افغانستان
په کندز کې ۱۸ ترانسفرمرونه نصب شوي دي
د کندز د برېښنا حوزې ریاست له لوري په تېرو دوو کلونو کې د صنعت پراختیا لپاره د بېلابېلو ظرفیتونو لرونکي ۱۸ ترانسفرمرونه نصب کړي دي.
د کندز د برېښنا حوزې ریاست له لوري په تېرو دوو کلونو کې د صنعت پراختیا لپاره د بېلابېلو ظرفیتونو لرونکي ۱۸ ترانسفرمرونه نصب کړي دي.
د یاد ریاست له لوري باختر آژانس ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ د یادو ترانسفرمرونو ټولیز ظرفیت نږدې درې زره کېلوولټ امپیر کېږي چې ټولو کې د تولیدي توکو، فارمونو، کرنیزو او صنعتي محصولاتو پروسس فابرېکو، معدني اوبو او کرنیزو ځمکو لپاره ترې په ولسوالیو کې کار اخېستل کېږي.