افغانستان

کندز کې د علي اباد اوسېدونکي د روغتیایي خدمتونو د ډېرېدو غوښتنه کوي

د کندز ولایت د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي او د دغې ولسوالۍ د جامع روغتیایي مرکز مسئولین له باختر اژانس سره په خبرو کې د یاد روغتیایي مرکز د بسترونو شمېر له شپږو څخه پنځوسو ته د لوړېدو غوښتنه کوي.

د کندز ولایت د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي او د دغې ولسوالۍ د جامع روغتیایي مرکز مسئولین له باختر اژانس سره په خبرو کې د یاد روغتیایي مرکز د بسترونو شمېر له شپږو څخه پنځوسو ته د لوړېدو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره د علي اباد ولسوالۍ نفوسو ته په کتو په دغه روغتیایي مرکز شته بسترونه کفایت نه کوي او باید ډېر شي.

د کندز د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په یاد روغتیایي مرکز کې نه یواځې د بسترونو د ډېرېدو غوښتنه کوي؛ بلکې د جراحي، نسایي ولادي، داخله او نورو برخو کې د خدماتو د زیاتوالي او متخصصو ډاکټرانو د ګمارنې غوښتنه هم کوي.

د علي اباد ولسوالۍ د جامع روغتیایي مرکز مسئولین وایي، اوسمهال دغه مرکز ته هره ورځ له ۵۰۰ څخه زیات ناروغان ورځي، چې د امکاناتو او ډاکټرانو د کموالي له امله نه شي کولی ټولو ته رسېدنه وکړي.

دوی زیاتوي، چې دغه روغتیايي مرکز ته د عامو خلکو سربېره د کابل ـ شېرخان بندر په لاره د موټرو د ټکر له امله ټپیان هم وروړل کېږي، چې دوی یې د پوره درملنې امکانات نه لري.

خو د کندز د عامې روغتیا ریاست بیا وایي، د علي اباد د خلکو روغتیایي ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د کندز علي اباد ولسوالۍ چې شاوخوا سل زره نفوس لري او له کندز ښار څخه ۲۷ کیلو متره لرې پرته ده، چې خلک یې د روغتیایي ستونزو ترڅنګ په نورو برخو کې هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې د حل غوښتنه یې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *