اجتماعی

د واخان سـړک دهيواد له مهمو لويو لارو څخه شمېرل کېږي

په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق په لړ یوه هم دواخان دهلېــز يــا ورېښــمو لارې سره د نښــلولو پروژه ده. دورېښــمو له لارې له چين سره دافغانســتان نښــلول،

شاه محمود درویش

په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق په لړ یوه هم دواخان دهلېــز يــا ورېښــمو لارې سره د نښــلولو پروژه ده. دورېښــمو له لارې له چين سره دافغانســتان نښــلول، دســيمې هيوادونــو سره د افغانستان دسوداګريزې راکړې ورکړې او عوایدو په زياتــوالي کــې هم خورا مهــم رول لــري، ځکه چې د واخان سـړک دهيواد له مهمو لويو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې ویل شوي، د واخان/ بدخشان سړک د جوړولو چارې له نړۍ سره او په ځانګړي توګه له چین سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه پیل شوی او کاریې په چټکۍ سره پرمخ روان دی، د دغه ســړک له جوړېدو وروسته به افغانستان لومړی هيواد وي چې کار به يې بشپړ شي او کارګو به د ځمکې لــه لارې لــه چــین سره وصل شي، ویل شوي چې د دې ســړک د پلان، ډېزاين او سروې کار د انجنيرانو له لوري پيل شوى او د راتلونکي کال تر پسرلي پورې به پاى ته ورسېږي او په پام کې ده چې دغه ســړک د بټومين په بڼه او په معياري ډول جوړ شي.

د یادونې وړده چې د واخان ســړک د هيواد له مهمو لويو لارو څخه دی، چې زموږ د ټولنــې په اقتصــادي وده کې اغېزمن او رغنده رول لوبوي. د واخان لاره افغانستان له چين سره نيغ په نيغه نښــلوي او دغه لويه لاره د بدخشــان ولايت له مرکز فيض اباد ښار څخه د چين په پوله تر کوتل وخجير پورې شاوخوا ٤٨٠ کيلومتره اوږدوالى لري. البته د واخان سړک د منځنۍ اسيا له ځينو برخو سره د هېــواد ترانزيټــي نقطه هم ګڼل کېږي، له شک پرته چې ددې سړک د کار په بشپړیدو سره به د افغانستان تجارتي اړیکې لا پسې پراخې شي. له بل پلوه دورېښــمو له لارې له چين سره د افغانســتان نښــلول، دســيمې هيوادونــو سره د افغانستان دسوداګريزې راکړې ورکړې او عوایدو په زياتــوالي کــې هم مهــم رول لــري ځکه چې چــین لــه ايــران او عــربي هېوادونــو سره نښــلوي.

دسـوداګرۍ او پانګونــې خونــه هــم پــه دې بــاور ده، چــې د واخــان دهليــز لــه لارې د ســيمې لــه هيوادونــو سره د افغانســتان نښــلول، د ســيمې لــه هيوادونــو سره د افغانســتان د ســوداګرۍ لــه ټولــو کــم لګښــته او نــږدې لاره ده. د ســوداګرۍ او پانګونــې خونــې د مديــره پــلاوي غړی وایي:« خليــج او تــورې بحــیرې ته له ټولــو نــږدې لاره ده او حتــا ټولــو هغـو هيوادونـوته چې په خلیج او عربــو کــې ژونــد کــوي، ايــران او افغانســتان تــه لــه ټولــو نــږدې لاره ده.» د اقتصـادي چارو کارپوهان هــم څرګنــدوي: « د واخــان دهليــز لــه لارې لــه چین سره د افغانســتان اقتصــادي نښــلول، د دواړو هيوادونــو ترمنــځ د ســوداګريزو راکــړې ورکــړې لــه لارې کــولای شي چــې د افغانســتان پــر اقتصــاد خپلــه اغېــزه ولــري.»

البته په ټوله کې باید وویل شي د افغانستان هدف وصل دی، افغانان د وصل خلک دي، نه د بیلوالي، اوس افغانستان نه یواځی له نورو هېوادونو سره هوایې دهلیزونه لري، بلکې د مځکې له لارې هم له ډیرو هېوادونو سره نښلول شوی، ان شا‌ء الله چې ډیر ژر به افغانستان د سیمې او نړۍ د ټرانزیټ او سوداگرۍ پر ستر مرکز او څلور لارې هم را بدل شي، او په ټوله کې گاونډي هېوادونه هم کولی شي، چې له دې لارې گټه پورته کړي او د سیمې او نړۍ په سوداگرۍ کې ونډه واخلي او ناوړې پالیسي او مغرضانه کړنو پرځای د سیمې او نړۍ په ستر اقتصادي مارکېټ کې سیالي وکړي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې جدایي نه ده غوښتې، بلکې هر وخت یې هڅه کړې چې د نړۍ د وصل نقطه شي او اړیکې ورغوي. بنأً د واخان دهلیزیا ورېښــمو لارې په څیر لسگونه نورې لارې هم شته چې په ترڅ کې به یې دا هیواد په پښو ودرېږي.» په هر حال د ورېښــمو لارې نښلول د افغانستان ټرانزیټی اهمیت لا پرغوړیدا راولي، ځکه د کارپوهانو په باور، د واخــان دهليــز لــه لارې د ســيمې لــه هيوادونــو سره د افغانســتان نښــلول، د ســيمې لــه هيوادونــو سره د افغانســتان د ســوداګرۍ لــه ټولــو کــم لګښــته او نــږدې لاره بلل شوې ده.هیله ده چې د اړوندو هیوادونو د مسؤلو ارګانونو ترمنځ د هراړخیزې هوکړې پربنسټ لازمې چارې پرمخ لاړې شي او ژر تر ژره دغه لویه لاره سره ونښلول شي ترڅو اړوند هیوادونه ترینه غوره اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

بنأً په ټوله کې غوره دا ده، چې د سیمې ټول هېوادونه خپل گټې د افغانستان په ثبات، سوله او سوکالی کې ولټوي، له دې پرته ناوړې پالیسي او دبل په کورنیو چارو کې له لاسوهنو د گټو پورته کولو مهال پای ته رسیدلی او ځای یې متقابل همکارۍ او گډې سوداگرۍ نیولی دی، پردې بنسټ افغان سوداگرهم باید له دغه فرصته غوره گټه واخلي او د افغانستان په اقتصادي پرمختگ کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

افغان پتمن ولس د اسلامي امارت داقتصادي بنسټونو دپیاوړتیا او ورځ تربلې په بیلا بیلوبرخو کې هېواد ته د ودې اوپرمختگ د زمینې دمساعدیدو په موخه یې د لاهڅو غوښتنه کوي او ددې هیله لري چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه ته دې پاک الله(ج) لا هم توفیق ورکړی چې د گران افغانستان او جگړه ځپلیوافغانانو د شته ستونزو د حل په برخه کې خپلی هلی ځلی او بی دریغه کوښښونه جاري وساتي چې له امله یې هم په ټول هېواد کې ډاډمن ثبات پایښت لرونکی شي او هم پتمن هېوادوال چې نن سبا له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان دي، دوۍ هم له هرراز ستونزو څخه وژغورل شي او په خپل پلارني هېواد کې د هوسا او بسیا ژوند خاوندان شي، همدارازپه جګړه ځپلي افغانستان کې د سترو اقتصادي پرژو د عملي طرحو او تطبیق په لړ کې په هېواد کې دننه گڼ شمیر هېوادوالو ته هم د سالم کار او روزگار د زمینې د مساعدیدو ترڅنگ په ټولیزه توگه هېواد ته پریمانه اقتصادي گټې ور په برخه شي چې له امله یې د هېواد ژوبل او کمزوری اقتصاد ورځ تر بلې پیاوړی شي، وده، ترقی او پرمختگ وکړي او مظلومه افغانان هم له شته هرراز اقتصادي ننګونو څخه چې نن سبا ورسره لاس او ګریوان دي ژر تر ژره وژغورل شي.

دې ټکي ته موهم باید پام وي چې نن سبا هیواد کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي چې د ګران افغانستان اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان پتمن اوغیرتي ولس هم له ګڼ شمیر اقتصادي ستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعاًً دسیمې اونړۍ له هیوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *