اجتماعیسیاسی

وطن جنت نشان دی

افغانستان په څو لسېزو کې د بيارغوني د دومره بنيادي پوښښ لاندې نه ؤ راغلی.

احمد منصور عصمتي

افغانستان په څو لسېزو کې د بيارغوني د دومره بنيادي پوښښ لاندې نه ؤ راغلی.

د تېرو دوو لسيزو وروسته چې پر وطن يو ځل بیا اسلامي امارت حاکم شو، د نورو چارو تر څنګ اقتصادي ډګر کې هم ښه پرمختګ وشو.

د بنديزونو او ډيرو ستونزو سربیره حياتي پروژي شروع شوي.

مثال په توګه د قوشتيپې حياتي کانال جوړول، د سالنګونو بیا رغول، د لويو لارو بيارغونه اخيستلای شو.

د افغانستان په اقتصاد کې پرمختګ ځکه وايو چې دلته دوه کاله تر مخه چې نړۍ او شیطانخيل له دې ځايه لاړه نو اټکلونه يې دا وه چې حکومت ښپږ مياشتې دوام نکوي، خو دويمه کلېزه يې هم تيره شوه او ددوی د تحليلونو خلاف نظام الحمد الله ډير مثبت طرف ته روان دی..

اصل کې سيکلولريزم دين له سياست او حکومتولی څخه جدا بولي، خو هغه متخصصين(!) چې شل کاله دلته حاکمان وه، تکيه کلام يې دا ؤ چې ملا په حکومتولی نه پوهېږي، نو هېواد اقتصادي پرمختګ نکوي.

خو په دوه کاله کې ښکاره شوه چې پګړۍ وال د نظامي او سياسي د‌ ډګرونو د فتحه کولو وروسته په اقتصادي ډګر کې دومره ځلېږي چې نړيوال هم حيران دي چې په دومره کمو امکاناتو دومره پرمختګ څه ډول کوي.

دا د ملا د شفافيت او ريښتينولی يوه بيلګه ده.

په وطن کې شل کاله د خبرونو سرټکی جنازه، بمبارد، چاپه، ظلم او ستم ؤ.

هره ورځ به سلګونه ځوانان تورو خاورو ته سپارل کېده، په وطن کې يو وحشت خپور شوی ؤ، خو لله‌الحمد دا دوه کاله يوازې د پرمختګ او بيارغونې خبرونه اورو.

هر ټلويزيون او راډيو چې خبرونه نشروي د پرمختګ په اړه دي، دا مهم بدلون دی.

موږ او تاسي بايد د حالاتو په درک سره له راغلې فرصت څخه استفاده وکړو او د حکومت تر څنګ د وطن په بيا راپورته‌کولو کې ونډه ولرو.

څه ستونزې به وي، خو که خدای مکړه همدا فرصت ضايع شو بيا به‌ پښېمانه يو او افسوس به کوو، چې هغه وخت پښېمانتيا هيڅ درد نه دوا کوي.

راځئ! د حکومت تر څنګ ودرېږو او خپل هېواد د سيالانو سيال کړو.

په نعمتونو باندې شکر کاږل نعمتونه ډيروي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *