افغانستان

مولوي عطا‌‌ءالله عمري: کرنې وزارت پلان لري، چې د هېواد په څلورو زونونو کې زراعتي کمپلکسونه جوړ کړي

د کرنې او مالدارۍ د کمپلکسونو د جوړولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت د یو شمېر چارواکو او کارپوهانو په شتون کې جوړه شوې.

د کرنې او مالدارۍ د کمپلکسونو د جوړولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت د یو شمېر چارواکو او کارپوهانو په شتون کې جوړه شوې.
دا غونډه د تېرو غونډو په دوام د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ د کمپلکسونو د جوړولو د ترتیب شوې طرحې په اړه د خبرو اترو او نظریاتو د تبادلې په موخه جوړه شوې وه، چې په کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشر تابه او کارپوهانو د یادې طرحې د بډاینې او پلي کېدو په پار خپل نظرونه وړاندې کړي.
مولوي عطاء الله عمري د طرحې جوړونې د بهیر په چټکتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ په ټول توان سره هڅه وکړئ ترڅو هغه طرحه، چې د وروستي کولو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت رهبرۍ ته وړاندې کېږي باید ټول شموله، شته امکاناتو سره برابر، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور واقعیتونو سره سم او په ټوله کې عملي بڼه ولري، ترڅو ژر تر ژره پلي شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلان لري، چې پر بنسټ به یې د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړ شي.
په پام کې ده، چې د یادې طرحې له بشپړیدو وروسته د تصویب لپاره د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *