افغانستان

د کورنیو چارو سرپرست وزیر غور ته سفر کړی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د غور ولایت مرکز فیروزکوه ته رسېدلی. نوموړي ته د ښه راغلاست غونډه جوړه شوې وه، چې ځايي چارواکو، علمای کرامو ولسونو او د رسنیو استازو ګډون پکې کړی و.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د غور ولایت مرکز فیروزکوه ته رسېدلی.
نوموړي ته د ښه راغلاست غونډه جوړه شوې وه، چې ځايي چارواکو، علمای کرامو ولسونو او د رسنیو استازو ګډون پکې کړی و.
د یاد ولایت ولسونو خپلې ستونزې له ښاغلي حقاني سره شریکې کړې او ویلي یې دي؛ غور یو غرنۍ، لږ پرمختګ لرونکی او له پلازمېنې لرې پروت ولایت دی، چې په تېرو حکومتونو کې هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
دوی زیاته کړې، چې غور کې بېلا بېل کانونه شته، که یې په استخراج کې هڅې وشي عواید یې د غور په شمول د نورو ولایتونو د پرمختګ لامل هم کېدای شي.
دغه راز له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، تر څو ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د یاد ولایت شهیدانو ته دعا کړې او د دې ولایت د اوسېدونکو قربانۍ یې ستایلي دي.
نوموړي ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې نن په هېواد اسلامي او خپلواک نظام حاکم دی. اوس زموږ دروند مسئولیت دا دی، چې خپل ځورېدلي ولس ته خدمت وکړو او ستونزو ته یې حللارې ولټوو.
ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ که څه هم چې په تېرو شلو کلونو کې ټوله غربي نړۍ د خدمت په پلمه راغلې وه، خو له وینې تویولو، نفاق او د ملت له بربادولو پرته یې بل څه ونه کړل؛ الحمدلله د اسلامي امارت په رهبري د افغان مسلمان ملت په لوړ همت او استقامت سره داسې یو پیاوړی اسلامي نظام حاکم شو، چې ټول خلک یې د عقیدې پر بنسټ یو له بل سره تړلي دي.
په دې نظام کې ټول افغانان وروڼه او یو له بل سره اوږه پر اوږه ګډ کار کوي، تر څو خپل ځورېدلي ولس ته خدمت وکړي.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ په تېرو ۴۰ کلونو کې داسې یو واحد نظام نه دی راغلی، چې په ژمنتیا او یوه رهبري خپل ملت ته خدمت وکړي.
خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، چې هېواد په بېلا بېلو پرمختیايي برخو کې د پرمختګ ګامونه اخیستي او اسلامي امارت سترې لاسته راوړنې لري، چې دا هم د ملت او مسئولینو د یووالي او شجاعت ښکارندويي کوي.
ښاغلي حقاني د غور ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې ټولې ستونزې به یې حل او غوره خدمات به ورته چمتو کړل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *