امریکا او کاناډا کې میلیونونه انسانان د ځنګله د اور له ګواښ سره مخ دي
د کانادا په ځنګلونو کې د طبیعي اور لګېدنې او دوام له کبله د امریکا شمالي سیمو کې له میلیونونو انسانانو ناپاکه هوا چاپېره ده. د اور لګېدنې لوګي د تورنتو په ګډون د انتاریو او کبک په لویو ښارونو کې خواره شوي دي.
د کانادا په ځنګلونو کې د طبیعي اور لګېدنې او دوام له کبله د امریکا شمالي سیمو کې له میلیونونو انسانانو ناپاکه هوا چاپېره ده. د اور لګېدنې لوګي د تورنتو په ګډون د انتاریو او کبک په لویو ښارونو کې خواره شوي دي. ډېری لوګي له کبک څخه ورځي، هالته ۱۶۰ ځایه اورلګېدلی دی. د کانادا د چاپیریال ساتنې ادارې د اتاوا په اړه د تېرې سه شنبې په ورځ جدي خبرداری ورکړ او ووېیل، چې د پلازمېنې هوا د عامه سلامتیا لپاره لوړ ګواښونه لري. د تورنتو او شاوخوا سیمو هوا هم روغتیا ته له ګواښه ډګې هوا په توګه ثبت شوې ده. د امریکا د چاپیریال ساتنې ادارې (EPA) د خپل هېواد په شمال ختیځ کې د هوا کیفیت «ناسم» بللی، په ځانګړي توګه هغو کسانو لپاره چې د سږو ناروغي لري. د نیویارک د ښار فضا د سه شنبې په سهار نارنجي رنګه ښکارېده، او دا د ځنګله د اور له کبله وه.د کبک په ګډون د هېواد شاوخوا ۲۰۰ زره هکتاره ځمکې د سوځېدو له کبله زرګونه وګړي بې ځایه شوي دي. بریتانوي کولمبیا، البرټا، اونټاریو، نوا اسکوشیا او شمال لویدیز کې هم اورونه لګېدلي دي.