گزارش

د موټرچلوونکو بې احتیاطي دناوړه ترافیکي پېښو سبب کېږي

زمونږ ګران هېواد سرلوړی افغانستان د کابو څه باندې څلورونیمو لسیزو پرله پسې جګړه ییز ناورین له کبله، لکه څنګه چې یې زمونږ پتمن هېوادوال له سلګونو کړاونو، ستونزو او مرګ ژوبلې سره مخامخ کړي، همداشان زمونږ هېواد یې هم له مادي او معنوي پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ کړی وو، چې په دې لړکې د هېواد په بېلا بېلو سیموکې سړکونه هم هرځای کنډر کنډر، ړنګ او ویجاړ شوي وو، البته کوم سړکونه چې په دغه وروستیو څو کلونو کې په ځینو ځایونو کې په خام ډول او په ځینو برخو کې په پاخه ډول د سړکونو د بیارغاونې کار پیل شوی او لا هم دوام لري، خو دریغا چې په دې وروستیو وختونو کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د موټرونو د چپه کیدو، ټکرونو او ناوړه ترافیکي پېښو او په ټولیزه توګه د هېوادوالو د مالي او ځاني بدو پېښو خبرونه د هېواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو لخواه خپریږي، لکه څنګه چې په دې وروستیو وختونو کې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له املــه درې تنــه هیوداوال مــړه شــوي او درې تنه نــورټپيــان شویدي.

په ټوله کې دهېواد د ګرځنده لارو خرابــوالي، د موټــر چلوونکــو بې احتياطــي، دقوانينــو او خونديتــوب تــه، نــه پاملرنــه او هم ګړندۍ موټــر چلــونه هغــه څــه دي چــې پــه افغانســتان کــې يــې خلــک د ترافيکــي پېښو او مــرګ ژوبلــې د ډېــروالي ځينــې لاملونــه ګڼــي.

له شک پرته چې دپورته یادشویو لاملونو ترڅنګ، دتازه کار، کم تجربه، کم سنه ډریورانو ګړندي ځغلونه، زیاته بې احتیاطي او د پردي لاس اشترنګ لرونکو (چپه اشترنګ) موټرونو اساسي ستونزه او ستر لاملونه هم دي، ځکه چې په هېواد کې د ډول ډول موټرونو د ګڼې ګوڼې له امله ګڼ شمېر هېوادوالو دغې دندې ته مخه کړیده، البته په یوډول نه یوډول د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ترافیکي څانګو له خوا یې اجازه لیک یا لایسنس ترلاسه کړی او دغه کم تجربه موټر چلوونکي چې کله د موټر په جلو(اشترنګ) برلاسي شي، سربیره پردې چې د کافي تجربې لرونکي نه دي او دهېواد  اکثره سړکونه چې لا رغاول شوي نه دي، او کوم سړکونه چې بیا رغاول شوي هم دي، له څه وخت استفادې څخه وروسته بیرته ځای ځای خراب شوي او یاهم هغه سړکونه چې په پاخه ډول رغاول شوي دي، نو دغه تازه کاره او ځینې بې احتیاطه ډریوران  بیا د یو بل پرضد د سیالي یا مسابقې په ډول سره ګړندي ځغلونه کوي او دا ډول خپلسري او بې پروایي ددې سبب کېږي چې د دوئ د کم تجربګي او بې احتیاطي له امله یې موټر چپه ، یا ټکر او یا هم زمونږ کوم هېوادوال ووهي، چې په نتیجه کې خپل ځان، په موټر کې سپاره کسان یا بلې هېوادوال د مرګ کندې ته پورې وهي او خواشینوونکې پیښې را منځته کړي.

البته په ټوله کې د موټرچلولو د قوانینو نه رعایت، د سړکونو خرابوالی…. ورځ تربلې د ناوړه ترافیکي پیښو د رامنځته کیدواصلي لاملونه بلل کېږي، خو د کارپوهانو او نظر خاوندانو په باور د دغو پیښو د کمښت ډیره ښه لاره په هېواد کې د ترافیکي قوانینو تطبیق دی، دغه قوانین حکم کوي چې ټیټ عمر لرونکي ځوانانوته د موټر چلونې جواز باید ورنه کړل شي او سرغړونکو ته سخته سزا ورکولای شي چې ددغو پېښو شمېر کم کړي .

دا واقعیت دی چې ترافیکي پېښې د مخنیوي وړ دي او اړوند ادارې کولای شي په خپلو کې په همکارۍ او بشپړه همغږي سره په هېواد کې د ترافیکي پېښو شمېر کم کړي، همداراز د کورنیو چارو وزارت، د ترافیکو لوی ریاست کولای شي له نورو اړوندو ادارو سره په همکاري او د ښوتدابیرو په نیولو سره په سترو ښارونو او لویو لارو کې ددغو پېښو کچه ټیټه کړي، همداشان اړینه ده چې د ترافیکو لوی ریاست چارواکي باید د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي او له آزموینې څخه وروسته هېوادوالو ته د موټر چلونې اجازه لیک یا لایسنس ورکړي او هم دې په پردي لاس د اشترنګ لرونکو موټرو پرځای دخپل لاس موټرو ځای نیولو له پاره پرجدي اقداماتو لاس پورې کړي او په پرله

پسې توګه دې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو لخوا هم باید د موټرو ګړندي ځغلولو او له هغې څخه د بدو پېښو د مینځته راتلو په اړوند خبرتیاوې خپرې کړي.

همداراز پتمن هېوادوال هم باید دغه ټکې ته ډیره پاملرنه وکړي، یعنې کله چې قدرمن هېوادوال دهېواد هرګوټ ته سفر کوي نو باید په لومړي قدم کې موټر چلوونکي ته یادونه وکړي چې په ډیر احتیاط سره موټر وچلوي او له ګړندي ځغلونې څخه دې ډډه وکړي، ترڅو په دې توګه د خپل ځان او هم د نورو هېوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخ نه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *