جهان
د پاکستان ترینګلتیا؛ امریکا او بریتانیا خپلو وګړو ته د نه ورتګ سپارښتنه کړې
بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګت او بلتستان ته له تګ ډډه وکړي.
بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګت او بلتستان ته له تګ ډډه وکړي.
د امریکا متحدو ایالتونو هم خپلو وګړو ته ویلي، چې د پاکستان شمالي سیمو ته د سفر پر مهال «خورا محتاط» اوسي.
د ګلګت بلتستان ځينو ښارونو کې له څه مودې راهیسې د مذهبي ډلو احتجاجي غونډې او لاریونونه دوام لري. دغلته د ځینو مذهبي مشرانو خلاف د پاروونکو ویناو او بیانونو په تور مقدمې درج شوې دي.
د سکردو د یوې مذهبې ډلې د مشر خلاف د دیامیر په چلاس ښار کې لومړی د مقدمې ثبتېدو او بیا د هغه د نیولو خلاف احتجاجونه وشول او د نوموړي پلویانو لویه لاره دوه ورځې تړلې وه. تر دې وروسته په سکردو کې خلکو په یوه احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې که د دوی لپاره د چلاس لار خوندي نه وي، نو د کارګل سړک دې ورته پرانیستل شي.