اجتماعی

سیلاب ځپلو هیوادوالو سره باید هراړخیزې بیړنۍ مرستې وشي

په هېواد کې د تیرو کابو څلور لسیزو څخه را په دېخوا  سره  له دې چې امنیتي ننګونو او جګړه ییزو کشالو افغان ولس ډیر ربړولي ، کړولي اوله درنو مرګ ژوبلو سره یې مخامخ کړی  وو، خونن سبا سره له دې چې الحمدلله د اسلامي امارت په واکمنېدو امنیتی وضعیت ښه شوی خو د یو شمېر اقتصادي ستونزو او ناخوالو  ترڅنګ د اورښتنو له امله دسیلابونو راوتل هم هغه ستونزه ده چې دمګړۍ یې زمونږ یو شمېر هېوادوال له یو لړجدی ستونزو او ګواښونوسره مخامخ کړی دي، البته د ځینو کارپوهانو په باور ددې له پاره چې په افغانستان کې اکثره ځنګلونه وهل شوي< له بارانونو سره دغرونو خاوري د خړي په بڼه په سيلابونو کې جاري کېږي او له بلې خوا دپرله پسي وچکالۍ له کبله مځکه د اورښتونو اوبه ژرنه جذبوي نو دسيلابونو راتګ ته هم لاره هوارېږي.

شاه محمود درویش

بناءً په دې وروستیو کې د یولړ اورښتونو له امله د هیواد په کابو ( ۱۰ ) ولایتونو کې  د سیلابونو راوتل هم ددې لامل شوي چې هیوادوالو ته ځاني او مالي تاوانونه ور واوړي ، لکه څنګه چې په هیواد کې د ډله ييزو خپرندويو سرچينو په حواله یاد ولایتونه عبارت له : کابل، میدان وردک ، لوګر، پکتیا، خوست، هلمند، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار او… ښودل شوي، چې سخت سیلابونه راوتلي ، له امله یې کابو ۴۱ تنه  هیواد وال وژل شوي، ۵۷ تنو په شاو خوا کې ټپیان شوي او ګڼ شمیر څاروي یې هم لمنځه وړي دي .

همدارازویل شوی چې ددغه سیلابونو له کبله  یو شمېرداوسیدو کورونه ړنګ او یاهم یوه اندازه زیان ورته رسیدلی دی، دغه راز یادو سیلابونو یوه اندازه کرنیزې ځمکې او باغونه هم له منځه وړيدي، بناءً دمګړۍ ډیره اړینه ده چې د وژل شویو هیوادوالو له کورنیو او هم د سیلابونو له امله زیانمن شویو هیواد والو سره د اړوندو مسئولومراجعو او بنسټونو له لورې ژرتر ژره هراړخیزې بیړنۍ مرستې وشي، البته تراوسه چې کومې مرستې له دوئ سره شوي هغه هم کافی نه دي، ځکه که چیرې له دوئ سره لازمې مرستې ونه شي، نو کیدای شي هغه ستونزې چې ددغو پېښو له امله هیوادوالو ته پیدا شويدي لاپسې زیاتې شي او د اړوندو هیوادوالو په ژوند به ناوړه اغیزې پرځای پرېږدي، ځکه همدا اوس ګڼ شمېر کورنۍ دیته اړشویدي چې خپل د اوسیدوځایونه پریږدي او خپلو ګاونډیو سیمو، ښارونو او نورو سیمو ته کډه وکړي، نوله شک پرته دا ددې سبب شوی چې دمګړۍ دوئ خپل کار او روزګارله لاسه ورکړي، فقر اوبیکارۍ سره لاس اوګریوان شي .

بناءً اوس مهال  دغوطبیعی پيښوته په کتو سره په ټوله کی افغان جګړه ځپلی ولس هيله لري چې بايد د اسلامي امارت اړونده مسئول ارګانونه له مصيبت ځپلو سره مرسته وکړي او خلک هم بايد دهیواد په ګوټ ګوټ کې د دوئ مرستې ته ور ودانګي او غم شريکي ورسره وکړي، همدارنګه دهیواد په بيلابيلو ولايتونو کې بايد له دغو (سيلاب ځپلو) اوپه ټوله کی له مصیبت ځپلو خلکو او کورنيو سره باید د طبیعی پیښو د ادارې او سرې میاشتې د ټولنې له خوا بيړنۍ مرستې وشي او پردې سربيره بايد کورني او بهرني مرستندويې خيريه ټولنې اوبنسټونه، ملي پانګه وال او په ټوليزه توګه شتمن هیوادوال دزړه له کومې په ډير اخلاص له خپلو هیوادوالو سره انساني مرستوته ودانګي، ځکه چې ددوئ مرستوته ډيره اړتيا لري نوبې له شکه چې دامرستې به نه يواځې د دوئ دستر اجراوثواب لامل شي، بلکې په خپل ذات کې صدقه جاريه هم ده، نو پاک الله (ج) دي په خپل قدرت کامله سره پرافغان مظلوم ولس رحم اوکرم وکړي ترهغه چې هم له ډول ډول طبيعي پيښو څخه په امن کې پاتې شي او هم دې الله(ج) د هر ډول جګړه ییزو مصیبتونو څخه وساتي او تل دې دغه غیرتي ولس ددې جوګه کړي د سولی په ښکلی چاپیریال کی دپاک الله(ج) له ورکړی خوږ ژوند څخه دهراړخیزی خوښئ په فضا کی په پوره هوساینه خوند واخلی  او وروسته له دې هیڅ ډول جګړه ییز ناتار او طبیعي ناوړه پیښې د دوئ خوښي او هوساینه ګواښمنه نه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *