د خوړو نړیوال پروګرام:د افغانستان د غنمو حاصلاتو کې به ۳۵سلنه کموالی راشي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د پرلهپسې درېیم کال لپاره د وچکالي او د ملخانو یرغل له امله اټکل کېږي چې سږکال به د دغه هېواد د غنمو په حاصلاتو کې کموالی راشي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د پرلهپسې درېیم کال لپاره د وچکالي او د ملخانو یرغل له امله اټکل کېږي چې سږکال به د دغه هېواد د غنمو په حاصلاتو کې کموالی راشي.
د یاد پروګرام له لوري په تازه خپور شوي راپور کې وړاندوېینه شوې چې سږکال به د افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې له ۳۰ تر ۳۵سلنې کموالی راشي.
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې وېیل شوي، که څه هم سږکال د غنمو تولید کې د کموالي وړاندوېینه شوې، خو بیا هم د تېرو کلونو په پرتله ښهوالی ښيي.
هغه ووېیل: «له درېوو کلونو پرلهپسې وچکالي وروسته د ۲۰۲۳ کال لپاره د غنمو تولید کې له ۳۰ تر ۳۵سلنې کسر وړاندوېینه شوې، که څه هم وړاندوینه د تېرو کلونو په پرتله د غنمو تولید کې په ټولیزه توګه ښهوالی ښيي، خو لوېدیځ ولایتونه به په احتمالي توګه له منځنۍ کچې لږ غنم ترلاسه کړي.»
بلخو یوشمېر کروندګر هم له خپلو حاصلاتو د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د اوبو کمښت او طبیعي افتونو یې د غنمو حاصلاتو ته زیان رسولی دی.
د سرپل یوه کروندګر شاهمحمد سلاموطندار ته وېیلي چې له تېرو درېيوو کلونو راهیسې غنم کري، خو په وینا یې، حاصل یې په نشت حساب دی.
هغه وویل: «دوه-درې کاله کېږي چې غنم کرم، له ۵۰ تر ۷۰منه غنم کرم، هم للمي او هم اوبهییز، یو تار غنم هم نه کوي. مالداري او کرنه صفر ده، هر کال له ۵۰ تر ۶۰زره افغانۍ لګښت کوم، خو هېڅ حاصل نه لري.»
په ورته مهال تخار کې یو کروندګر محمدصادق بیا وايي چې د اوبو کمښت له امله یې له خپلو ځمکو حاصلات نه دي ترلاسه کړي. د نوموړي په وینا، هر کال به یې له خپلو ځمکو تر ۱۰۰بوجۍ غنم ترلاسه کول، خو سږکال د اوبو کمښت سره مخ دي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دی چې حکومت باید د اوړو او غنمو کمښت لپاره له شته امکاناتو په استفادې پر شاړو ځمکو هم غنم وکري.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې ټينګار کړی چې د وچکالي او ملخانو یرغل له امله به نه یوازې شمالي ولایتونه، بلکې لویدیځ ولایتونه به هم د غنمو له منځنۍ کچې لږ حاصلات ترلاسه کړي.
هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نهشو.