افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: د شانګهای په سرمشریزو کې ګډون د افغانستان مسلم حق دی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د شانګهای د همکارۍ سازمان د وروستۍ سرمشریزې ناستې ته ورته غونډو کې ګډون د افغانستان مسلم حق بللی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د شانګهای د همکارۍ سازمان د وروستۍ سرمشریزې ناستې ته ورته غونډو کې ګډون د افغانستان مسلم حق بللی دی.

بهرینو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې د امنيت د خونديتوب او د همکاریو د پراخوالي په اړه د ښې همږغۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي او په ورته ناستو کې د افغانستان (چې د ناظر په توګه یې غړیتوب لري) استازي ته د ګډون زمينه برابرول خپل مسلم حق او نه شتون یې د هر اړخيزې همږغۍ پر وړاندې خنډ بولي، تر څو د نا امنیو د مخنیوي او نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی، بشري مرستو رسولو او د بنسټيزو پروژو په عملي کولو کې او د سیمې په اقتصادي وصل کې اسانتیا، همکاري او دوه اړخیز ډاډ رامنځ ته شي.

یاد وزارت د اعلامیې هغه برخه چې په کې د ازاد، باثباته، متحد، له جنګ او له نشه يي توکو څخه د پاک افغانستان ملاتړ، له افغانانو سره د بشري کومکونو د دوام او د کډوالو د راستنېدو په برخه کې د اسانتیا برابرولو یادونه په کې شوې، ستايلې او په دې تړاو یې هر راز همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او سمت استازي شتون لري، په دې اړه د غړو هېوادونو اندېښنې د حقایقو په واقعي درک سره حل کېدای شي.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشریزه غونډه کې چې په قزاقستان کې جوړېږي، افغان حکومت ته دې د ګډون زمینه برابره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *