فرهنگی

راځئ چې کتاب د خپل ژوند ملګری کړو

کتاب باید د هر پوه او لوستي انسان د ژوند ملګری وي، البته د کتاب مطالعه او له کتاب سره علاقمندي له شک پرته ددې سبب کېږي چې انسانان په ټولنه کې د پوهې او معلوماتو د  پراختیا په برخه کې په تیره بیا ځوانانو ته گټور او ارزښتناک اثار پرځای پریږدی.

شاه محمود درویش

کتاب باید د هر پوه او لوستي انسان د ژوند ملګری وي، البته د کتاب مطالعه او له کتاب سره علاقمندي له شک پرته ددې سبب کېږي چې انسانان په ټولنه کې د پوهې او معلوماتو د  پراختیا په برخه کې په تیره بیا ځوانانو ته گټور او ارزښتناک اثار پرځای پریږدی. کتاب او قلم د اسلام په مبین دین او په افغاني فرهنگ  کې لوړ مقام او ځانګړی ځای لري، دغه دواړه زموږ خلکو ته نا پیژاندې کلیمې هم نه دي، بلکې له پخوا زمانو څخه راپه دیخوا زموږ د خلکو له ژوندانه او برخلیک سره پیوند لري او وده یې کړې ده او د اسلام مبین دین په الهي کتاب او کلام سره موږ ته معرفي شوی دی او د قرآن عظیم الشان آسماني کتاب لومړی آیت د اقرهء په پاکې کلیمې یعنې ولوله سره پیل شویدی او په دې ترتیب لوی خدای(ج) د کتاب او د هغه د لیکلو او لوستلو ارزښت بشریت ته وروښود، هغه کتاب چې تر زیاتې اندازې پورې معنوي ارزښت لري چې پاک خدای(ج) بشریت ته خپلې لارښوونې په څلورو کتابونو کې خلاصه کړیدي، واقعیت دادی که چېرې خط او کتاب نه وای ښایي موږ انسانان نن هماغه بدوی ژوند درلود، افغانستان دشتمنیو او د لرغوني فرهنگ خاوند دی د افغانستان د تاریخ پاڼې له زیاتې زمانې راپه دیخوا په دغه لرغوني هیواد کې، د زیات شمیر شاعرانو، لیکوالو، څیړونکو، طبیبانو او د عالمانو او د دیني مدرسو دشتون خبرې کوي او ثابتوي چې زموږ هیواد د فرهنگي او معنوي شتمنیو له پلوه بډای هیواد دی په تیرو وختونو کې د کتاب لوستل او مطالعې فرهنگ زموږ د افغانانو د ورځني ژوندانه یو برخه وه خو زموږ د هیواد اوسنی حالت د تیر په پرتله توپیرلري. د ځینو کارپیژاندو په باور په هیواد کې دکتاب لیکنې، لوستنې، خپرونې او چاپونې لړۍ ترپخوا یو څه ښه شوې خو لاهم د قناعت وړ نه ده او په دې برخه کې لا هم ډیری ستونزې موجودي دي او ترټولو لویه ستونزه هم په خلکو کې دکتاب لوستلو د فرهنگ کمښت دی. کله چې انترنیت او تصویري رسنۍ دومره نه وې نو خلکو به ډیر کتاب لوستلو ته پام کاوه خو اوس له بده مرغه د ډیرو خلکو وخت په نورو بوختیاوو مصرفیږي، دا واقعیت دی چې د کتاب په لوستلو سره زمونږ معنوي پانګه لوړیږي او کولی شو د ټولنیزو اواقتصادي پرمختګ څرخ چټک کړو، البته اوس مهال  دعلم څانګې د پنځوسو تیرو کلونو په پرتله په سلهاوو ځله ډیرې شويدي. همدې حقیقت ته په کتو سره هرکال د کتاب د اوونۍ په نوم ورځې په هیواد کې د فرهنګي، نشراتي مرکزونو او کتاب پلورونکو او چاپوونکو له خوا په پرتمینو غونډولمانځل کېږي او په دې نوم ډول ډول علمي، فرهنګې، آدبې، اقتصادي او… داسې نور د مختلفو محتویاتو او ګټورو معلوماتو لرونکي اثار او کتابونه مینه والو ته وړاندې کېږي، خو دریغا چې زمونږ د ځوانانو مینه بیا له کتاب سره کمه شوې ده او ډیر لږ شمیر ځوانان دې چې کتاب پیري او مطالعه کوي یې، البته دوئ هم ګرم نه دي ځکه په ټوله کې په هیواد کې د کتابونو بیه لوړه ده نو ډیر لږ کسان یې د پیرلو توان لري، په دې برخه کې هم باید بدلون راوستل شي چې زمونږ ځوانان او د کتاب لوستلو مینه وال و توانیږي خپل د علاقې وړ کتابونه په آسانه او ارزانه بیه ترلاسه کړي.

هیره دې نه وي، د نړی په هر گوټ کې چې پرمختللی هیواد لیدل کېږي، نو د هغوئ پرمختگ د کتاب لوستلو، لیکلو او خپرونو له لارې سرته رسیدلی، د نړی مشهور کسان هغه دي چې ښه کتابونه یې لیکلي او دهمدغو کتابونو له لارې یې خلک پیژني او د همدغو کتابونو له لارې خپل فکرونه نورو ته ورلیږدوي. د پام وړ خبره داده چې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو خلک بیا له کتاب سره ډیره لیوالتیا لري او کوم څه چې له کتاب څخه زده کوي، هغه په عملي ډګر کې پلي کوي، د دولتونو او خصوصي سکتور له خوا هم دمطالعې مینه والو ته ډیری آسانتیاوې برابرې شويدي، کله چې د یوې ټولنې وګړي بیلابیلوعلمي، آدبي او هنري کتابونو ته لاسرسی ونه لري کولی نه شي چې په ښه توګه پرمختګ وکړي.

بنآ دې ټکي ته موباید پام وي چې کتاب په حقیقت کې هغه ملگری دی چې خاموشه  خوله، له انسان سره دوستي کوي او پرته له ناوړه عکس العمل څخه خپل مثبت معلومات نورو ته ورکوي، البته څرنگه چې تل ویل شوي د تیرو کلونو په لړکې د هیواد د بدمرغیو ستر عامل د پوهې او سواد د کچې ټیټوالی دی نو دغه  ټیټوالی یواځې د پوهې د کچې په لوړوالي سره ترلاسه کېدلای شي، څومره چې په یو هیواد کې تعلیم او تربیه او لوړې زده کړې ارزښت لري په هماغه کچه د کتابونو لوستل او خپرول هم د ډیر ارزښت وړ دي، البته دا واقعاً یو انکار نه منونکې حقیقت هم دی، چې د کتاب لوستل او په ټولیزه توگه مطالعه د هر انسان د پوهنیزې وړتیا، د گټورو معلوماتو په بډاینه او د ذهن په پراختیا کې ځانگړی اهمیت او اغیزمن رول لري.

همداراز هیره دې نه وي چې پوهنه او فرهنگ د هر هیواد د خلکو د پوهې او فرهنگ د کچې په لوړولو کې ځانگړی ارزښت لري، په واقعیت سره چې د نړۍ په هر گوټ کې چې کوم هیواد پرمختگ کړی هغه د پوهې او فرهنگ په مټ دی د افغانستان اسلامي امارت اړوند مراجع، قدرمن لیکوالان، پانگوال او خپرندویان باید د کتاب لیکنې، چاپونې او خپرونې په برخه کې د اوس په پرتله لا نور هم زیار وباسي ترڅو چې زمونږ د هیواد خلک په پوهه سمبال شي او له دې لارې هغه ستونزې چې د جگړو، بې اتفاقیو او د پردیو د مداخلو له امله ورته لمن وهل کیږي، له منځه ولاړې شي.

دیادونی وړ ده چې لیک او لیکوالي، کتاب او خپرونې هغه لارې دي چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، د علومو اکاډمي، د معارف او لوړو زده کړو وزارتونه، خصوصي برخه او نورې اړوندې دولتي او ټولنیزې څانگې یې باید چې په وده کې پوره ونډه واخلي.

نو راځئ چې موږ هر یو د فرد په توگه، دولتي او نور ټولنیزې برخې د ډلو په توگه د کتاب د خپرولو، لیکلو، لوستلو او د لوستونکو د هڅونو په برخه کې له اوس څخه ډیرکار ترسره کړو او دغه مثبت او د ټولنې د ستونزو دلرې کولو عامل ته لا نوره هم وده ورکړو تر هغه چې په ټولیزه توگه پتمن هیوادوال او په ځانگړي توگه د هیواد ځوان نسل د خپل ورځني ژوند یوه اندازه وخت د با ارزښته ښوونیزو کتابونو لوستلو ته ځانگړې کړي او په دې ډول د خپلې پوهنیزې وړتیا په لوړولو سره کلونه کلونه جگړه ځپلی هیواد او قدرمنو هیوادوالو ته د غوره خدمتونو مصدر وګرځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن