جهان

د سریلانکا او اندونیزیا لوټل شوې خزانې بېرته ورکول کېږي

نېدرلنډز هغه سلګونه ارزښتمن هنري اثار اندونیزيا او سریلانکا ته بېرته ورکوي چې د دغه هېوادونو مستعمره کېدو پر مهال ترې وړل شوي وو. په دې کې په ګرانه بیه ګاڼه سمبال توپ او له لومبوک نومي خزانې لوټل شوي اثار هم شامل دي. وېیل شوي. په دا وروستیو کلونو کې ځینو نورو هېوادونو هم لوټل شوي اثار اړوند هېوادونو ته سپارلي دي. په دې کې تر ټولو مشهوره بېلګه د بریتانیا او جرمني له موزیمونو د دغسې اثارو بېرته ورکړې هوکړې دي. په دې کې د ژیړو هغه اثار هم شامل دي، چې په ۱۸۹۸ کال کې پر نایجریا د بریتانوي پوځ د یرغل پر مهال لوټ شوي وو. په دغو اثارو کې هغه ګاڼې، ګران بیه ډبرې، غمي، سره او سپین زر هم شامل دي چې په ۱۸۹۴ کال کې د اندونیزيا پر لومبوک ټاپو د نېدرلنډ هغه مهال اشغالګر پوځ د یرغل پر مهال لوټ شوي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *