اجتماعی

په افغانستان کې دپانګونې لپاره د بهرنیو هېوادونو لېوالتیا

فغانستان له شک پرته اوس مهال یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، یعنې د طبیعي  زېرمو اوکانونو لکه: طلا، اوسپنې، مسو، تېلو، گازو... اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعي زیرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته په دې وروستیو کې یو شمېر بهرنیو هیوادونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده، لکه څنګه چې د ډله ییزه خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي.

شاه محمود درویش

افغانستان له شک پرته اوس مهال یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، یعنې د طبیعي  زېرمو اوکانونو لکه: طلا، اوسپنې، مسو، تېلو، گازو… اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعي زیرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته په دې وروستیو کې یو شمېر بهرنیو هیوادونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده، لکه څنګه چې د ډله ییزه خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي، دکانونو او پټروليم وزارت تخنيکي مرســتيال په دې وروستیو کې دآلمــان فيدريــش ۳۰ شرکت لــه اجرائيوي مشرډاکتر سباســتيان هانيه(زمري) او مــل پلاوي سره په خپــل کاري دفترکــې کتلي. په دې کتنه کې دواړو لوريو دافغانســتان پــر کانونو دپانګونــې او خلکو ته دکاري زمينې برابرولو په اړه خبرې کــړې دي. ډاکتر سباســتيان دهيوادپه کانونوکې دپانګونې غوښتنه کړې، چــې دکانونــو او پټروليــم وزارت دتخنيکي مرســتيال له لــوري ورته هرکلی ويــل شوی او دکانونو دقانون او طرزالعمل له مخې يې ورسره دلازمو همکاريو ژمنه کــړی ده. ديادونې وړده، چــې يو شــمېر نــورو نړيوالو شرکتونو هم دافغانســتان پر کانونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې:«امنیت راتلل، د فساد نه شتون او د کوکنارو کښت له منځه وړل» هغه درې عمده موضوعات دي، چې له شک پرته دېته یې زمینه برابره کړې چې بهرني پانګه وال راشي او دلته پانګونه وکړي، له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي پردې باور دي چې د چين، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونه هم په افغانستان کې پانګونوته لیواله دي ، دده په وینا په اوسني وخت کې اړتیا ده چې د افغانستان په کانونو او کرنیزو برخو کې ډیری پانګونې وشي، همداشان د ایران په څیر ډیر ګاوندي هیوادونه دي چې غواړي د وسپنې کان دوه تړونونه وګټي، چین او روسیې هم پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده ، له بل لورې د اقتصادی چارو شنونکي په افغانستان کې د بهرنیانو د پانګونو لپاره د زمینې برابرول د هیواد د اقتصاد  دغوړیدا لپاره ډیر مهم ګڼي، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د پانګه والو د مالي اوځاني امنیت برابرول، دبهرنیو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې د حللارې پیداکول او په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د روښانه او موخیزه تګلاره  درلودل، هغه څه دي چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې مهم ګڼل کیږي، تردې مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي وو په افغانستان کې د اسلامی امارت له بیا واکمنیدو وروسته ډیرو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونوته لیوالتیا ښودلې او په وینایې یاد شرکتونه غواړي چې په خصوصي سکتور کې تر ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.»

البته دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې په هیواد کې پانګونه او د صنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پردې بنسټ د هیواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هیواد کې پرکانونه او کرنیزو برخو پانګونه، د تولیدي او صنعتي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي، چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه ډنډه لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرني پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخو کې پانگونې وکړي، البته په ټوله کې  د افغانستان اسلامي امارت ډنډه اومسوولیت هم دی لکه څنگه چې مخکې مو یادونه وکړه، د امنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوند پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه اړوند خواوې ښه گټه واخلی.

البته داهم یوڅرگند واقعیت دی که دسیمې او نړۍ هیوادونه د نورو مرستو  پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړي، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږي، ځکه له یوه پلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوي، له بل پلوه هیوادوالو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږي او په ټولیزه توگه دهیواد او هیوادوالو د اقتصادی پرمختګ سبب کېږي، له شک پرته  چې دغه ډول پانګونې به بهرنیو هیوادونو ته  د کارموندلو لپاره زموږ د ځوانانو د تګ اړتیا هم له منځه یوسي، پردې بنسټ  په ځانګړي توګه د هیواد ملي پانګه وال باید د ملي او هیوادنی سپیڅلي احساس له مخې په هیواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړي، یعنې د یوسالم رقابت په اساس د هیوادوالو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنۍ تولیدي او صنعتي فابریکې او کارخانې جوړې کړې ترڅو په هراړخیز ډول د هیوادوالو د اړتیا وړ څیزونه په هیواد کې دننه په ښه کیفیت تولید او د خلکو د موثره استفادې وړ وګرځي او په راتلونکي کې په مختلفو پرخو کې د پردیو له احتیاجه وژغورل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن