ددې ګناه ستر مرکز انټرنیټ دی چې نن ورځ هر څوك ورته اړتیا او لاسرسی لري.

داچې له ګناه څخه د ځان ژغورلو یوه لاره د ګناه لاري بندول او د ګناه ناوړه پایلو ته پام کول دي؛ نو ما هم وپتیله چې د هر مسلمان په ځانګړي توګه د ځوان نسل د خيرخواهۍ لپاره دلته لومړی د بدنظري اسباب، ورپسې یې ناوړه پایلې او په پای کې یو شمېر د علاج لارې ذکر کړم.

د بد نظري اسباب

١ -دنفس اتباع او خپل خواهشات پوره کول.

٢ -د بدنظري په ناوړه عواقبو ناخبري.

٣ -نکاح ځنډول.

٤ -د الله تعالی په عفوه باور کول او سخت عذابونه يې له پامه غورځول.

٥ -له بدو خلګو سره ملګرتیا کول.

٦ -د انټرنیټ ډېر استعمال او ناوړه فلمونه، سریالونه، ډرامې او مجلې کتل.

٧ -دښځو او نارينه د اختلاط په ځايونو(په ځانګړي توګه بازارونو) کې ډېر ګرځېدل.

٨_له الله تعالی څخه ډار او تقوا پريښودل.

٩ -په بازارونو، کارځایونو، ښونځيو او سړکونو کې د ښځو آزادي او بې پردګي.

١٠ -د ګناهونو دنیوي او اخروي زیانونه له پامه غورځول.

د بدنظري ناوړه پایلې

١ -الله تعالی او د هغه رسولﷺ خفه کول.

٢ -په زړه کې کمزوري، غمونه، وسوسې او سختوالی پيداکېدل.

٣ -زړه ته دشيطان یوه لاره جوړول.

٤ -انسان په غفلت کې پاتې کيدل.

٥ -زړه د ايمان له انواراتو او بصيرت څخه بې برخي کیدل.

٦ -ناروا مينې او عشق مجازي ته لاره هوارول.

٧ -له آخرت څخه غافله کيدل.

٨ -زړه د شهواتو سمندر ته ټيل وهل.

٩ -له هغه چا سره زړه تړل چې ورسره هر ډول اړيکې ناروا وي.

١٠ -د ستونزو او فقر دروزاه پرانيستل.

١١ -دخیر له کارونو بې برخي پاته کيدل.

١٢ -د کتونکي او الله تعالی تر منځ او د کتونکي او نورو انسانانو ترمنځ نفرت او بیلوالی رامنځته کیدل.

١٣ -په دیني ارزښتونو بې باوري او عملي کمزوري.

١٤ -له مستقيمې لارې انحراف او کوږوالی.

١٥ -په رواني ناروغیو اخته کيدل.

١٦ -کورني اختلافات او شخړې رامنځته کيدل.

١٧ -په حافظه کې کمزوري پيدا کيدل.

١٨ -د ژوند له موخو شاته پاته کيدل.

١٩ -په انسان کې بزدلي پيداکېدل.

٢٠ -د الهي ميني او عشق پر ځای له مخلوق سره مينه کول.

د بدنظري علاجونه

١ -هغه قرآني او نبوي دلایلو ته فکر کول چې په ناروا نظر کې وارد شوي دي.

٢ -له الله تعالی څخه د سترګو په ساتنه کې توفیق غوښتل.

٣ -همیشه الله تعالی حاضر او عالم ګڼل.

٤ -د قيامت په ورځ په انسان باندي د سترګو شاهدي په ياد لرل.

٥ -هغه ملايکې په ياد لرل چې د انسان عملونه لیکي.

٦ -نفلي عبادتونه کول.

٧ -روژه نيول.

٨ -هميشه د الله تعالی ذکر کول.

٩ -له ګناه څخه په پرهيز کولو کې له نفس سره مقابله کول.

١٠ -له هغه ځايونو ځان ژغورل چې د غلط نظر امکان وي.

١١ -د جنتي حورو ښايست او تلپاتي پيغلتوب په ياد لرل.

١٢ -د سلفو صالحينو تاريخونه مطالعه کول.

١٣ -الله تعالی ته رښتيني توبه ایستل.

١٤ -د قبر عذاب، قيامت، پل صراط، جنت او دوزخ یادول.

١٥_د الله تعالی په خوشحاله کولو کې کوشش کول.

١٦ -خپل عواطف ددين په خدمت، امر بالمعروف او نهی عن المنكر کې مصرفول.

١٧ -نکاح کول.

١٨ -د نیکانو خلګو سره ملګرتیا کول او له بدکاره ملګرو ځان ژغورل.

١٩ -بدنظري د سترګو زنا ګڼل.

٢٠ -له هغه ځايونو ځان لري ساتل، چیرته چې د ښځو او نارينه وو اختلاط موجود وي.

٢١ -د انټرنیټ استعمال د ځان لپاره عادت نه جوړول، د استعمال په صورت کې یې غوره اهداف په پام کې نیول او له هر ډول ناروا تصويرونو، فلمونو او سريالونو ځان ژغورل.

٢٢ -په لاره، موټر، بازار او نورو ځايونو کې سترګې لاندي ساتل.

٢٣ -سترګې د الله تعالی ستر نعمت ګڼل او په تقوا سره يې شکر ادا کول.

٢٤ -له بې فایدې کتلو ځان ژغورل.

٢٥ -له ناروا نظر څخه د ځان ساتلو ګټې په پام کې نیول.

٢٦ -دیني زدکړه کول.

٢٧- د سترګو ګناه لویه ګڼل.

٢٨- حلاله نفقه خوړل.

٢٩- له ټولو شرایطو سره برابر په خشوع او عاجزي لمونځ ادا کول.

٣٠- ددنیا هر ډول شهوات او خوندونه فاني ګڼل

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *