افغانستان

د پوځي وسلو او تجهیزاتو د پلور په هکله د «مک‌کال» څرګندونې بې بنسټه دي

په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رئیس سهیل شاهین ویلي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رئیس ادعاګانې، دا چې له امریکا پاتې پوځي وسلې او تجهیزات ایران او فلسطین ته سپارل شوي بې بنسټه دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رئیس سهیل شاهین ویلي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رئیس ادعاګانې، دا چې له امریکا پاتې پوځي وسلې او تجهیزات ایران او فلسطین ته سپارل شوي بې بنسټه دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رئیس مایکل مک‌کال ادعا کړې چې اسلامي امارت د امریکا پاتې شوي وسلې او پوځي تجهیزات د ایران او فلسطین په واک کې ورکړي دي او له هغې د اسراییلو پر ضد کار اخیستل کېږي.

خو سهیل شاهین، دغه څرګندونې د اسلامي امارت په وړاندې تبلیغات ګني.

ښاغلي شاهین په دې هکله وویل:«دغه څرګندونې له حقیقت لرې او د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد له تبلیغاتو پرته بل څه نه دي. په افغانستان کې موجوده وسله د حکومت په لاس کې ده. ثبت او راجستر شوې او په هېچا نه ده پلورل شوې او نه به وپلورل شي.»

مایکل مک‌کال له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې او ویلي یې چې د بګرام پوځي اډه کې باید نظامي تجهیزات نه وای پرېښي.

ښاغلي مک کال ویلي:«موږ باید بګرام نه وای پرېښی ځکه هلته زموږ د څه باندې ۷ مېلیارده ډالرو په ارزښت وسله پاتې ده او طالبان اوس دغه وسله زموږ پر دښمنانو لکه ایران او فلسطین پلوري او فلسطین بیا دغه وسله د اسراييل پر ضد کاروي. زما په نظر دا د بایډن د دولت په بهرني سیاست کې تر ټولو ستره تېروتنه وه.»

مک کال، په افغانستان کې د القاعده ډلې د نشتون په تړاو هم د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر څرګندونو نیوکه کړې ده.

د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم وایی:«هغه ادعاګانې چې امریکایۍ وسله له افغانستانه، ځواکونو یا بهرنیو هېوادونو، سازمانونو ته رسېږي، تر ډېره په امریکا کې د ټاکنیزو او ګوندي سیالیو اړخ لري.»

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو حضور رد کړی و؛ خو د نظامي چارو شنوونکي په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د نظامي چارو شنوونکی سرور نیازی وايي:«حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته او له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره، په افغانستان کې ترهګري فعالیتونه په ځلونو کم شوي دي. او دغه ډلې کابو تښتېدلې دي.»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *