سیاسی

د خپلواکۍ اخیستنې دوه تاریخي ورځې

د اسد/زمري میاشت لکه چې له نومه یې څرګندیږي، په افغانستان کې د دوو ستر ابر قدرتونو د ماتې میاشت بلل کیږي.

خالق‌یار احمدزی

د اسد/زمري میاشت لکه چې له نومه یې څرګندیږي، په افغانستان کې د دوو ستر ابر قدرتونو د ماتې میاشت بلل کیږي.

د ۱۴۰۰ل کال د یادې میاشتې په څلورویشتمه نیټه د امریکا په مشرۍ لویدیځه ښکیلاکګره نړۍ له خپلو نږدې ۵۰ حشرباڼو هیوادونو سره یوځای د تکبر له آسمانه را شیوه شوه او ۲۰ کلن اشغال ته یې د پای ټکی کیښوودل شو.

په دغه ورځ کابل ته ملکوتي طالب لښکرې د یو موټي اسلامي امارت تر قیادت لاندې ننوتې او د هیواد پلازمېنه یې د هر ډول شریرو عناصرو له شومو موخو وساتله.

همدې سپیڅلي لښکر د فتحو پیلیز ګام په نیمروز کیښووده او د صفاریانو پر پل یې قدم کیښووده؛ دقیقاً د فتحو بهیر دومره توند شو، چې د هیواد د ټولو ولایتونو مراکز په ۱۰ ورځو کې د امارتي بیرغ تر سیوري لاندې راغلل.

همدا وه چې یرغلګرو او سربکف ملګرو یې هم د التجاء او امید ځای ونه موند او په ډلو ډلو له خپلو امریکایي قوماندانانو سره يوځای له هېواد ووتل.

آن دومره نا امیده شول، چې وروستۍ شیبه کې یې هیواد او خلکو ته د وفادارۍ ثبوت د الوتکو او وسایلو په تخریبولو او لمنځه وړلو سره په ډاګه کړ او دا یې وښوده کړه چې که یې پرون د هیوادوالو پر کورونو وحشیانه عملیات کول؛ هم د پردیو د فرمایش او ګټو غم و، او نن هم د هغوی په اشاره او غوښتنه دا شوم کار ترسره کوي.

هوکې؛ همداډول دې فتحې د افغانستان د خپلواکي برخه کې نوی څپرکی پرانیست او هیوادوالو د یوه نوي ژوند ساه واخیسته.

همدې ورځو کې او لا تر دې وړاندې، د اسلامي امارت مشرتابه د کابل ادارې ټولو پوځي او ملکي کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان او د کابل تر نیولو وروسته یې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې ټول مامورین دې بیرته خپلو دندو ته ور وګرځي.

کټ مټ همداسې له انګریز ښکیلاک څخه د خلاصون او آزادۍ ورځ هم وه؛ د امان الله خان په مشرۍ او د هیواد د جییدو علماؤ په کلک ملاتړ، د همدې میاشتې پر ۲۸مه نیټه د انګریزي ښکیلاک د ماتې ورځ وه.

هغه ورځ چې انګلیسي ځواکونه یې له ټول ځواک کارولو او پرلپسې هجوم راوړلو وروسته مات او د تل لپاره یې د هغوی ناوړه موخې خنثاء کړې.

مونږ ته لازمه ده چې، نوی نسل د دواړو ورځو په اهمیت پوه او خبر کړو او دا ور وښیو چې د پلرونو په څیر تل له خپل ځانه قهرماني ښکاره او په هیڅ وخت کې په عقیدوي او ملي مسائلو کې د خپلواکي له دریځ څخه را ښکته نه شي.

تل له خپلې خاورې دفاع لومړیتوب وګرځوي او د هیواد ښیرازي او ساتنه په اتفاق او یووالي کې وګوري.

د پلورنو او نیکونو لخوا د سلګونو زره سپيڅلو ککریو په قربانولو، موږ ته کټل شوې دا د ویاړونو ډکه خپلواکي، ساتل او پالل غواړي. پر موږ ده چې د اسلام دمقدس دین په رڼاکې په ملي یوالي او دهېواد پروړاندې د ځان تیریدنې کلک هوډ په لرلو سره یې د هر راز ګواښونو او دسایسو پروړاندې سینې ډال او هوښیاري اختیار کړو.

« د افغانستان ځوریدلیه اولسه! په ګران افغانستان کې د انساني وینې ځبیښوونکي نړیوال ښکېلاک ( امریکا او متحدین ) ماتې او پر وړاندې یې د مظلوم ولس د ریښتیني خواخوږي ځواک ( افعانستان اسلامي امرات مجاهدین ) بریا مو مبارک شه.» دا یوازې شعار یا پیغام نه دی؛ بلکې دا د هغه درس/ سَبک سرلیک دی چې، زموږ راتلوونکي نسلونه یې باید زده کړي او د ژوند کړنلاره یې وګرځوي؛ او دغه راز د نړیوالو ښکیلاګرو راتلوونکو نسولونو لپاره د دوی د نیکونو اوپلرونو دشرمناکو ماتو په اړوند له عبرت ډک درس هم دی چې باید زده یې کړي او هېڅ کله په خپلو سرونو کې د افغانانو پر ټاټوبي د تیري فکر ته ځای ورنه کړي.

خپلواکي مو مبارک او تل پاتې اوسه

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *