اسلامی

روژه د اسلام سپیڅلې دین د احکامو په رڼا کې

خدای پاک په خپلوبندګانوددیني مناسکوپه اداکې هېڅکله داسې سختي نه ده رواکړې چې مسلمان یې  په اداء ونه توانېږې اویا یې د دومره کمزورې کړی چې له پښویې وغورځوی ، الله پاک د اسلام ټول احکام د خپلوبندګانود توان اوذغم سره سم عیارکړې دي، د ضرورت پروخت یې په هغه کسرهم را وستې اود اقتصادي کمزورتیا په صورت کې یې حج اوزکات بښلې هم دي ، په الهی احکاموکې هغه رکن چې ترک یې په هیڅ وخت اوهرډول شرایطو کې روانه دي ګرځول شوۍ یوازې کلمه مبارکه ده چې اقراربالسان اوتصدیق بالقلب یې ډېرآسانه اویوازې د ژبې په خوځولواود زړه په یقین سره هروخت ادا کېدای شې ،  کلمه مبارکه د اسلام له پنځوبناوو نه لومړني اساسي اوبنسټیزرکن ګڼل کېږې اومحتوا یې د خدای پاک پروحدانیت اود جناب محمد رسول لله په رسالت د ګواهې ورکول دی ، له هغه وروسته لمونځ دی چې د ناروغۍ، سفر، دښمن سره د مخامخ کېدواونورو ښځینه ناروغیوپه صورت کې د کسربېلا بېل اوځانګړې احکام لری چې ټول تفصیل یې دلته نه ځاییږی ، د اسلام دریم رکن او زموږ د خبرو اترواساسي موضوع  دروژې نیول دې چې پرهرعاقل اوبالغ مسلمان فرض ګرځول شوې ده .

اوس را ځودې ټکې ته چې څنګه اودکوموشرعي ملحوضاتوپه بنا کوموکسانوته د روژې خوړل  د قضایې راوړلوپه شرط روا دې په  لنډه توګه ترې یادونه کوو :

۱ـ هغه ښځه چې د حیض ( میاشتنې عادت ) په مرحله کې وی نود روژې خوړل ورته روا دی اود لمانځه اداء ورباندې نشته خود روغوالې په صورت کې  د روژې قضایې ورباندې شته چې د همدې کال په اوږدو کې به یې تربلې روژې پورې را وړې خو د لمانځه قضایي او را ګر ځول ورباندې نشته .

۲- هغه ښځه چې د نفاس ( د اولاد د زېږون ) مرحله یې له روژې سره مصا دفه شي  نو څنګه چې په دې مرحله کې ښځه ډېره وینه ظایع کوی نوحکم یې د میاشتنې عادت په شان دی نه به روژه نیسی او نه به لمونځ ادا کوی خودروغوالې په صورت کې  د افطارشوې روژې قضایي به راوړی په داسې حال کې چې د لمانځه قضایې یې ورباندې  نشته .

۳ـ هغه ښځه چې اولاد یې په پوست وی (حامله وی ) که چېرې په غالب ګمان د روژې په نیولو سره د خپل جنین په زیانیدو سره وبیریږی کولای شی چې روژه افطار کړی او بیا بیرته قضایي راوړی خو په دې مرحله کې به لمونځ ادا کوی.

۴- هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوی که چېرې د رو ژې په نیولو سره د هغه شیدې کمېږی او ما شوم ته یې زیان رسېږی کولای شی چې روژه ونه نیسی خود لمانځه د ادا کولو حکم په ځای دی هغه به ادا کوی اوهرڅومره روژې یې چې افطارکړې وې همدومره روژې بېرته نیسی .

۵ـ هغه ناروغ چې د روژې نیولوپه سبب لا پسې کمزورې کېږې ، نه رغېږی ،او د مرګ تر پولې رسېږی نو روژه دې ماته کړی کله چې جوړشونوبیرته د روژه ونیسی او که چیرې ومړنو دده له وصیت سره سم د هغه ورثه  دهرې خوړل شوې روژې فدیه اداء کوي.

۶ـ کوم سفرچې مسافرکولای شې په هغه کې روژه افطارکړی په عادی پلې تللوسره ددرېو شپو او ورځو داسې  سفردی  چې د خوب په وخت کې بیده شي د خوړو پر وخت خواړه وخوری او د بار د اړولو پر وخت خپل بارونه واړوې، د روژې افطارول روا دی او کله چې مقیم شو بېرته به قضایي را وړی چې په دې سفرکې د روژې د افطار ترڅنګ په لمانځه کې هم کسررا وړل شوې ، خو اوس چې الوتکو او نورو ګړندیو ( را حلو) د اوږدو سفرونو دا ستونزه را کمه کړې او یوازې څو دقیقو ته یې را رسولې ده  خوبیا هم هماغه پخواني حکم پخپل قوت په ځای پاته دی اومسلمانان کولای شې چې داسلام د سپېڅلې دین د احکامو په رڼا کې دهغه  له ښیګڼونه ګټه وا خلې.

۷ ـ شیخ پاني ته د روژې خوړل روا دی اوشیخ پاني هغه چاته ویل کېږې چې د عمر د لوړوالې له امله د روژې په نیولو ونه توانېږی او د هغه د روغوالې تمه هم نوره نه وی موجوده  نوکولای شي چې روژه ماته کړی اود هرې روژې په مقابل کې ۱۹۰۰ ګرامه غنم او یا ۳۸۰۰ګرامه اوربشې  خرما او یا ممیزد فدیې په توګه بیوزلوته ورکړی اویا کولای شي د پورتنیوشیانوله ډلې نه د هریوه چې یې زړه ؤ، بیه مسکینانوته ورکړی.

۸ـ مجاهد ته ددې لپاره د روژې افطار روا دی چې د دښمن په مقابل کې کمزورې نشي خوشرط یې دادی چې جګړه پای ته نه وي رسېدلې.

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *