افغانستان

د تاريخي آبداتو د ساتنې رياست:

هڅې روانې دي، چې د افغانستان مهم تاريخي آبدات د يونسکو په سازمان کې ثبت شي

 

هڅې روانې دي، چې د افغانستان مهم تاريخي آبدات د يونسکو په سازمان کې ثبت شي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د تاريخي آبداتو د ساتنې رياست مشر انجنير محمد حسيب نسيمي له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل؛ هڅی روانې دي، چې د افغانستان مهم تاريخي ابدات د يونسکو په سازمان کې ثبت شي.

نوموړي همدارنګه  وويل چې په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره تاريخي آبدې شتون لري، خو د ناسمو شرايطو له کبله د دغو آبدو يو زيات شمېر تر دې دمه په رسمي ډول نه دي ثبت شوې.

انجنير محمد حسيب نسيمي زياته کړه، چې د يو شمېر تاريخي آبداتو په ځانګړي ډول د هرات د ۵ منار د بيا رغونې او استحکام چارې روانې دي او په راتلونکي کې د ګڼو نورو تاريخي آبداتو د بيا رغونې او استحکام د چارو په پلان کار روان دی.

د تاريخي آبداتو د ساتنې رياست مشر د باميان ولايت د تاريخي کاروان سرای د بيا رغونې د چارو په موخه د چمتووالي خبر هم ورکړ او په وینا یې هلته د شخصي ځمکو تر استملاک وروسته به دغه تاريخي کاروان سرای د فېروز کوه مؤسسې له لوري بېرته ورغول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *