ملاخیرالله خیرخواه: د ټولنې ځوان قشر بايد تل د هېواد د آبادۍ فکر وکړي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون د دغه وزارت د ځوانانو معینیت لخوا د آنلاين سوداګرۍ (فريلانسينګ) تخصصي مرکز د پرانيستغونډې کې وویل، چې د ټولنې ځوان قشر بايد تل د هېواد د آبادۍ فکر وکړي او دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

ملا خیرالله خیرخواه دغه راز
د ټولو برياليو محصلينو په راتګ خوښي وښوده او ويې ویل، چې ځوانان د ټولنې نه ستړی کېدونکی قشر دی، دوی بايد تل د هېواد د آبادۍ او جوړولو فکر وکړي او دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
ملاخیرالله خیرخواه همدارنګه زیاته کړه:«اسلامي امارت ژمن دی چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تاسو هم هڅه وکړئ چې له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړئ.»
د نوموړي په خبره، ځوانانو اشغال مات کړ، هېواد ته یې ازادي وګټله، اوس بايد په تعليمي ډګر کې همغه ډول کوښښ وکړي، څو تعليمي ډګر کې هم بريا ثابته کړي.