د سوداګرۍ او صنایعو د پرمختګ په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه الله» فرمان
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله، د ځانګړي فرمان له مخې د هیواد جغرافیایي موقعیت او اقتصادي اهمیت ته په کتو او په سیمه کې د وروستیو اقتصادي او سیاسي تحولاتو په نظر کې نیولو سره او همدا رنګه د سوداګرۍ د معیاري کولو، د صادراتو د زیاتوالي، له ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره د دوامداره او ثابتو اړیکو رامنځته کولو په هدف، دغه راز د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو د حمایت او ودې لپاره لاندې مراتب منظور کړل.

۱- وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مکلفې دي، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کي نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
۲- مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو مسئولین او کارمندان مکلف دي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.
۳- وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، چې د هېواد د داخلي صنایعو د ودې او ځان بسیاینې په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله