افغانستان

د انکولوژي روغتون کې  ۶۰ زره څخه زیات د سرطان ناروغانو در‌ملنه شوې ده 

د انکولوژي روغتون مسؤلین وایي، د اسلامې امارات له واکمنېدو څخه را په دېخوا ۶۰ زره څخه زیات سرطاني  ناروغانو په  ښه توګه درملنه او معیاري خدمات وړاندې شوي دي، چې د تېرې ادارې په پرتله ۳۰ سلنه  زیاتوالی ښئیي.

د انکولوژي روغتون مسؤلین وایي، د اسلامې امارات له واکمنېدو څخه را په دېخوا ۶۰ زره څخه زیات سرطاني  ناروغانو په  ښه توګه درملنه او معیاري خدمات وړاندې شوي دي، چې د تېرې ادارې په پرتله ۳۰ سلنه  زیاتوالی ښئیي.

د سرطان سره د مبارزې د ملي پروګرام عمومي مسؤل ډاکټر محمدالله رسولي د انیس ورځپاڼې خبریال ته په یوه ځانګړې مرکه کې و ویل، چې د سرطان ناروغۍ ډولونه زیات دي او ځیني سرطانونه چې د سرطان کنترول ملي مرکز کې تشخیص شوي عبارت دي، په ښځو کې  د سینې سرطان، د رحم د غاړې سرطان، د مرۍ سرطان او د معدې

سرطانونه موجود دي، چې په انکولوژي روغتون کې یې درملنه کېږي او د سینې سرطان درملنه په نوموړي روغتون کې په

ښه شان ترسره کېږي، ځکه چې خوشبختانه جراحي څانګه فوق العاده تکړه متخصصین ډاکټران لري او دې برخه کې یې بې شمېره بریالي عملیاتونه تر سره کړي دي.

رسولي زیاته کړه، چې د سرطان درملنه کې د ناروغۍ پړاوونه خورا مهم دي، ځکه چې د پړاوونو  په بنیاد یې درملنه هم توپیر کوي، د مثال په ډول که چېرته په وخت تشخیص وشي یعنې د ناروغۍ په لومړي پړاوو کې وي نو تداوې یې ډېره ښه تر سره کېږي.

د سرطان سره د مبارزي د ملي پروګرام عمومي مسؤ ل زیاته کړه، چې په اوسط ډول د انکولوژي شفاخانې ته د تشخیص او درملنې لپاره هر ورځ د ۱۰۰ څخه تر ۱۲۰ ناروغان مراجعه کوي او په ۲۴ ساعتونو کې څلور لوی عملیاتونه د متخصصو ډاکټرانو لخوا اجراء کېږي او که امکانات او طبي وسایل زیات شي لا زیات عملیاتونه به اجراء کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټوله کې د کیمو څخه مخکې او وروسته درمل په وړیا توګه ناروغانو ته ورکول کېږي، چې دا ۵۰ سلنه کېږي او ناروغان یې وړیا تر لاسه کوي او د انکولوژي په روغتون کې یوه اندازه درمل موجود دي او په راتلونکي وخت کې به «عمران نیازي درملو شرکت» او «بنیاد حمایت از مردم خاک نشین ها» خدماتي مؤسسې په مرسته ملي تجارانو د سرطاني ناروغیو ضد درملو کومک وکړي او بېوزلو ناروغان به ترې ګټه پورته کړي.

همدارنګه ډاکټر محمدالله رسولي زیاتوي، چې د سرطان ناروغۍ د مخنیوي په هکله د رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکول فوق العاده مؤثره لاره ده، ځکه چې په افغانستان کې تر ټول زیات د سینې سرطان شتون لري او دا فیصدي نوره هم د لوړېدو په حال کې ده؛ نو ځینې داسې معاینې دي چې میندې کولای شي په خپله یې په کور کې هم اجراء کړي؛ لکه د لاس په واسطه خپلې سینې جس کول، سختوالی او د کتلې موندل، په فشار واریدولو سره د درد احساس، د مشکوک کېدو په صورت کې باید نږدې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي، تر څو په وخت تشخیص لپاره لاره هواره او ناروغۍ یې په موقع تشخیص شي.

همداشان نوموړي د دوه میاشتو لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او وایي، چې له تېرو ۳ کالونو څخه راپه دېخوا د انکولوژي روغتون لپاره د کیمو درملو خریداري، نه وه شوي. خوشبختانه د عامې روغتیا وزارت طب معالجوي لوی ریاست او سرطان کنترول ملي پروګرام آمریت په زیاتو هلو ځلو سره په پوره اندازه د سرطان ضد باکیفیته درملو خریداري وشوه. د ناروغانو لپاره عاجل خونه جوړې شوې، د تشخیصیه برخې ټولې څانګې فعالې شوې، د ناروغانو لپاره مرکز ګرمیو سیستم جوړ شو، د لومړي ځل لپاره د انکولوژي روغتون لپاره په یو ځای د ۳۵ زره لېټره تېلو قرارداد وشو، د ناروغانو ته درې وخته ډوډۍ ور کول پیل شول، د نوي ۲ سوه بیستریز روغتون د جوړېدو لپاره جامع پلان جوړ شو، هغه ناروغان چې درملنه یې په هیواد کې شونې نه وي او د در ملنې په موخه بهر ته سفر کوي، د پاسپورټ، ویزه او ټوکن ورکولو کې لازمې اسانتیاوې را مینځته شوې دي او د روغتون د ټولو برخو څخه هر وخت نظارت تر سره کېږي.

نوموړي همدارنګه د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه، چې د انکولوژي روغتون پخوا د جمهوریت شفاخانې په دویم، اتم او نهم پوړونو کې خدمات وړاندې کول، یاد تعمیرد بیارغوني چارې روانې دي، نو د عامې روغتیا وزارت په هدایت انکولوژي روغتون د ابن سینا صدري پخواني تعمیر ته انتقال شو. هغه و ویل، چې متاسفانه د نوموړي تعمیر اکثریت برخې تخریب دي او ځینې یې هیڅ د جوړیدو وړ نه دي او بل دا چې یاده سیمه د کابل تر ټولو یخه سیمه ده او سرطاني ناروغان د یخ په مقابل کې ډېر ناتوانه وي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې کله کیمو واخلي. هیله او امید مو دا دی چې د انکولوژي لپاره یو معیاري تعمیر ولټول شي ځکه چې په ټول افغانستان کې د سرطان ناروغیو تشخیص او درملنې لپاره  همدا یوازینی مرکز دی، چې بسترونه یې کم دي. دا چې په هیواد کې د سرطاني ناروغیو کالنۍ پېښېدنه تر ۳۰ زرو پورې ده. نو زمونږ موجوده بسترونه هیڅ بسنه نه کوي. رسولي وایي، چې داسې ناروغان هم شته چې یوازې د کیمو اخیستلو لپاره په ورځو ورځو انتظار کوي او جراحي ته کاندید ناروغان خو باید په اونۍ – اونۍ  انتظار وکړي، تر څو خالي بستر ورته پیدا شي.

هغه په اخره کې په  ټولو ملي او نړیوالو تجارانو  او مؤسساتو غږ وکړ، چې انکولوژي روغتون سره دې په هر برخه کې مرسته وکړي، ځکه چې سرطاني ناروغان له بل هر چا د مرستې، شفقت او هر اړخیز حمایت مستحق دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *